د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

په غزه کې د اوربند هلې ځلې د خندوونکې ډرامې په څېر دی


په داسې حال کې چې پرغزه د اسرایيل بريدونه اوس هم روان دي او په دې جګړه کې نن لږ تر لږه ۳۰ کسه وژل شوي دي، د دې بحران د حل لپاره نړېوالې هلې ځلې هم روانې دي.

د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس وايي، له غزې څخه بلې خوا ته د وتلو لاره نشته.
په غزه کې د اسرایيل او حماس ترمنځ جګړه مخ پر زياتېدو ده. حماس وايي چې ترهغه وخته به د اسرایيل پر لور توغندي اوروي، چې د غزې محاصره نه وي لري شوې.

د حماس دا ګواښونه تقريباً بې اثره دي ځکه چې اسرايیل د دفاع ډېرقوي سيستم لري.

اسرایيل وايي، چې دا محاصره په دې ضروري ده چې په غزې ته د يو ترهګر حکومت له خوا د نورو وسلو صادرولو مخه ونيول شي.

د اوربند هلې ځلې د خندوونکې ډرامې په څېر دی. که څه هم جګړه روانه ده، ممکنه پايلو ته يې کتنه کېدای شي.

پردواړو لورو د اوربند لپاره ډېرفشار نشته. د دې جګړې له کبله، په غزه کې تر ۱۲۰۰ زيات ملکي کسان وژل شوي او ويجاړي يې هم ډېره شوې ده.

شااوخوا دوې اونۍ مخکې د مصر په مشرتابه يو د اوربند پلان دواړو لورو ته وړاندي شوی وو، چې د اسرایيل له خوا ومنل شو او د حماس له خوا رد کړل شو.

په غزه کې د حماس د دې اقدام په اړه لږ انتقاد وشو او کېدای شي دا کار د حماس له بيري شوی وي.

د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس وايي، تېره اوونۍ د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرجان کري د پخلايني هڅې د اسرایيل له خوا له انتقاد سره مخامخ شوې.

کري جرات وکړ، چې د حماس له خوا د غزې د محاصرې د ختمولو شرطونو ته د غوږ نيولو غوښتنه وکړي.

کري د اسرایيل نوې غوښتنې هم په پام کې ونه نيولې. په دې غوښتنو کې يوه دا هم وه چې حماس دې په اوږده مهال کې بې وسلې شي.

په داسې حال کې چې بايد پوه شو چې دې بحرانه ته څرنګه د پای ټکۍ کښېږدو، ډپلوماتيکې هڅې هم رواني دي.

په هم دې حال کې يو داسې احساس شته چې دا هرڅه چې روان دي، داسي ادامه نه شي کولی، خو ځيني وايي چې ممکن هم دا حال دوام ولري.

د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس د دې بحران د حل لپاره څو لارې عملي بولي.

لومړی دا چې اسرایيل د کاميابۍ اعلان وکړي او له غزې ووځي.

دوهم دا چې فلسطيني اداره د مصر سره پوله تر خپل کنترول لاندي راولي.

او دريم دا چې فلسطيني اداره غزه تر خپل کنترول لاندي کړي.

خو په دې ټولو وختونو کې به اسرايل له ځينې ستونزو سره مخامخ شي. که له دې سيناريو سره اسرايل موافقه وکړي او سخت دريځي له غزې څخه د محمود عباس تر اداره لاندې پر اسرايیل توغندي و اوروي، په هغه حال کې به اسرايل څه کوي؟

XS
SM
MD
LG