د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

"د افغانستان انتخاباتو نتيجې له جنجالي تفتيش سره تړلي"


نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه تبصره کې د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د رايو د تفتيش په اړه په يوه ليکنه کې ويلي، چې د افغانستان د انتخاباتو نتيجې له جنجالي تفتيش سره تړلي دي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې له ليکنې سره سم، داسې ليدل کېږي چې د تفتيش په مهال زياتې لانجې د دواړو خواوو د دعوو سبب کېږي.

د دواړو انتخاباتي کمپاينونو استازي د رايي شمېرلو ځای ته د بهرنيو د ورتګ د هدفونو په اړه پسڼېږي او شک پرې کوي.

د رايو صندوقونه د تفتيش لپاره کوټه شوي او سلګونه افغانان، امريکايان او اروپايان د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په دوو ګودامونو کې هڅه کوي چې ناپاکې رايې له پاکو جلا کړي.

دوي د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو څه باندې ټولې اته مليون رايې تفتيش کوي.

خو دا پروسه له دې سره سره چې يوه اوونۍ يې وځي، شاته پاتې ده او تر هغه څه لږ رايې يې څېړلي چې بايد تراوسه يې کتلی وای.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه زياتوي، د رايو له ۲۲ زره صندوقونو څخه د چهارشنبې تر ورځې پورې يوازې څلورنيم فيصده تفتيش شوي وې او هره ورځ نوي اختلاف راپورته کېږي.

مثلاً د يوه کانديد تر نوم لاندې د ان شاالله ليکل هغه ته رايه منل کېږي او کنه؟ او ايا دا مناسبه ده چې څارونکي د ميزونو ترمنځ تګ راتګ وکړي او خپل همکاران وهڅوي چې لا په کلکه استدلال وکړي او وپوښتي چې دا بهرني له ونې جګ سړي، چې د پېژندګلوۍ کارت نه لري، څوک دي؟

يورو ايشيا ويو نشريې بيا د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د اورګاډي د پټلۍ په اړه ليکنه خپره کړې ده.

د افغانستان له لارې د ترکمنستان او تاجکستان د اورګاډي پټلۍ چې اوږدوالي يې شاو خوا ۴۰۰ کيلومتره دی يو ځل بيا نوې سا اخيستې.

له دې پروژې سره چې دوه ميليارده ډالر لګښت يې اسيايي پرمختيايي بانک په غاړه اخيستي د ترکمنستان لېوالتيا د اورګاډي د تګ لوري له کبله په تېره جنوري مياشت کې کمه شوه.

د جنوري په ۲۹مه نېټه د تاجکستان د اورګاډي د دولتي ادارې مشر امان الله خوکمت الله اعلان وکړ چې دوشنبې او کابل د افغانستان په قلمرو کې د دې پروژې د تګ لوري د څرنګوالي په اړه پرېکړه کړې خو د عشق آباد لپاره دا اعلان ناڅاپي و او په وړاندې يې اعتراض وکړ.

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت وويل،د دې پروژې زيان ترګټې زيات دي او د دې هېواد لپاره د منلو وړ نه ده.

ځيني کارپوهان په دې باور دي چې د عشق آباد غوسه يوازې د دې پروژې د تګلوري په وړاندې وه خو ځينې نور بيا وايي، معلومه نه ده چې عشق آباد په نژدې راتلونکي کې د اورګاډي له دې پروژې کومه ګټه ترلاسه کولاي شي ځکه دا کرښه تاجکستان د افغاستان له لارې چې د منځنۍ آسيا د هېوادو په نظر بې ثباته دي له ترکمنستان سرهنښلوي.

عشق اباد همدا راز په خپل قلمرو او د افغانستان په يوه وړه برخه کې د دې اورګاډي د تګ لوري مسئله هم رابرسېره کړي.

ښايي په همدې دليل د ترکمن بزنس په نوم د ترکمنستان د حکومت اړوندې رسنۍ د تېرې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د اورګاډي په دې پروژه کې د پام وړ پرمختګ شوی.

بزنس ترکمن خبر ورکړ، چې ترکمنستان اوس مهال د دې پروژې د تګ لوري په اړه معلومات لري او ولسمشر موافقه ورسره کړې ده.

د راپور له مخې د دې پروژې نورې پاتې برخې به د اړوندو څانګو له خوا ترسره شي او اسناد به يې د شانګهاي د همکارۍ سازمان په سرمشريزه کې چې د روانې مياشتې په وروستيو کې په دوشنبې کې په پام کې ده لاسليک شي.

د تاجکستان رسنيو د دې هېواد د ترانسپورت د وزير هيرالله اسازاده له قوله ليکلي دي چې وايي، دا معامله ډېره نژدې شوې ده.

د اورګاډي دا پروژه د تاجکستان لپاره چې په انزوا کې پروت دی، خاص اهميت لري ځکه ازبکستان په تدريجي ډول له نورې نړۍ سره د دې هېواد د اورګاډي ليکې پرې کوي.

که څه هم ترکمنستان او تاجکستان ګډ سرحد نه لري خو د دې دواړو هېوادونو اړيکي د ترکمنستان د انرژۍ په سکتور کې د چين له خواد ملياردونو ډالرو پانګونو له برکته ډېر تاوده شوي دي.

XS
SM
MD
LG