د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د ترکيي حکومت ځیني چارواکي د ادارې فساد په تور ونیول


د ترکېې حکومت د سې شنبې په ورځ شاوخوا سل تنه جګ پوړې پولیس چې په غیرقانوني ډول د صدراعظم رجب طیب اردوغان په ګډون یي د جګ پوړو حکومتي چارواکو مکالمې ثبت کړي او د ادارې فساد تورونه یي ورباندې لګولې وو، ونیول.

زیات شمېرپولیس په استانبول ښارکې نیول شوي، خو د ترکېې په مرکز انقره او نورو ښارونو ایزمیر او دیارباقر کې هم نیونې شوي دي.

په ترکېه کې دا وروستۍ نیونې د صدراعظم رجب طیب اردوغان او د هغه د پخواني متحد فتح اله ګولین ترمنځ د سختې دښمنۍ لړۍ ده چې په جریان کې یي تیرکال د اداري فساد دسیسه چې اردوغان او د هغه د کابیني غړي په کې هم ښکېل شوي وو، رابرسیره شوه.

د اداري فساد په دسیسه کې د ترکېې په پولیسو کې د دیني عالم فتح اله ګولین ملاتړي ګرم وبلل شول.

دې وروستیو نیونو په داسې حال کې په ترکېه کې د سیاسي شخړو اور ته لمن ووهله چې اردوغان غواړي د آګست په لسمه، ځان جمهوري ریاست ته کاندید کړي. له یوې لسیزې زیاته موده وشوه چې نوموړی د صدراعظم په څوکۍ کار کوي.

د نیول شویو کسانو زیاتو یي د اردوغان پرضد د اداري فساد د دوسیو جوړولو پرمهال په مهمو څوکېو کارکاوه.

د سې شنبې په سهار پولیسو یوازې په استانبول ښارکې په شاوخوا دوه سویو ادرسونو یرغل وکړ.

په نیول شویو کې د استانبول ښار د تروریزم ضد ادارې دوه پخواني رئیسان عمر کوسي او یورت اتایون هم شامل دي.

اتایون د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې چې ولې نیول شوی، وویل:

″زه تسلیم شوی یم، خو تاسې وینی چې دوي زما لاسونه د شا له خوا تړلې او دا ټوله مساله سیاسي ده. ″

د استانبول د پولیسو د استخباراتې څانګې پخواني مرستیال حیاتي بسداګ د حکومت د عمل پر ضد اعتراض کې خپل تړلې یا ولچک لاسونه د خپل سر له پاسه نیولې وو.

نیول شوي کسان په جاسوسۍ، په غیرقانوني ډول د خلکو د مکالمو ثبتولو، د جعلې رسمې اسنادو برابرولو، د خلکو په شخصی حریم تیري، د شواهدو په جعل کولو او د تحقیقاتو له قدسیت څخه د سرغړونې په تورونو تورن دي.

د استانبول ښار د څارنوال دفتر په یوه بیان کې ویلي، د ۱۱۵ کسانو د نیولو حکم صادر شوی او ۶۷ تنه یي نیول شوي دي.

د سلام توحید په نامه تروریستي ډلې په اړه د پولیسو د یوې څیړنې مسله هم ارزول کېږي.

ادعا ده چې ددغې ډلې په پلمه له ۲۰۱۰ م کال راهیسي د رجب طیب اردوغان، د کابیني د غړیو او د ترکېې د استخباراتو د ملي سازمان د رئیس حکان فدان ټیلفونې مکالمي ثبتي شوي دي.

څارنوالان وایي، د یوه تروریستي سازمان د تشکېل په اړه د شواهدو له نه موجودیت سره سره، د دریو کلونو موده کې په مجموع کې د ۲۲۸۰ کسانو مکالمي چې ۲۵۱ یي اصلي هدف و، په غیر قانوني ډول ثبت شوي دي. ددوي هدف جاسوسي وه، نه د ترکېې امنیت.

د ترکېې صدراعظم رجب طیب اردوغان وایي، د دینی عالم ګولین د کړۍ په اړه به تحقیقات پراخ شي. ده په پارلمان کې خبریالانو ته وویل، مونږ دا مهال ګورو چې نتیجه څه راوځي. کله چې له ده نه وپوښتل شول آیا له دولتي څوکېوڅخه به د فتح اله ګولین ملاتړې لري کېږي؟ په ځواب کې یي وویل، همداسي ښکاري، البته.

اردغان چې د ۱۱ کالو حکومت په جریان کې یي د هیواد له غښتلي پوځ سره ډغرې ووهلې او د پوځ نفوذ یي په حکومت کې راکم کړ، د ګولین پرضد یي هم جګړه اعلان کړي او وایي، نوموړی موازي حکومت پرمخ وړي.

اردوغان د دوشنبې په ورځ په یوې تلویزیونې مرکه کې د ګولین د غورځنګ پرضد د سختې جګړې هوډ وکړ او ویي ویل چې دا جګړه به له توقف پرته دوام وکړي.

ده له امریکا څخه وغوښتل، دیني عالم ګولین چې د متحده ایالاتو په پنسلوانیا ایالت کې د تبعید ژوند کوي، باید ترکېې ته حواله کړي.

XS
SM
MD
LG