د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

سیګار: افغانستان کې د لسګونو مليونو ډالرو په ارزښت مرستې ضايع شوي


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت سرمفتش یوځل بیا په افغانستان کې د مرستو د ضایع کېدو خبره رابرسېره کړې ده.

جان سوپکو چې اداره یې د امریکا د حکومت د مرستو پر پروژو څارنه کوي وايي، غیر ضروري پروژو د افغانستان لپاره د امریکا لسګونه میلیارد ډالره مرستې بې ګټې کړې دي.

دی همدا راز یادونه کوي چې په دې پروژو کې د لومړیتوبونو په اړه له افغانانو څخه پوښتنه نه ده شوې.

جان سوپکو په داسې یو هېواد کې چې سمندر ته لاره نه لري د چټکو کشتیو او داسې الوتکو پېرل چې په هوايي ډګرونو کې زنګ وهلي او په داسې حال کې چې افغانان غنمینه ډوډۍ نه شي موندلای د سویا بین د کروندو ترویج په هغو مواردو کې یادوي چې په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا څه باندې یوسل او درې میلیارده ډالره مرستې یې بې اغېزې کړي دي.

په افغانستان کې د بیارغونې په چارو کې د امریکا سرمفتش او د ده د مفتشانو دوه سوه کسیزه ډله هڅه کوي هغه مرستې چې امریکا یې له افغانستان سره کوي له ضایع کېدو وژغوري او همدا راز په دې برخه کې د فساد پرقضیو رڼا اچوي.

ښاغلي سوپکو له فرانسپرس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، له ۲۰۰۱ کال راهیسې د روان کال ترپایه له افغانستان سره د مالي مرستو کچه له هغې اندازې اوړي چې امریکا د مارشال پلان په نوم د پروګرام په ترڅ کې له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته د اروپا د اقتصادي بیارغونې لپاره ولګولې.

د اقتصادي چارو کارپوه د سوداګرۍ خونو د نړېوالو اړیکو مسوول آذرخش حافظي په دې نظر دی چې د څه باندې سل میلیاردو ډالرو مرستو موثریت په سلو کې له لسو تر پنځلسو زیات نه دی.

ښاغلی حافظي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دې عوامل روښان کړل.

سوپکو فرانسپرس ته ویلي، ډېرې پیسې پرسمو لارو هم لګېدلي دي خو ډېرې نورې چې اندازه یې ښايي میلیاردونو ډالرو ته ورسېږي هسې ضایع شوي.

نوموړی وايي، امریکا په مرستو داسې ښوونځي چې ډېرژر ویجاړ شوي، داسې کلینیکونه چې ډاکټر نه لري او داسې سړکونه چې سمدستي وران شوي رغول شوي دي.

دی زیاتوي چې خورا ډېرې پیسې، په ډېرې چټکۍ سره او په ډېر کوچني هېواد کې لګېدلې دي.

امریکایی سرمفتش وايي، د مرستو د پروژو په اړه له افغانانو څخه پوښتنه نه ده شوې او امریکایي چارواکو تل داسې فکر کاوه چې د افغانانو پر اړتیاوو دوی تر افغانانو ښه پوهېږي.

جان سوپکو وايي، موږ ډېرې ښې نظریې درلودې خو هېڅکله موږ له افغانانو سره د هغو په اړه خبرې ونکړې.

دی د سویابین د کرنې ترویج د مثال په توګه یادوي او وايي، افغانان دا بوټی نه کري، نه یې خوښېږي، نه یې خوري او نه یې د خرڅلاو لپاره بازار شته.

خو افغان کارپوه آذرخش حافظي وايي، چې حتی هغه پروژې چې د افغانانو نظر هم پکې اخیستل شوی د فساد له کبله بریالۍ نه وې.

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو سرمفتش جان سوپکو همداراز زیاتوي، اوس وېره دا ده چې د ۲۰۱۶ کال په پای کې چې ټول نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي نو د امریکا پر مرستو په څارنه کې به نور کموالی هم راشي او دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن وايي، له افغانستان سره مرستو ته به دوام ورکړي.

جان سوپکو وویل، د ده مقصد پر افغانانو د امریکا د مرستو بندول نه دي، خو ده د هغو شپږ یا اته میلیارده ډالرو کلنیو مرستو د لګښت د څرنګوالي په اړه چې په نژدې راتلونکي کې د افغانستان لپاره په پام کې دي اندېښنه څرګنده کړه.

XS
SM
MD
LG