د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

فارن پالیسي: د ملي وحدت حکومت ولې په افغانستان کې خطر لري؟


امریکا چاپ، میامي هیرالډ ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

د افغانستان استخباراتو د چهارشنبې په ورځ پاکستان تورن کړ چې له وسله والو څخه په ملاتړ په افغانستان کې ناامنۍ رامنځ ته کوي.

ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت د ویاند حسیب صدیقي خبره راخیستې چې وایي، په افغانستان کې وروستۍ حملې په پاکستان کې د اي ایس ای په ملاتړ پلان کېږي. پاکستان دا تورونه په تیرو وختونو کې رد کړي وو.

میامي هیرالډ زیاتوي، صدیقي د خپلې ادعا لپاره کوم شواهد وړاندې نه کړل، خو دا یي وویل چې د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې کوم پرمختګ نه دی کړی او دا ځکه چې اي ایس اي مخکې له مخکې په سیمه کې حقاني شبکې ته د عملیاتو خبر ورکړی و.

امریکا چاپ، بلې خپرونې فارین پالیسي په وروستۍ ګڼه کې: د ملي وحدت حکومت ولې په افغانستان کې خطر لري؟

ترسرلیک لاندې یو تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي راغلي:

د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ توافق کې چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په وساطت رامنځ ته شو، د بحران د حل په مقصد د ملي وحدت حکومت جوړل منل شوي، خو د حکومت شکل او جوړښت نه دی تشریح شوی.

د خپرونې په باور، دا چې په افغانستان کې منظم سیاسي ګوندونه نشته په اوسنیو شرایطو کې به د ملي وحدت حکومت د قومونو ترمنځ د قدرت د ویش په معنی وي چې د جمهور رئیس کرزي حکومت دا مهال په همدي فورمول فعالیت لري.

فارین پالیسي خپرونه زیاتوي، داسې ښکاري چې له ملي وحدت حکومته د دواړو کاندیدانو ټیمونه جلا تعبیر یا برداشت لري.

د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق په دې اړه ویلي چې؛ د توافق له مخې به د بایلونکې ډلې لپاره د اجرائیوي رئیس څوکۍ ورکوله کېږي او په اساسي قانون کې له تعدیل وروسته به د صدارت په څوکۍ بدله شي.

خپرونه لیکي:

د عبدالله عبدالله د ډلې یوه بل غړي ویلي چې، د راتلونکې حکومت په ټولو برخو کې باید د دواړو ټیمونو کسان ونډه ولري او د خپرونې په باور، د عبدالله عبدالله مقصد د ملي وحدت له حکومت نه د قدرت ویش دی.

فارین پالیسي لیکي:

د مسالې بل اړخ اشرف غني احمدزی دی چې په دي اړه یي زیات څه نه دي ویلي. خو داسې نه ښکاري چې نوموړی دې د قدرت په دې ډول ویش سلا شي.

غني د دې ډول ویش پرځای د یوه قانونې بهیر پراساس، عبدالله عبدالله ته په راتلونکې حکومت کې د ونډې ورکول غوره ګڼي.

خپرونه وړاندې لیکي:

د اشرف غني احمدزي د ټیم یوه ویاند په خپلو تبصرو کې ویلي، بایلونکې اړخ به په راتلونکې حکومت کې د ونډې اخیستو لپاره د ظرفیت اهلیت، لیاقت او تخصص پراساس خپل کسان معرفې کوي.

د فارین پالیسي په باور، دا ډول جوړښت به د قدرت ویش نه، بلکه یوه ایتلافي حکومت ته ورته تشکېل وي.

XS
SM
MD
LG