د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

"د یوې خبریالې د قاتل محاکمه د افغانستان قضايي سیسټم لپاره مثبت ګام"


د خبریالانو د دفاع کمیټې د خپلې نشریې په وروستۍ ګڼه کې د یوه بهرني خبریال د وژنې او د بل د ټپي کېدو په اړه د د یوه پولیس محاکمې ته اشاره کوي او وایي دا د افغانستان د قضایي سیسټم یو مثبت ګام دی، خو کامیابي نه ګڼل کیږي.

د کابل په ولایت کې یوې محکمې د نقیب الله په نوم پولیس د یوې خبریالي او د هغې د همکار د وژلو په تور په اعدام محکوم کړ.

د خبریالانو د دفاع ټولنې نشریه لیکي؛ که څه هم دغه کمیټه د اعدام له سزا سره موافقه نه ده؛ خو وایي، لږ تر لږه د افغانستان په څېر هیواد کې د عدالت د پلی کېدو لپاره یو ګام واخستل شو او د یوې خبریالې قاتل محاکمه شو.

نشریه لیکي، له ۱۹۹۲ کال وروسته چې، دغه کمیټه په افغانستان کې فعالیت پیل کړی؛ تر اوسه ۲۶ کورني او نړیوال خبریالان په دغه هېواد کې وژل شوي؛ خو دا لومړی ځل دی چې د یوه خبریال د قتل په قضیه کې عدالت پلي کیږي.

دغه نشریه زیاتوي، یوه موضوع د اندیښنې وړ ده؛ هغه دا چې کله یو خبریال د قانون د پلی کوونکي او یا هغه کس لخوا وژل کیږي چې؛ باید دی یې ساتلی وای، نو پوښتنه دا ده چې، څوک به د دغو خبریالانو ساتنه کوي؟

د لیکوال په باور د نړۍ په ډیرو هیوادنو کې اساسي قربانیان کورني خبریالان وي؛ خو افغانستان هغه هېواد دی چې ډیری بهرني خبریالان په کې د تاوتریخوالي قرباني کیږي. لیکوال زیاتوي په دغه هېواد کې د وژل شویو خبریالانو ۶۹ فیصده یې بهرنیان دي.

د جینز ډیفنس په نوم نشریې بیا په خپل یوه مطلب کې د افغانستان په اړه یوه بله موضوع راخیستې او لیکي چې، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به د دغو ځواکونو داسې وسایل او تجهیزات په افغانستان کې پاته شي چې؛ میلیاردونه ډالره ارزښت لري.

د دغې نشريې په وینا، امریکا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې پوځي فعالیت درلود او د روان کال په پای کې په یو وار په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر لسو زرو ته راکموي.

نشریه پوښتي چې، د هغو تجهیزاتو او وسایلو برخلیک به څنګه شي چې؛ امریکایې قواوو په افغانستان کې کار ترې اخست؟

د نشریې په لیکنه، له افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو تر وتلو وروسته به د شاوخوا ۱۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاته شي.

نشریه لیکي، یو شمیر دغه وسلې، مهمات او تجهیزات زاړه شوي دي، خو د هغوی د انتقال لپاره هم میلیاردونه ډالره په کار دي. اوس باید امریکا پریکړه وکړي چې؛ آیا دغه تجهیزات تخریبوي، انتقالوي یې او یا په هغه ډول چې دي په افغانستان کې یې ساتي.

XS
SM
MD
LG