د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

صدیقي: حقاني شبکې له عملیاتو مخکې له شمالي وزیرستانه ایستل شوې وه


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ له عملیاتو مخکې د حقاني شبکې مشران د پاکستان د استخباراتو په وسیله خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

د دې ریاست ویاند نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې له حقاني شبکې سربیره د دې شبکې ځیني نورې اړوندې تروریستي ډلې هم نه دي ځپل شوي.

افغان امنیتي چارواکي وایي، چې د شمالي وزیرستان د عملیاتو له پیله دوه اونۍ مخکې د حقاني شبکې اصلي هسته د لسګونه موټرو په وسیله د پاکستان خوندي ځایونو ته انتقال شوې ده.

د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند حسیب صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوی د شمالي وزیرستان عملیات څاري او په خبره یې دا ناکام عملیات دي.

ښاغلي صدیقي وویل، چې د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې هیڅ نړېوال تروریست ته زیان نه دی اوښتی.

زموږ معلومات ښيي، چې د دې عملیاتو له پیله مخکې د حقاني شبکې ګڼ مشران او د نورو تروریستي شبکو غړي د وزیرستان له تریننګ ځایونو نه انتقال شوي دي، ځیني یې کورمې ایجنسۍ، د کراچۍ سیمو، کویټې او ان اسلام اباد ته انتقال شوي دي.

د ملي امنیت ویاند زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې د حافظ ګل بهادر او لشکر طیبه ډلې تروریستان هم نه دي ځپل شوي.

پاکستاني ځواکونو شااوخوا څلویښت ورځې وړاندې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد عملیات پیل کړل او ژمنه یې وکړه، چې په دې عملیاتو کې به له توپیر پرته ټول ترهګر په نښه کړي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې تر اوسه یې په دې عملیاتو کې نږدې څلورنیم سوه ترهګر وژلي دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز ډابېنزهم د سې شنبې په ورځ په کابل کې وویل، چې پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی، چې په دې عملیاتو کې د حقاني شبکه هم ګډه وډه شوې ده.

خو د ملي امنیت ریاست ویاند حسیب صدیقي وایي، چې تر اوسه یې د دې عملیاتو ګټه نه ده لیدلې، بلکې وایي، چې د شمالي وزیرستان له عملیاتو سره په سیمه کې امنیت نور هم خرابه شوی دی.

همدا لامل دی، چې د دې عملیاتو له امله تر اوسه هیڅ مشهور تروریست نه وژل شوی او نه نیول شوی دی، د پاکستان دې عملیاتو نه یوازې دا چې کومه ګټه نه درلوده، بلکې په سیمه کې د بۍ نظمۍ او بې ثباتۍ لامل هم شوي.

د دې عملیاتو په پيل کې د پاکستان صدر اعظم نوازشریف له افغان ولسمشر حامد کرزي سره تیلفوني خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې حقاني شبکه به هم په دې عملیاتو کې له منځه یوسي.

خو د افغانستان د امنیتي چارواکو له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري، چې پاکستان کې دې ژمنه هم وفا نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG