د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۱۶

نړۍ

بل کلنټن: د اچ ای وي ایډز وژونکي ناروغۍ ختمول نژدې شوي دي

د امریکا پخواني ولسمشربل کلنټن د اچ ای وي ایډز په اړه یوه نړېوال کنفرانس ته په وینا کې ویلي چې د دغې وژونکي ناروغۍ ختمول نژدې شوي دي.

کلنټن نن په میلبورن کې د ایډز شلمي کلنۍ غونډې ته ویلي چې؛ له ایډزه پاکې نړۍ ته نژدې شوي دي.

خو کلنټن ویلي چې؛ لاهم شاوخوا دوه میلیونه کسان په اچ ای وي ویروس اخته دي او میلیونونه نورلاهم درملنې ته لاسرسی نه لري.

ملګروملتونو ۲۰۳۰ کال ټاکلی چې باید ترهغه وخته ایډز له منځه تللی وي.

په نړۍ کې شاوخوا پنځه دیرش میلیونه وګړي په اچ ای وي ایډز اخته دي.

کلنټن هغو شپږو استازو ته هم خپل درناوی وړاندې کړ چې؛ په مالیزیایې الوتکه کې همدغه کنفرانس کې د ګډون لپاره روان وه خو په اوکرایین کې راولویدله او مړه شول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نن په پاکستان کې د سترې محکمې یواځېنۍ ښځينه قاضي عایشه ملک لوړه وکړه

عایشه ملک

نن په پاکستان کې د سترې محکمې د یواځېنۍ ښځينه قاضي عایشه ملک لوړه وکړه.

دا د پاکستان لپاره چې د فعالانو په خبره قوانین یې د ښځو لپاره سخته دي بې ساری اقدام بلل کېږي.

عایشه ملک د امریکا په هاروارد پوهنتون کې درس ویلی او دوه لسیزه یې د پنجاب په عالي محکمه کې د قاضي په توګه دنده مخته وړې.

د پاکستان د سترې محکمې د غړې په توګه د هغې ټاکل کېدو وار دمخه د یو شمېر مذهبي ګوندونو او ځینو قاضیانو غبرګونونه پارولي وو.

قاضي عایشه ملک هغه وخت مشهوره شوه چې تېرکال یې په لاهور عالي محکمه کې د ښځو د پېغلتوب یا ورجېنېټي طبي معاینه لغوه کړه او دا یې سپک کار وباله ځکه د هغې په خبره په دې عمل سره د جنسي تېریو ښکار شویو ښځو او د تورنو ښځو عزت ته زیان اوړي.

د ارمنستان ولسمشر له خپلې دندې استعفی وکړه

د ارمنستان ولسمشر

د ارمنستان ولسمشر، ارمن سرکیسیان له خپلې دندې چې تر ډېره تشریفاتي بڼه لري، استعفی وکړه.

ده ویلي د ملي بحران پر مهال پر پالېسیو د نفوذ نه درلودلو له کبله له خپلې دندې استعفی کوي.

د هغه د دفتر وېب سایټ پرون په یوه یوه اعلامیه کې د ده په وینا ویلي، ولسمشر په اوسنیو بحراني شرایطو کې چې ملت او هېواد ورسره مخامخ دی، پر محلي او بهرنۍ پالېسۍ د نفوذ اړتیا وړ ابزارونه نه لري.

۶۹ کلن سرکیسیان ویلي، دا پرېکړه یې د احساساتو له مخې نه ده کړې، بلکې یو مشخص منطق ورته لري.

سرکیسیان د ځینو مسایلو له کبله د صدراعظم نیکول پاشینیان له منتقدانو و، په ځانګړي ډول د بېلتونپالې سیمې نګرنو-قره باغ پر سر له اذربایجان سره د شپږو اوونیو د جګړې پر مهال.

د ۲۰۲۰کال هغه جګړه د روسیې په منځګړیتوب د سولې د یوې موافقې له کبله پای ته ورسېده.

په سوریه کې د کرد ځواکونو او داعش ډلې په نښته کې ۱۳۶ کسان وژل شوي

کردي ځواکونه

په سوریه کې د امریکا له ملاتړ برخمن کرد ځواکونو او داعش یا اسلامي دولت ډلې په یوه تازه نښته کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۶ ته پورته شوی.

