د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د حشمت کرزي د وژنې په اړه نړېوالې لیکنې


څو لویدیځو ورځپاڼو د ولسمشرحامد کرزي د اکا د زوی حشمت کرزي د وژنې په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د حشمت کرزي یو عکس خپور کړی او ورسره یې په یوه لیکنه کې ویلي، نوموړې د سې شنبې په ورځ د یو شپاړس کلن ځان وژونکي له خوا چې چاودیدونکي مواد یې په پټکي کې ځای پرځای کړي وو، ووژل شو.

ورځپاڼه وايي، حشمت کرزی د کندهار د ولایتي شورا یو مخکښ کاندید وو او په ځینو مسالوکې یې له ولسمشرحامد کرزي سره مخالفت درلود او د ولسمشرۍ د څوکۍ د کاندید اشرف غني احمدزي له پیاوړو ملاتړو څخه و.

نوموړي د یو امنیتي شرکت څښتن هم و، چې د امریکايي او نورو ځواکونو د کاروانونو امنیت یې ساته.

د ولسمشرکرزي ورورعبدالقیوم کرزی د دې قتل په عکس العمل کې دې ورځپاڼې ته ویلي، وسله وال طالبان د نوم د ګټلو لپاره هرکارته لاس اچوي او د ګډوډی د رامنځته کولو هڅه کوي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د اشرف غني احمدزي د هغه پیغام یادونه هم کړي چې د ټویټرله لارې یې ویلي، موږ به د افغانستان د دښمنانو ناځوانمردانه بریدونو په وړاندې تسلیم نه شو.

د نوموړې په وینا د هرافغان له لاسه ورکول موږته دا را یادوي چې باید پر روانو ستونزو د برلاسۍ لپاره خپلو کې لا ډیر متحد شو.

د ګارډین ورځپاڼې هم د حشمت کرزي د وژنې پېښه څیړلې ده او د نوموړي یو پخوانی عکس یې خپورکړی چې په کې په یوه خبري غونډه کې د ګډون پرمهال څرګندیږي.

ګارډین وايي، حشمت کرزي د اشرف غني احمدزي له مخکښو پلویانو څخه و، نوموړی مخکې له دې چې د بدلون او دوام له ټیم سره یوځای شي د ولسمشرحامد کرزي د ورور قیوم کرزي لپاره یې کمپاین کاوه.

وال سټریټ ژورنال هم د حشمت کرزي د یوه انځورپه خپرولوسره په یوه مقاله کې لیکلي:

″دا د ولسمشرکرزي د کاکا زوی حشمت کرزی دی چې پیاوړی سیاستوال و او د اختر په ورځ په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.″

ورځپاڼه لیکي حشمت کرزي له ژویو /حیواناتو سره مینه درلوده او په خپل کورکې یې یو زمری ساتلی وو.

هغه د کندهار له بانفوذه کسانو څخه وو، خو دا معلومه نه ده چې ده برید کوونکی له وړاندې پیژانده که نه.

وال سټریټ ژورنال د کندهار د والي ویاند دوا خان مینه پال له قوله لیکي چې؛ د برید کوونکي په اړه د لاډیرو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره پلټنې دوام لري.

ورځپاڼه زیاتوي تراوسه د دې برید مسولیت چا نه دی منلی.

ورځپاڼه لیکي، طالبانوهم چې وړاندې د څو لوړ پوړو دولتي چارواکو په وژنه تورن دي، تراوسه څه نه دي ویلي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، حشمت کرزي نوردښمنان هم درلودل. پنځه کاله وړاندې دده د کورنۍ یوه غړي دی تورن کړې وو، چې په یوه اوږد مهاله دښمنۍ کې یې د هغه کس د زوی د وژلو فرمان ورکړی وو، چې ده د خپل پلارد قتل شک ورباندې درلود، خو ښاغلي کرزي دا تورونه رد کړي وه.

XS
SM
MD
LG