د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

ډابینز: د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې حقاني شبکه تیت او پرک شوي


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز ډابېنز وایي، د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې حقاني شبکه تیت او پرک شوې او دوی ته ډاډ ورکړل شوې، چې دا شبکه به نور ګواښ نه رامنځ ته کوي.

ډابېنز نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه ډاډ یې له پاکستاني چارواکو سره ترلیدو کتو وروسته حاصل کړی دی:

″زموږ په باور حقاني شبکه د نورو تروریستانو په څیر خطرناکه ده، دا شبکه له وزیرستانه ویستل شوې، موږ ته پاکستاني چارواکو ډاډ راکړئ، چې دوی ته به شمالي وزیرستان ته د بیا راتلو اجازه نه ورکول کیږي او دغه راز به د پاکستان په نورو سیمو کې هم فعالیتونو ته نه پریښودل کیږي.″

ډابېنزدغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې د شمالي وزیرستان عملیاتو د دوی قناعت نه دی ترلاسه کړی.

خو ډابېنز وویل، چې دوی به په راتلونکې کې هم د پاکستان د عملیاتو اغیز وڅاري.

XS
SM
MD
LG