د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

"د کارموندنې لپاره مو د ځوانانو د ظرفیتونو د لوړولو هڅې تیزې کړي"


که څه هم په وروستیو کلونو کی د کار د نشتوالی له امله د افغانانو شکایتونه زیات شوي؛ خو د کاراوټولنیزو چارو وزارت وایي؛ هڅې یې تیزې کړي چې، د کار وړ ځوانان د حرفه یي زده کړو په مختلفو کورسونو کې وروزي چې کارموندل ورته اسانه شي.

دا خبره د کار او ټولنیزو چارو وزیرې امنه افضلي د شنبې په ورځ په کابل کې د افغان کوریا انسټیټیوټ د حرفه یي زده کړو له کورسونو څخه د یو سلو اتیا نجونو او هلکانو د فارغیدو پرمهال وکړه.

میرمن افضلي وویل، اوسمهال د کارپه مارکیټ کې فني کارګرو ته زیات ضرورت دی او دوی هڅې کوي چې، هرکال په زرګونو فني کارګرمارکیت ته وروزي:

"موږ اماده یو چې په راتلونکو کلونو کې د دې انسټيټیوټ ظرفیت لوړ کړو. په تېرو کلونو کې له دی پروګرامونو څخه سل، دوه یا پنځه سوه تنه فارغیدل. سږکال مو پلان درلود چې، زر تنه ترې فارغ شي.

د کار د موندنې په صورت کې کولی شو چې؛ هرکال پنځه تنه فارغ کړو."

د افغان کوریا انسټیټیوټ په دوه زره څلورم میلادي کال کې د جنوبي کوریا په مالي او تخنیکي مرسته د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره په هم اهنګۍ تاسیس شوی چې؛ هرکال یې د حرفه یي زده کړو له پروګرامونو څخه په سلګونو نجونې او هکان فارغیږي.

د کار او ټولیزو چارووزارت د معلوماتو له مخې دا انسټيټيوټ د حرفې زده کړو اوه څانګې لري چې؛ د کمپیوټر زده کړه، ساختماني چارې، د موترو ترمیم، نلدواني، الکترونیک، خیاطي او د انګلیسي ژبې زده کول په کې شاملې دي.

مسوولینو دا هم وویل، په هېواد کې د ناامنیوله امله د کارزمینې کمې شوي او که نه نو، د دې کورسونو فارغان دا وړتیا لري چې؛ په عملي کارونو کې زده کړي مهارتونه په ښه شان پلی کړي.

ځینو فارغوشویو اندیښنه لرله چې، د کار د نشتوالی له امله به وزګار پاتې شي.

دوی له دولته هیله کوله چې، د کار زمینې دې ورته برابرې کړي.

د مسعود په نامه یوه ازادي راډیو ته وویل:

"شپږ میاشتې مې دا پروګرام ولوست او نن فارغ شو؛ موږ له دولته هیله کوو چې، د کار زمینې راته برابرې کړي، که چېرې له کورسونو ځوانان فارغیږي او په ټولنه کې ورته کار نه اوسي؛ بیا نو هیڅ ګټه نه لري او وزګار د اقتصادي ستونزو له امله مجبوریږي چې؛ غیرقانوني کارونو ته لاس واچوي."

په افغانستان کې بې کارۍ یوه جدي ستونزه ده؛ خو دا ستونزه د انتخاباتي لانجو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له کمیدو سره نوره هم زیاته شوې ده.

په دې وروستیو کې د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې وویل؛ چې زرګونه کارګرو یې بې کاره شوي دي.

د چارو څیړونکي وایي، که د انتخاباتو بهیر نور هم اوږد شي؛ په هیواد کې به پانګونه او سوداګري کمه او له دې سره به بې کاري نوره هم زیاته شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG