د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

واشنګټن پوسټ د حشمت خلیل کرزي د وژل کېدو په اړه مطلب خپور کړی


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د تره زوی حشمت خلیل کرزي د وژل کېدو په اړه مطالب خپاره کړي دي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغان ولسمشرد تره د زوی د وژل کېدو په اړه په یوه مطلب کې لیکي؛ حشمت خلیل کرزی چې د اخترد مبارکۍ او روغ بړ د مراسمو په ترڅ کې په خپل کور کې په انتحاري حمله کې ووژل شو؛ ځیني وختونه یې پر ولسمشرحامد کرزي انتقاد کاول او ولسمشرۍ ته د کاندید اشرف غني یوله متحدینو و.

واشنګټن پوسټ لیکي، هغه څلورکاله د یوې امنیتي کمپنۍ مشر و چې؛ د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو لپاره به یې لوژیستیکي مواد برابرول او د هغوی کاروانونه به یې ساتل مشر و.

ورځپاڼه لیکي، حشمت خلیل کرزی د یوه برید کونکي له خوا چې په پګړۍ کې یې چاودیدونکي مواد ایښي وو؛ هغه مهال ووژل شو چې، ده ته د غیږې په مهال یې هغه والوزول.

د واشنګټن پوسټ په وینا وسله والو مخالفانو په وروستیو کلونو ورته دا ډول نورې حملي پرمهمو سیاستوالو او چارواکو هم کړي دي.

پخوانی ولسمشربرهان الدین رباني چې د سولې د هڅو مشري یې کوله د ۲۰۱۱ کال په سپټمبرکې په خپل کورکې په همدی ډول ځان وژونکې حملې کې ووژل شو.

واشنګټڼ پوسټ لیکي، د حشمت خلیل کرزی وژنه د ولسمشرکرزي د کورنۍ د نژدې غړیو وروستۍ وژنه ده.

د ۲۰۱۱ کال په جولای کې د حامد کرزي ناسکه ورور احمد ولي کرزی د خپل ساتونکي له خوا په ډزو ووژل شو.

د واشنګټن پوسټ په وینا، په وروستیو کلونو کې د ولسمشرکرزي د کورنۍ دغړیو ترمنځ د اختلافاتو او لانجو راپورونه ورکړل شوي دي.

ورځپاڼې د دغې وژنې په اړه د ولسشمرکرزي عکس العمل هم چې له ارګ څخه په خپاره شوي بیان کې یې ورکړی؛ هم راخیستی چې وایي، هماغسې چې په هېواد کې د ترورستانو په حملو کې هره ورځ نور افغانان وژل کیږي؛ زموږ کورنۍ هم استثنایي نه ده او موږدغه قرباني منو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یوه بل مطلب کې، په افغانستان کې امریکایي خاص ځواکونه هیله من دي چې؛ پر وسله والو طالبانو وروستي ګذارونه وکړي، ترسرلیک لاندې لیکي، کله چې ډګروال "پاول لارسن د افغانستان جنوبي لرې پرتې سیمې ته بېرته ستون شو؛ د هغه لپاره دا کورته یوډول بیرته ستیدل و.

هغه له یوې لسیزې وروسته بیرته سیمې ته د دې لپاره ستون شوی چې؛ د جګړې وضعیت وڅیړي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، لارسن په ۲۰۰۵م کال کې د بغاوت ضد ستراتیژي په اړه شک درلود او باور یې درلود چې، د اوبو لګولود پروژو، د کرهنې په برخه کې د اصلاحاتو او نویو ښونځیو د جوړولو له لارې د سولې تخم کرل کیدای شي چې؛ په دې سره به دغه بې وزله سیمه وسله والو مخالفانو ته چې ماتې ته نژدې و؛ ځای ورنکړي.

خو د ورځپاڼې په وینا، کله چې نوموړي د تیرې میاشتې په وروستیو کې په سیمه کې د امریکایي خاص پراشوټي کنډک قومانده په لاس کې واخیسته؛ ماموریت یې محدود و او ډیره توقع هم ورڅخه نه کېده.

د امریکایي ۸۲ هوایي فرقې په چوکاټ کې د لارسن ترقوماندې لاندې ځواکونه دنده لري چې؛ په ناکرارو سیمو کې په داسې حال کې د افغان امنیتي ځواکونو فعالیت وڅیړي چې امریکایي ځواکونه مخ په کمیدو دي او پروسله والو مخالفو ډلو وروستي ګذارونه وکړي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، د دغې جګړې د وروستي خونړي ګذار په توګه د لارسن سړي هیله من دي چې د جګړې وضعیت بدل کړي؛ که هغه ډېر کم هم وي.

XS
SM
MD
LG