د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

یوشي: چین به له افغانانو سره د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي


جمهوري ریاست وایي، د افغانستان لپاره د چېن ځانګړي استازي سون یوشي ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې له افغانانو سره د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال فایق واحدي ازادي راډیو ته وویل، چې یوشي، دغه څرګندونې په ارګ کې له حامدکرزي سره د ملاقات پرمهال وکړې.

د چېن ځانګړي استازي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره هم لیدلي او د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ شوی تفاهم یې ستایلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د افغانستان لپاره د چېن ځانګړي استازي له جمهوررییس حامد کرزي سره په لیدنه کې له افغانستان سره د خپلو اړیکو او رول په پياوړتیا تاکېد کړی دی.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال فایق واحدي وایي، د چېن ځانګړي استازي سون یوشي د پنجشنبې په شپه له ولسمشرحامد کرزي سره په یو لړ مهمو سیاسي او اقتصادي موضوعګانو خبرې وکړې.

ښاغلي واحدي ازادي راډیو ته وویل، چې د افغانستان سوله او ثبات او دغه راز د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا د حامدکرزي او سون یوشي،ترمنځ د بحث مهمه موضوع وه:

″د چېن ځانګړي استازي په دې لیدنه کې وویل، چې افغانستان د چېن مهم ملګری دی او چېن تل د یوه باثباته افغانستان غوښتونکې دی او چېن د افغانانو په مشرې د افغانستان د سولې ملاتړکوي.″

واحدي وویل، جمهوررییس کرزی، چېن د افغانستان ښه ګاونډی بللی او د هېواد په سوله او ثبات کې یې د چېن د خلکو پر رول تاکېد کړی دی.

ده وویل، جمهورريیس کرزی ویلي چې چېن د افغانستان ښه دوست دی او له بلې خوا له پاکستان سره هم ښه اړیکې لري نو کولای شي چې د افغانستان له سولې سره موثره مرسته وکړي.

سون یوشي په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د چېن د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی او راپورونه وایي، چې د تیرې جمعې په ورځ کابل ته راغلی دی.

سون یوشي، افغانستان ته له راتګ دمخه، په پیکېنګ کې خبریالانو ته ویلي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره، د دې هېواد داقتصادي ودې پلوی کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، افغانستان ته د چېن د استازي سفر، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخیدل ګڼي.

د دې وزارت ویاند شکېب مستغني ازادۍ رادیو ته وویل، د چېن ځانګړي استازی د دې وزارت له سیاسي مرستیال سره هم لیدلي او د انتقال او انتخاباتو پر پروسه یې سره خبرې کړي دي:

″د افغانستان لپاره د چېن استازي په دې ملاقات کې د امن په فضا کې د انتخاباتو د دوهم دور دایریدل وستایل او د دواړوکاندیدانو ترمنځ یې د انتخاباتو د پروسې په پرمخ بیولو خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې دا پروسه په بریالی توګه پای ته ورسیږي.″

چېن له دوه زره لومړي میلادي کال راهیسي له افغانستان سره د بیارغونې په مختلفو برخو کې د دوه سوه پنځوس میلیونو دالرو په اندازه مرسته کړې.

دا چې د چېن همکاري به د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره څومره ګټوره تمامه شي، دا به په راتلونکې کې معلومه شي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG