د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

حامد کرزي ته ورکړل شوې تحفې افغانستان بانک ته وسپارل شوې


د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي ته چې په شاوخوا دیارلسو کلونو کې کومې تحفې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو له خوا ورکړل شوې وې، د چهارشنبې په ورځ د جمهوري ریاست چارواکو، افغانستان بانک ته ورکړې.

د دې تحفو شمېر اتو ته رسیده چې دوه یي د افغانستان د پخواني پاچا محمدظاهر سلطنت او شپږ یې د حامد کرزي د حکومت د دورې دي.

په دې تحفو کې د کعبې شریفې د دروازه سمبول چې له پنځه کېلو سرو زرو څخه جوړه ده، هم شامله وه.

د افغانستان بانک چارواکو وویل، دا تحفې به د ملي پانګې په توګه په افغانستان بانک خوندي وي.

د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکو وویل، دا هغه تحفې دي چې جمهور ريیس حامد کرزي ته د ځینو بهرنیو هېوادونو د مشرانو له خوا په مختلفو مناسبتونو او سفرونو کې ورکړل شوي چې تر اوسه د جمهوري ریاست په ارګ ماڼۍ کې ساتل شوې وې.

دا تحفې چې شمېر یې اتو ته رسیده د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د جمهوري ریاست په ارګ ماڼی کې د افغانستان بانک عمومي ريیس ته ورکړل شوې.

د جمهوري ریاست د کدرو پرسونل ريیس شجاع محمد امل وویل، دا تحفې اکثره له سرو زرو جوړې شوې او سره له دې چې مادي ارزښت لري، معنوي ارزښت له هغې هم زیات دی.

ښاغلي امل د افغانستان بانک عمومي رییس ته د دې تحفو د ورکولو پر مهال وویل:

″هغه تحفې چې د جمهورريیس له خوا په تیروڅوکلونو کې د ساتلو لپاره دوی ته ورکړل شوې، ټولې خوندي دي او دا تحفې به هم خوندي وي.

دې تحفو ته به په بانک کې مناسب ځای جوړ او په رسمي توګه به په کې ساتل کېږي.″

په یادو اتو تحفو کې دوه د افغانستان د پخواني پاچا محمدظاهر د سلطنت او شپږ نورې یې د افغانستان د اوسني جمهورريیس حامد کرزي د حکومت په دوره کې دوی ته ورکړل شوي دي.

په دی تحفو کې د کعبې شریفې د دروازې سمبول چې له پنځه کېلو سرو زرو څخه جوړه ده.

د سرو زرو یوه توره او له تورې د سرو زرو زنځیر او پوښ.

د سرو زرو یو پتنوس،چاینک، یو ګلاب پاش او یوه سپیلني داني.

له سرو او سپینو زرو څخه جوړه د«حسن د ماڼۍ» سمبول، یوه توره،

یو تلوار، دوه قلمونه او د سرو زرو له کمربند سره، یو پیش قبضه، شامله ده.

د افغانستان بانک چارواکو ته د دې تحفو د ورکړې پر مهال، د پخواني پاچا محمد ظاهر د کورنی ځیني غړي، د جمهوري ریاست د دفتر یو شمېر کارکوونکې او د ځینو رسنیو استازي حاضر و.

د افغانستان بانک رییس وویل، دا لومړی ځل نه دی چې جمهورريیس حامد کرزی، دوی ته خپلې ترلاسه کړې تحفې سپاري بلکې له دې مخکې یې څو قلمه تحفې ورسپارلې وې.

دلاوري وویل، دا تحفې د ملت پانګه ده او په پوره امانتدارۍ به په افغانستان بانک کې وساتل شي:

″د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ريیس ته چې په تیرو دیارلسو کلونو کې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو له خوا کومې تحفې ورکړل شوي، نن د اسد په لومړۍ نیټه په رسمي توګه افغانستان بانک ته سپارل کېږي.″

د جمهوري ریاست چارواکو وویل، پخوا تر دی افغانستان بانک ته شاوخوا سل نورې تحفې هم ورکړي دي.

د افغانستان بانک رییس وویل، په یاد بانک یې د دې ډول تحفو د ساتلو په مقصد د یوه موزیم په جوړولو کار پیل کړی دی.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG