د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

پاکستان د القاعده شبکې یو مهم غړی نیولی دی


پاکستان وايي، په شمالي وزیرستان کې يې د القاعده شبکې یو مهم غړی نیولی دی او په دغې قبایلي سیمه له توپیر پرته د ټولو وسله والو پرضد عملیات شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت اداره بیا وايي، چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو عملیات ناکام وو او د حقاني شبکې فعالیت ته يې کومه ضربه نه ده رسیدلې.

د پاکستان امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په شمالي وزیرستان کې يې د وسله والو یو مهم غړی نیولی دی.

پاکستاني مقاتو ویلي نیول کس د القاعده شبکې غړی دی چې د ځانوژونکو برید کونکو د روزنې او د بمونو جوړولو چارو مسول دی.

تردې وړاندې ویل شوي وو، چې پاکستاني ځواکونو د عدنان رشید په نامه د پاکستاني وسله والو مهم غړی نیولی دی.خو نه د پاکستان پوځ او نه هم طالبانو د رشید نیول تائېد کړي دي.

د پاکستاني طالبانو یوه قومندان رویترز ته ویلي، عدنان رشید ازاد دی او کورنۍ يې ورسره ده او هره شیبه ورسره ۱۲ ځانوژونکې باډي ګاردان موجود وي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اعزاز احمد چودهري دا خبره چې پاکستان په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې پرضد اقدان نه دی کړی ردکړه او ويي ویل، چې عملیات د ټولو وسله والو پرضد شوي دي:

″عملیات د ټولو پرضد شوي زه بیا وایم د ټولو تروریستانو پر ضد.

تروریزم پاکستان ته او د دې هېواد د اوسیدونکو په توګه موږ ټولو ته زیات تاوان اړولی دی .موږ په دې برخه کې هیڅ ډول ادعا نه منو.″

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو وروستي عملیات ناکامه بللي او ویلي يې دي چې په دې عملیاتو کې حقاني شبکې ته څه زیان نه دی اوښتی.

دغه راز د افغانستان او پاکستان د سیاسي او پوځي چارو یو شمیر کارپوهان وايي دا لا نه ده څرګنده چې پاکستاني ځواکونو د حقاني شبکې پر ضد عملیات کړي او کنه.

افغان حکومت،ناټو او متحده ایالاتو په وا وار له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د حقاني شبکې او هغو وسله والو پر ضد هم عملیات وکړي چې په افغانستان کې تروریستي حملې کوي.

XS
SM
MD
LG