دا خبره د سوریې د وضعیت یوې څارونکې ډلې چې مرکز یې لندن کې دی راپور کړې ده.

څلور ورځې مخکې د سوریې په حسکه ښار کې د داعش ډلې د بندي جنګیالیو د خلاصون لپاره د دې ډلې وسله والو په یوه زندان ډله ییز برید وکړ.

د زندان ساتونکو کرد پوځیانو چې د امریکا ملاتړ ورسره دی په بریدګرو باندې عملیات وکړل.

په نښتو کې د داعش څلور اتیا غړي او ۴۵ کرد جنګیالي چې په کې د زندان داخلي امنیتي کسان هم شامل دي وژل شوي.

له کله چې د اسلامي دولت ډلې خلافت ړنګ شو دا لومړی وار و چې د دې ډلې جنګیالي په سوریه کې یو لوی برید وکړ.

د راپورونو له مخې د سوریې په حسکه ښار کې په زندان باندې د برید پر مهال لږ تر لږه اووه ملکیان هم وژل شوي.

امریکا هغه بېړۍ نیولې چې له ایرانه یې "چاودېدونکي اومه مواد" لېږدول

ایراني نظامي کښتۍ

د امریکا سمندري ځواکونو یوه بېړۍ نیولې چې له ایرانه یې"چاودېدونکي اومه مواد" لېږدول.

سمندري ځواکونو پرون اعلان وکړ چې د عمان په خلیج کې یې دا کښتۍ له څلوېښت ټنه کیمیاوي سرې سره نیولې.

دغو ځواکونو زیاته چې له دې سرې نه د چاودیدونکو توکو په جوړولو کې کار اخیستل کېدای شي.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چې دې کښتۍ له ایرانه حرکت کړی و او په هغه لوري روانه وه چې مخکې د یمن حوثي یاغیانو ته وسلې وړل کېدې.

ایرانی چارواکو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.


امریکا، اسراییل او ځینو عربي هېوادونو ایران تورن کړی چې په عراق، سوریې او یمن کې خپلې نیابتي جنګي ډلې تمویلوي.

په روسیې د کرونا ویروس؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۶۳ زره پېښي ثبت شوي

روسیه

په روسیه کې نن یکشنبه د کرونا ویروس د مثبتو پېښو بې ساری لوړ شمېر ثبت شوی دی.

په دغه هېواد کې د ۲۴ ساعتونو پر مهال د کرونا ویروس ۶۳ زره ۲۰۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د دولتي ارقامو له مخې پرون بیا دغه شمېر ۵۷ زره ۲۱۲ او وړمه ورځ ۴۹ زره ۵۱۳ وو.

په روسیه کې دا شمېر په داسې حال کې په بې ساري ډول زیاتېږي چې د کرونا ویروس اومیکرون بڼه چې په چټکۍ په خلکو کې خپرېږي، د روسیې بېلابېلو برخو ته رسېدلې ده.

د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د روسیې ګمارل شوې ډلې نن په ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د ۶۷۹ کسانو مړینه ثبت کړې ده.

قرغزستان پر تحقیقاتي خبریال بولوت تیموروف د مخدره موادو د لرلو تور ولګاوه

د قرغزستان پولیس

د قرغزستان چارواکو پر پېژندل شوي تحقیقاتي خبریال بولوت تیموروف د غیرقانوني مخدره موادو د لرلو تور ولګاوه.

تر دې څو ساعته مخکې امنیتي ځواکونو د دغه خبریال دفتر تالاشي کړ چې د تیموروف په وینا په دې وخت کې امنیتي ځواکونو د ده جېب ته غیرقانوني مخدره مواد واچول.

پر بولوت تیموروف دغه تور نن داسې مهال ولګول شو چې ده د یوه زورور سیاستوال د کار و بارونو په اړه یوه څېړنه خپره کړه.

دغه خبریال پرون ناوخته د ده پر دفتر د پولیسو تر چاپې وروسته ونیول شو، خو د کورنیو چارو وزارت له ودانۍ دباندې تر اعتراضونو وروسته خوشې کړای شو.

