د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

افغانستان له چین سره سوداګرۍز رول مهم بولي


د سوداګرۍ او پانګونې یو شمېر بنسټونه له ۲۰۱۴میلادي کال وروسته په افغانستان کې د چین سوداګرۍز رول مهم بولي او وایي، افغان حکومت باید چیني پانګونې ته خاصه پاملرنه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي په دې نظر دي چې له چین سره د غوره اقتصادي اړیکو ټینګول به د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره ایسا له چین سره د سوداګرۍ په برخه کې اړیکې مهمې بولي او ورسره د اړیکو د پراخولو ډاډ ورکوي.

وروسته له دې، چې چین له افغانستان سره د سوداګرۍزو اړیکو د پراختیا لپاره تیاری وښود افغان چارواکو د دې اعلان هرکلی وکړ او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یې مهمې وبللې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره له چین سره د سوداګریزو اړیکو درلودل یو اساسي ضرورت ګڼي.

د دې خونې د نړېوالو اړیکو د کمیټې ریس اذرخش حافظي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې چین له افغانستان سر ګډ سرحد او ګډې ګټې لري او اقتصادي اړیکې به یې هم د افغانستان اړتیاوې تر یوه حده پوره کړي:

″موږ دې ته اړتیا لرو چې خپل تجارتي اړیکې په لوړه اقتصادي سویه د انرژۍ، صنایعو او خدماتو په برخو کې له چین سره ولرو.

که تاریخي او ګډې سرحدې اړیکې له چین سره پیاوړي شي نو د ګاونډیو هېوادونو په تیره بیا د ایران او پاکستان سره زموږ ډیر ضرورتونه له منځه ځي.″

ښاغلي حافظي وویل، که افغانستان د چین سره د یوه منظم پروګرام په چوګاټ کې ګډې سوداګریزې اړیکې تنظیم کړي نو کولای شي چې د نړۍ له دې دویم اقتصادي هېواده ښه ګته واخلي او په دې توګه افغانستان لویو نړېوالو بازارونو ته لار پیدا کړي.

خو هغه په دې نظر دی چې په هېواد کې پانګونه او د چین تمایلات له مناسبې سیاسي او امنیتي فضا سره تړلي دي.

د چین سره د اقتصاد د پیاوړتیا دا خوشبیني په داسې وخت کې کیږي چې د افغانستان لپاره د چین ځانکړي استازي په افغانستان کې د ثبات لپاره اقتصادي پرمختګ مهم وباله او له افغانستان سره یې په سوداګریزو اړیکو د تمرکز ساتلو خبر ورکړی.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي سن یوشي په تازه څرګندونو کې ویلي چې؛ چین به د افغانستان په تجارت کې لوی نقش ولوبوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي، چې دوی په دې باور دي چې چین به د ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان یو مهم شریک وي.

د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادی راډیو ته وویل چې له چین سره د ښو سیاسي اړیکو درلودل ددې سبب شوي چې له دې هیواد سره سوداګرېزی اړیکې ښې شي:

″د ۲۰۱۴ میلادي کال څخه بیا تر ۲۰۲۵ میلادي کاله پورې چې د بدلون دوره ده د چین هیواد به په افغانستان کې ښه ځای ولري او دا د دواړو هیوادونو غوښتنه ده چې د ۲۰۱۴ کال وروسته خپلې تجارتي او اقتصادي اړیکې پیاوړي کړي.″

ښاغلی قوقندي وویل، چین په ۱۳۹۱ هجري شمسي کال کې افغانستان ته پنځه سوه پنځوس ملیونه ډالره صادرات درلودل چې په ۱۳۹۲ کال کې دا اندازه نوره هم لوړه شوې ده.

په ورته وخت کې ایسا یا په افغانستان کې د پانګونې څخه د ملاتړ اداره په افغانستان کې د چین د هیواد پانګونه د اهمیت څخه ډکه بولي او وایې چې چیني پانګوالو تل د افغانستان په مختلفو سکتورنو کې د پام وړ پانګونه کړې ده.

د دې اداری د عامه اړیکو ریس روح الله احمدزي د چین د پانګونې د اهمیت په اړه ازدای راډيو ته وویل:

″چین هم پخوا او هم اوس د پانګونې په برخه کې لیوالتیا ښودلي ده او خوشبختانه هغه ارقام چې زمونږ اداره یې لري دوی په بیلا بیلو سکتورونو کې پنځه ویشت ملیونه او نهه لکه ډالره پانګونه کړې ده

د چین هیواد پانګونه مونږ ته ډيره د اهمیت وړ ده او مونږ هیله لرو چې په راتلونکي کې هم دوی د پخوا په څیر خپله پانګونه وکړي.″

په ورته وخت کې د افغان حکومت چارواکي په دې نظر دي چې د دې ټولو علاقو سره د پانګونې په اړه د چین ډيرې کړي ژمنې د سیاسي او امنیتي ستونزو له امله نه دي عملي شوي.

یو شمېراقتصادی کارپوهان په دې نظردي چې که په هېواد کې راتلونکې حکومت د غوره اقتصادي پلانونو درلودونکی او له امریکا سره هم امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي نه یوازي چین بلکې د نړۍ ډیر نور هېوادونه به حاضرشي چې په افغانستان کې لویې پانګونې وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG