د هرات د شهرنو په سیمه کې نامعلومه وسله والو دوه بهرنۍ میرمنې په ډزو ووژلې.
د هرات محلي چارواکي وایي، چې دغه میرمنې د IAM په نوم موسسې کارکوونکې وې، چې د رواني صحت په برخه کې یې فعالیت کاوه.
دغه دوه وژل شوې میرمنې د فنلنډ اتباع دي او د پنجشنبې ورځې غرمه مهال نا معلومو موټرسایکل سپرو هغه مهال ډزې پرې وکړې، چې په یوې ټکسي کې د دفترپه لورروانې وې.
د هرات والي سید فضل الله وحیدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغو میرمنو د هرات له حوزوي روغتون سره د رواني صحت په برخه کې همکاري کوله.
ښاغلي وحیدي وویل، چې د پیښې عاملین له سیمې تښتیدلي او تر اوسه امنیتي ځواکونه نه دي توانیدلي، چې هغوی ونیسي:
″د فنلنډ دوه اوسیدونکې، چې په ټکسي کې د دفتر خواته راونې وې د ترهګرو له خوا ووژل شوې، دوی د هرات له روغتون سره د رواني صحت په برخه کې کار کاوه، ترهګرو دا کار د دې لپاره وکړ، چې په هرات ښار کې ګډوډي رامنځ ته کړي.″
د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسول محمد رفیق شیرزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغو بهرنیو میرمنو د بدن په بېلابېلو برخو مرمۍ لګیدلي دي.
نوموړي وویل، چې د وژل شوو میرمنو جسدونه د یاد روغتون په سړوخونو کې دي او د آی، اې، ایم موسسې مسولینو ته به وسپارل شي.
تر اوسه چا د دې حملې مسولیت نه دی منلی، خو د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي وایي، چې پولیسو د هغې ټکسي چلوونکی نیولی چې دا میرمنې په کې سپرې وې.
په هرات کې د موټرسایکل سپرو له خوا دا حمله کومه نوې پیښه نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې په دې حملو کې بهرنۍ میرمنې وژل کیږي.
د آی،ای،ایم موسسه له دریو کلونو را په دې خوا په هرات کې د رواني صحت په برخه کې فعالیت کوي.
د هرات چارواکي وایي، چې له وژل شوو میرمنو څخه یوه ددې موسسې لوړپوړې مسوله وه.
په ۲۰۱۰ میلادي کال کې هم د آی اې ایم موسسې لس کارکوونکي په بدخشان ولایت کې د وسله والو مخالفینو له خوا وژل شوي وو.