د اعتراضونو پر مهال خبریالانو، د بشري حقونو او نورو فعالانو د دغه خبریال د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي تیموروف او د هغه همکار نظروف د غیرقانوني مخدره موادو د لرلو په تور نیول شوي دي.

امریکا: په عمان خلیج کې مو د کیمیاوي سرې د لېږد کښتۍ ضبط کړي

ارشیف؛ عمان خلیج

د امریکا د متحدو ایالاتونو سمندري ځواکونو نن وویل، په عمان خلیج کې یې هغه کښتۍ ضبط کړې چې کیمیاوي سره یې لېږدوله.

د دغو ځواکونو په خبره، له دې سرې د منفجره موادو په جوړولو کې هم کار اخیستل کېږي او کښتۍ له ایرانه پر هغه لار روانه وه چې مخکې ترې د یمن حوثي یاغیانو ته وسلې قاچاق شوي دي.

د امریکا سمندري ځواکونو وویل، تېره سه شنبه یې د عمان خلیج په نړیوالو اوبو کې هغه کښتۍ ضبط او تالاشي کړې چې تېرکال د یمن ساحلي ساتونکو ته د زرګونو میله وسلې د لېږد پر مهال نیول شوې وه.

په بحرین کې دېره د امریکا سمندري ځواکونو وویل، د امریکا د ګزمې یوې کښتۍ هغه بې نښانه کښتۍ ودروله، چې له ایرانه تېرېده او پر هغه لار روانه وه چې پخوا د یمن حوثي یاغیانو ته د وسلو د لېږد لپاره کارول شوې ده.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چې د ۲۰۲۱کال په فبرورۍ میاشت کې یې هم د کب نېولو همدغه بې نښانه کښتۍ چې په زرګونو میله وسله، لاسي بمونه، راکټ لانچرونه او نور مهمات یې لېږدول، کشف او ضبط کړې وه.

دا تحول داسې وخت راځي چې سعودي عربستان او امریکا پر ایران تور لګولی چې د یمن حوثي یاغیانو ته د بې پېلوټه الوتکې او میزاییلو د پرزو په ګډون نور پوځي تجهیزات لېږدوي، خو تهران دا تورونه ردوي.

په جرمني کې د کرونا ویروس د اومیکرن بڼې پېښي زیاتې شوې

جرمني 

جرمني وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د اومیکرون بڼه ډېره خپره شوې ده.

د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېرې پېښې په پلازمېنه برلین کې ثبت شوي او له یوې اوونۍ راهیسې د ورځې په متوسط ډول یولک تنه په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د جرمني رابرت کوخ انستیتیوت ویلي چې له دې سره په یو وخت د دغه هېواد نیمايي وګړو تقویتي واکسین کړی دی.

د جرمني یوه وتلي ویروس پېژاند اولیور کیپلر ویلي چې ژر به د هېواد روغتونونه له هغو ناروغانو ډک شي چې د کرونا په اومیکرون بڼې اخته شوي دي.

که څه هم د کرونا اومیکرون بڼه ژر خپرېږي خو ویل کېږي چې شدت یې د کرونا تر نورو ډولونو کم دی.

د ۲۰۱۹ په پای کې د کرونا وبا د خپرېدو له پیله تراوسه پورې په جرمني کې څه باندې ۸ ملیونه او ۶ لکه تنه په دې ویروس اخته شوي دي.

امریکا او ایران د دواړو لورو د موقتي موافقې په اړه د روسیې وړاندیز رد کړ

ارشیف: د اتومي تړون خبرې

امریکا او ایران د ایران د اتومي موافقې په اړه د دواړو خواوو ترمنځ د موقتي موافقې په اړه د روسیې وړاندیز رد کړ.

راپورونه وايي چې روسیې په وروستیو کې د ایران د اتومي موافقې د احیا کېدو لپاره وړاندیز کړی چې د اوس وخت لپاره دې یوه موقتي موافقه وشي.

