د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

"د افغانستان د بیارغاونې لګښت د دوهم نړیوال جنګ په پرتله"


نړېوالو ورځپانو په افغانستان کې د نړېوالو د لګښتونو او د انتخاباتي لانجې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ټایمز:

بریتانیا چاپ، ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې؛ "د افغانستان د بیارغاونې لګښت د دوهم نړیوال جنګ په پرتله" تر سرلیک لاندې یو تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې لیکي؛ د امریکا مالیه ورکوونکو له ۲۰۰۲م کال راهیسې د افغانستان د بیارغاونې پروژو ته یو شپیته اعشاریه پنځه میلیارده ډالر او بریتانیا شاوخوا ۸۹۰ میلیونه پونډ ورکړي دي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د بیا رغاونې لګښت، له دوهم نړیوال جنګ وروسته د ټولې اروپا د بیا رغاونې او پرمختګ له لګښتونو اوښتی دی.

ټایمز لیکي، انګیلس او امریکایي عسکر د روان کال په پای کې له افغانستان څخه وځي او د امریکا د حکومت په یوه راپور کې ویل شوي چې؛ له توقع پرته ستر ادارې فساد او د پیسو د بې ځایه لګښتونو له امله د افغانستان د بیارغاونې لګښت له دوهم جنګ وروسته د اروپا لپاره د مارشال پلان له پیسو هم زیات شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، په افغانستان کې د امریکا په پوځي عملیاتو نور ۲۹۶ میلیارده ډالر او د بریتانیا ۲۲ میلیارده پونډه هم لګیدلي دي.

ټایمزلیکي، د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر "جنرال جورج مارشال" د اقتصادي مرستو د پروګرامونو د تنظیم په مقصد، د څو لسیزو مودې لپاره د لویدیځې اروپا د سوکالۍ او پرمختګ یو بنسټ یا چوکاټ برابر کړی و؛ خو په افغانستان کې خبره بل ډول ده.

په تېرو دیارلسو کلونو کې لا هم د افغانستان د ملي بودجې په سلو کې شپته برخه د نړېوالو له مرستو تمویلیږي او د نورو لسو کالو لپاره د مرستو ژمنې هم ورسره شوي دي.

ټایمز د افغانستان د بیارغاونې د لګښتونو د سرپلټونکي راپور ته په اشارې لیکي؛ په افغانستان کې زیات شمېر پروژې چې دوی یې په اړه څیړنه کړي؛ د کمزورو پلانونو، بې کیفیته ساختمانونو، میخانیکي ستونزو او لږې څارنې له امله له منځه تللي دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د جمهور رییس حامد کرزي حکومت او د ده د کورنۍ غړي ټول په اداري فساد کې ښکیل دي او د امریکا یوه پوځي څیړونکي، په اپریل میاشت کې په عام محضر کې ویلي وو؛ چې اداري فساد په مستقیم ډول د افغان دولت اعتبار او مشروعیت ته ګواښ مخامخ کړی دی.

د دغه څیړونکي په باور، لویدیځ ځواکونه ژر پوه شول چې؛ دوی د جګړه مارانو په حلقه کې بند ساتل شوي دي.

ایکانومیسټ:

ایکانومیسټ مجلې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتي لانجې په اړه یو مضمون خپور کړی او سرلیک یې ورکړی: "هغه انتخابات چې هیڅکله نه ختیمږي".

مجله لیکي، په درېیو المونیمې ګرمو خونو کې چې د بنکرونو په شکل جوړ شوي؛ په سل ګونه کورني او نړېوال څارونکي په سختې ګرمي کې، په رایې پاڼو کې د تیک مارک یا علامې او باطلیدو پر لایحې بحث کوي.

دغو څارونکو د روژې میاشت کې چې له خوړو او څښاک څخه محروم وو؛ کار کاوه. مجله زیاتوي، روژه تېره شوه، خو د رایو شمیرل دوام لري.

د مجلې په باور، د رایو د څیړنې د بشپړېدو تروخته به د جمهوري ریاست انتخابات چې د حامد کرزي ځای ناستی به په کې ټاکل کیږي، د تعلیق په حال کې وي.

XS
SM
MD
LG