د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

په افغانستان کې د وسله والو د حملو شدت او تاکتیکونه


نیویارک ټایمزورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د طالب وسله والو د حملو د شدت او تاکتیکونو په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکې:

په وروستیو څو ورځو کې په کندهار کې د طالب وسله والو ناڅاپي حملې په تیرو دریو کلونو کې ترټولو سختې حملې وې.

وسله والو د پاکستان پولې ته نږدې پر سپین بولدک ولسوالۍ حمله وکړه، په کندهار ښار کې یي هم له حکومتي ځواکونو سره جکړې وکړې او د پولیسو د مشر جنرال عبدالرازق پر کور یي ځان مرګی برید وکړ.

نیویارک ټایمز لیکې:

کندهار چې له ۱۹۹۰ لسیزي راهیسي د طالب وسله والو اصلي مرکز و، افغانستان ته په ۲۰۱۰م کال کې د اضافي امریکایي عسکرو په ورتلو په کې نسبي ارامي راغلې وه.

دا مهال هم په کندهار هوایي ډګر کې امریکایي عسکر شته، خو د ورځپاڼې په باور، د کندهار ولایت د امنیت په ښه کیدو کې د پولیسو د قوماندان جنرال عبدالرازق هڅې چې د طالب وسله والو پر ضد سخت چلند کوي، د ستاینې وړ دي. په ده باندي انتقادونه کیږي چې د وسله والو پر ضد ظالمانه چلند کوي، خو دا کار د امنیت لپاره اغیزناک دی.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د طالبانو مشر ملاعمر یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې به اسلامی امارت جوړوي. دده دا خبره د کندهار له حملو سره تړاو لري او په سلګونو وسله والو پلان درلود چې د اختر په ورځو کې به په کندهار کې حملې کوي.

د پاکستاني او نورو بهرنیو وسله والو په ګډون، شاوخوا سلو تنو طالبانود شنبې په ورځ د کندهار په ریګستان ولسوالۍ حمله وکړه. جګړې لس ساعته دوام وکړ او پولیسو مقاومت وکړ، خو کله چې د پولیسو مهمات خلاص شول، د ولسوالۍ قوماندان او پنځه نور پولیس ووژل شول.

نیویارک ټایمر ورځپاڼه وړاندي لیکې: شاوخوا ۲۵۰ طالب وسله والو دوې ورځې مخکې د کندهار ولایت د ژیړۍ ولسوالۍ پر امنیتي پوستو هم حملې کړې وې او په جګړو کې ۲۴ تنه وسله وال ووژل شول.

ورځپاڼې د ژیړۍ ولسوالۍ د یوه سپین ږیري حاجې عبدالله خان خبرې راخیستي چې وایي، د جمعې په ورځ د ولسوالۍ په ځینو مسجدونو کې طالبان راڅرګند شول او خلکو خپل کورونه پریښودل چې جګړه ونشي.

دی وایي، موږ بیریږو که جګړه پیل شي، د انګورو فصل دی او د خلکو په اقتصاد به ناوړه اغیز وکړي.

خلک د انګورو له باغونو یا حاصل پرته نور څه نه لري او ټول ژوند یي ور پورې تړلی دی.

ورځپاڼه د حاجې عبدالله خان د خبرو په دوام کې لیکي:

په ژیړۍ ولسوالۍ کې د امریکا د اضافي عسکرو په شتون کې شاوخوا یو نیم کال ارامي وه، د خلکو د پاڅون په نتیجه کې وسله وال له سیمې وشړل شول او له حکومت سره د خلکو ملاتړ هم مخ په زیاتیدوشو.

وسله والو کومې سترې حملې نشوای کولای او یوازې یي په سړکونو کې ماینونو ښخولو ته مخه کړې وه.

کوم خلک چې د جګړو له امله له خپلو کورنو څخه بې ځایه شوي وو، هغوي بیرته راستانه شوي دي.

خو دا چې اوس یو ځل بیا په ناڅاپي ډول وسله وال طالبان راڅرګند شول او ځانونه جګړو ته چمتو کوي، خلک به یو ځل بیا ډله ایزو وتلو ته اړ شي.

ټایمز ورځپاڼې افغان پوځ او پولیسو ته د امریکا د حکومت د وسلو او مهماتو په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

د امریکا حکومت افغانستان ته له یو لک زیات ټوپک، ماشینګڼې او توغندي ویشتونکې ورکړی چې اړتیا یي هم ورته نه درلوده. دا وسلې ممکن د وسله والو لاسونو ته ورغلي وي.

ورځپاڼې د افغانستان لپاره د امریکا د خاص پلټونکې راپور ته اشاره کړي چي وایي، متحده ایالاتو تراوسه د افغانستان په بیا رغاونې شاوخوا ۱۰۴ میلیارده ډالر لګولي دي.

متحده ایالاتو له ۲۰۰۴ م کال راهیسي د افغانستان ملي پوځ او ملی پولیسو ته څلور لکه او پنځه شپیته زره میله سپکې وسلې ورکړې چې یو لک او دیارلس زره یي اضافه وې او دغه راز ۹ زره توغندي ویشتونکی هم ورکول شوی دي.

ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم چې د امریکا دفاع وزارت وړاندیز کړی چې افغانستان ته ورکړې اضافي وسلي به کشف او له منځه وړي، خو دا بیره شته چې وسلې به په تور بازار کې پلورل شوي وي او یا ممکن د جنایت کارو لاس ته ورغلي وي.

XS
SM
MD
LG