اېن بي سي نیوز ټلوېزیوني شبکې د دوو امریکايي چارواکو او د کانګرېس د یوه غړي په قول وویل چې روسیې وړاندیز کړی چې د ایران پر اتومي پروګرام د ځینو محدودیتونو د بیا لګېدو په بدل کې دې پر دغه هېواد بندیزونه لېرې شي.

د روسیې له لوري دا وړاندیز په داسې وخت کې شوی چې د ولسمشر بایډن حکومت چارواکو په وروستیو ورځو کې څو ځلې خبرداری ورکړ چې د ایران د اتومي موافقې د احیا کېدو وخت په پای ته رسېدو دی.

نورو امریکايي چارواکو اېن بي سي نیوز ته ویلي چې نه یوازې امریکا بلکې ایران هم د موقتې موافقې په اړه د روسیې وړاندیز رد کړی دی.

روسیې د ځان په اړه د بریتانیې ادعاوې رد کړې

د روسیې بیرغ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا دا ادعا رد کړه چې په اوکراین کې د یوه 'روسیه پلوه' مشر د نصبولو په اړه د روسیې له پلانه خبره ده.

بریتانیا د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ ویلي و چې کریمیلین په اوکراین کې د یوه لاسپوڅي مشر د واک ته رسولو هڅه کوي او د روسیې امنیتي افسرانو د اوکراین له یو شمېر پخوانیو سیاستوالو سره تماس نیولی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د خپل دې تور د ثابتولو لپاره شواهد نه دي وړاندې کړي.

روسیې د اوکراین پولو ته نږدې تر ۱ لک ډېر پوځیان ځای پر ځای کړي خو وايي چې پر اوکراین د یرغل نیت نه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا د تور د ردولو ترڅنګ ویلي چې بریتانیا باید دا ډول ناسم او بې معنی معلومات خپاره نه کړي.

دې وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:" د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د تېرایستونکو معلوماتو خپرېدا ښيي چې د ناټو غړي د اوکراین پر سر کړکېچ ته لمن وهي."

روسیې له امریکا غوښتي چې تضمین ورکړي چې اوکراین ته به د ناټو غړیتوب نه ورکول کېږي خو واشنګټن دا غوښتنه رد کړې ده.

کویټ د باور جوړونې په پار لبناني چارواکو ته ځینې وړاندیزونه کړي

تصویر تزئیني بڼه لري

د کویټ د بهرنیو چارو وزیر د فارس خلیج د تېلو له بډایه هېوادونو سره د باور جوړونې په پار لبناني چارواکو ته ځینې وړاندیزونه کړي دي.

اسوشیتید پرېس خبري اژانس ویلي چې د کویټ د بهرنیو چارو وزیر شیخ احمد ناصر الصباح د فارس خلیج لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې د لبنان، سعودي او د ګاونډیو له بې سارې ډيپلوماتیکي لانجې وروسته بیروت ته سفر کوي.

دا دیپلوماتیکه لانجه د تېر کال په اکتوبر میاشت کې وروسته له هغه رامنځته شوه چې د لبنان د اطلاعاتو وزیر جورج کرداحی د یمن جګړه بې ګټې او د سعودي په مشرۍ ایتلاف یې یرغلګر وباله.

دا لانجه ځينې نورې ژورې رېښې هم لري او هغه دا چې سعودي په سیمه او په ځانګړې توګه لبنان کې د ایران له نفوذه اندېښمن دی.

اوکراین: جرمني د  یووالي د کمزوري کولو او د پوتین د تشویقولو هڅه کوي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر

په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې احتمالي یرغل ته اندېښنې ډېرې شوي، اوکراین تور پورې کړی چې جرمني د " یووالي د کمزوري کولو" او د ولادمیر پوتین د تشویقولو هڅه کوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې " اوکراین ته د دفاعي وسلو د لېږد د امکان د نشتوالي په اړه د جرمني وروستی دریځ د اړیکو له کچې او شته امنیتي وضعیت سره مطابقت نه لري.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د جرمني پر دې خبره خواشیني څرګنده کړې چې ویلې يې دي، اوکراین ته د دفاعي وسلو د لېږد امکان نه شته.

