د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

سن یوشي: ای. ایس ای د تروریزم پر ضد جګړه کې اغیزمن رول لوبوي


د افغانستان لپاره د چین ځانګړۍ استازي وايي؛ د پاکستان حکومت او استخباراتي اداره یا ای ایس ای د تروریزم پر ضد جګړه کې اغیزمن رول لوبوي.

هندي رځپاڼې "ده هندو" لیکلي "سن یوشي" چې ټاکل شوې ده راتلونکې سه شنبه کابل ته ورسیږي؛ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل؛ دی به له پاکستاني و هندي مقاماتو سره وویني او د افغانستان په بیارغونه کې به د دغو هیوادونو د رول او همکارۍ به باب خبرې وکړي.

په دې اړه چې افغان ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې میشته لشکر طیبه ډله په هرات ولایت د هند پر قونسلګرۍ د وروستي برید مسوله بللې ده؛ د کابل لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي؛ دی په دې اړه له تازه تحولاتو خبر نه دی.

سن یوشي ویلي، دی باور لري، چې د پاکستان حکومت او یا کومه بله اداره یوازې د تروریزم پر ضد مبارزه کوي.

د چارو کارپوه نصر الله ستانکزي وايي؛ چین د پاکستان ستراتیژیک دوست دی او د افغانستان لپاره د چینايي استازي خبرې هم پر همدې اساس څرښیږي.

افغانستان او هند په وار وار ویلي چې، د دواړو هیوادونو په ناکرارۍ کې هغه وسله واله ډلې لاس لري چې؛ د پاکستان د پوځ او ای ایس ایس لخوا يې روزنه او ملاتړ کیږي.

افغان امنیتي چارواکي او د هند حکومت ټینګار کوي چې؛ د پاکستان د استخباراتو له ملاتړه برخمنې وسله والې ډلې په افغانستان کې د هند پر دیپلوماتیکو اهدافو او ګټو په شوو بریدونو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG