د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

ډابینز:د انتخاباتو ټولې ښکیلې خوواې د رایو د شفاف تفتیش غوښتونکي دي


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، امریکایي چارواکو د افغان ولسمشرحامد کرزي او کاندیدانو په غوښتنه د انتخاباتو د لانجې هواري ته اقدام وکړ.

جیمز ډابېنز د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د رایو له تفتیش وروسته به افغانستان کې داسې حکومت رامنځ ته شي، چې د ټولنې ټول عناصر په کې ځان وویني.

ډابېنز وویل، چې له روژې وروسته به د نړېوالو څارونکو په ملاتړ د رایو د تفتیش بهیرهم ګړندی شي او دې بهیر ته به په دریو شفتونو کې کار کیږي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، چې د رایو د تفتیش د روان بهیر په اړه یې له ولسمشرحامد کرزي، دواړو کاندیدانو او د انتخاباتي کمیسیونونو له چارواکو سره خبرې کړي دي.

جیمز ډابېنر د پاکستان له سفر وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د انتخاباتو ټولې ښکیلې خوواې د رایو د شفاف تفتیش غوښتونکي دي.

ډابېنز د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې امریکا د افغانستان د انتخاباتو په بهیرکې هیڅ ډول لاسوهنه نه درلوده، بلکې د وروستۍ انتخاباتي لانجې د هواري لپاره یې د افغان چارواکو او کاندیدانو په خوښه اقدام وکړ.

نوموړي وویل، چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ موافقې عام خلک خوشحاله او راتلونکي ته یې خوشبینه کړي دي:

″زه فکر نه کوم هغه څه چې موږ وکړل هغه دې لاسوهنه وي، موږ دلته د کاندیدانو او د ولسمشر په بلنه راغلي وو، زما په نظر هغه موافقه چې تیره اونۍ د دواړو کاندیدانو ترمنځ وشوه، له عامو خلکو د آرامۍ لپاره یوه مرسته وه، له دې بهیره پراخ ملاتړ وشو، خلک باوري شول، چې له دې امله به داسې حکومت رامنځ ته شي، چې د افغانستان د ټولنې ټول عناصر په کې شامل وي، البته د بایلونکي او ګټونکي کاندید په شمول.″

ډابېنز وویل، چې د رایو د تفتیش پيل شوی بهیر ټکنی دی، خو وې ویل، چې د نړیوالو څارونکو په مرسته به دغه بهیر له روژې وروسته ګړندی او درې کاري ټیمونه به په ورځ کې درایو تفتیش کوي.

نوموړي وویل، چې له روژې وروسته به هره ورځ کمیسیون د رایې ورکونې دزرو صندقونو د تفتیش وړتیا ولري.

ډابنز په راتلونکي حکومت کې داجرایي شورا جوړښت ته هم اشاره وکړه، خو وې ویل، چې د اجرایی شورا د واک او څرنګوالي په اړه وضاحت نه شي ورکولای:

″زما په نظر دا په دواړو کاندیدانو پورې اړه لري، چې دا تعریف وکړي، خو زما په نظر هدف دا دی، چې یو ولسمشر به وي او هغه به اجرایه شورا رامنځ ته کوي، ددې شورا پوست ته به مشر د بایلونکي ټیم له خوا نومول کیږي.″

له دې وړاندې د عبدالله عبدالله دویم مرستیال محمد محقق ویلي، چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د شوې موافقې له مخې به د اجرایوي شورا مشري بایلونکي کاندید ته ورکول کیږي.

خو د اشرف غني احمدزي دویم مرستیال سروردانش له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا موضوع رد کړه او وې ویل، چې دوی احمد ضیا مسعود ته د اجرایوي شورا مشري په نظر کې نیولې.

جیمز ډابېنر په داسې حال کې د افغانستان په انتخاباتو کې هر ډول لاسوهنه رد کړه، چې له دې وړاندې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال وویل، چې د کاندیدانو د جوړجاړي طرحه کاملآ افغاني وه.

راپور: اسدالله ″لودین″ - کابل

XS
SM
MD
LG