د جرمني د دفاع وزیرې کریستین لامبرخت پرون وویل چې برلین په فبروري میاشت کې اوکراین ته یو ګرځنده روغتون لېږي، خو دا یې رد کړه چې ګواکي کیف ته به وسلې ورکړي.

اوکراین له جرمني غوښتي چې پر خپل دې دریځ له سره غور وکړي.

د 'IPL' بولۍ لپاره نوملېکنه د جنوري په ۲۰مه نېټه پای ته ورسېده

د ای پي اېل سیالۍ

د ۲۰۲۲م زیږدیز کال انډین پریمر لیګ 'ای.پي. اېل' بولۍ لپاره نوم لېکنه د جنوري په ۲۰مه نېټه پای ته ورسېده او ټول '۱۲۱۴' لوبغاړو خپل نومونه ثبت کړي دي چې له دې څخه ۸۹۶ د هند او ۳۱۸ د بهرنیو هېوادونو څخه دي.

د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې د ۲۰۲۲ م زیږديز کال بولۍ مراسم به د فبروري په ۱۲مه او ۱۳ مه نېټه په بنګلور کې ترسره شي.

په دې لیک سږکال دوه نورې لوبډلې لکنهو او احمدا اباد هم وراضافه شوي دي او یادې لوبډلې به د نړۍ مشهور لوبغاړي د لوبو لپاره پېري.

په 'ای.پي.اېل' کې له اسټرالیا ۵۹ له افغانستان څخه ۲۰، له بنګله دیش څخه ۹، د انګلستان څخه ۳۰، له ایرلنډ څخه ۳، د نیوزلنډ څخه ۲۰، له سویلي افریقا څخه ۴۸، سریلانکا څخه ۳۶، د وېسټ انډیز څخه ۴۱ او زمبابوې څخه ۲ لوبغاړو هم نوملېکنه کړې.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لیز ترس مسکو ته ځي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لیز ترس

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لیز ترس له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د خبرو لپاره را روانه میلادي میاشت مسکو ته ځي.

د روسیې خبري اژانس تاس، د بهرنیو چارو وزارت د ځینو سرچینو په حواله دا خبر ورکړی دی.

تاس نن شنبه (د سلواغې ۲مه) د سرچینو په حواله ویلي چې د بهرنیو چارو وزیرې مسکو ته د سفر د فرصت غوښتنه کړې وه چې دا کتنه یې تصویب شوه.

تر اوسه د بریتانیا حکومت د دې سفر په باب تبصره نه ده کړې.

دا به د ۲۰۱۷م کال له ډسمبر میاشتې را وروسته لومړی وار وي چې د بهرنیو چارو یو وزیر روسیې ته سفر کوي.

اوکراین: روسیې د بېلتون غوښتونکو له تشکیلاتو خپل پوځي ملاتړ پراخ کړی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د اوکراین پوځي استخبارات وايي، روسیې په وروستیو اوونیو کې د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو له تشکیلاتو خپل پوځي ملاتړ پراخ کړی دی.

د دې استخباراتي ادارې په وینا په عین حال کې په روسیه کې د اجیرانو فعاله ګمارنه چټکه شوې ده.

د اوکراین پوځي استخباراتو پرون د خپل فېسبوک پر پاڼه لیکلي چې په وروستیو اوونیو کې له روسیې تر ۷۰۰۰ ټُنه زیات سونګ توکي، ټانکونه، توپونه او نور پوځي تجهیزات اوکراین ته لېږدول شوي دي.

مسکو د اوکراین په ختیځ کې په جګړه کې خپل پوځي دخالت رد کړی دی، خو بیا هم قانع کوونکي شواهد شته چې ښيي، په ۲۰۱۴م کال کې د جګړې له پیله روسیې د اوکراین د لوهانسک او ډونیڅک په هغو ساحو کې چې د بېلتونپانو په ولکه کې دي، د دوی پوځي، اقتصادي او سیاسي ملاتړ کړی دی.

د اوکراین د پوځي استخباراتو اعلامیه وايي، د اوکراین په ختیځ کې دجګړې لپاره روسیې د اجیرانو د ګمارنې هڅې هم پراخې کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG