د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

چین: ښايي امریکا د یوې مودې لپاره په افغانستان کې خپلې پوځي اډې وساتي


د افغانستان لپاره د چین د حکومت نوي استازي سن یوشي نن وویل؛ په افغانستان کې روان وضعیت څرګندوي چې؛ امریکا ښايي د یوې مودې لپاره هلته خپلې پوځي اډې وساتي.

سن یوشي په پیکنګ کې خبریالانو ته وویل؛ چین د تروریزم پر ضد مبارزه کې له افغانانو سره د امریکا د همکارۍ هرکلی کوي:

"امریکا ښايي په افغانستان کې د اوسنی وضعیت او د حالاتو د څارنې لپاره خپلې پوځي اډې تر یوې مودې هلته وساتي او د افغانستان له خلکو او حکومت سره به د تروریزم په وړاندې د هغوی په مبارزه کې مرستې ته دوام ورکړي چې موږ یې هم هرکلی کوو."

د چین د بهرنیوچارو وزارت وايي، د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او له دې هیواد سره د خپل ستراتیژیک شراکت لا پراختیا ته متعهد دی.

د چین حکومت ویلي چې، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو هدف په ټوله سیمه کې د ثبات؛ سولې او پرمختګ ساتنه او ملاتړ دی.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازي سن یوشي، تر دې مخکې هم په کابل، نوي ډیلي، روم او وارسا کې د خپل هیواد د ډيپلوماتیک استازي په توګه کار کړی دی.

داسې انګیرل کیږي چې، په افغانستان کې افراطي ډلې او د چینايي مسلمانانو (ایغور) وسله وال، د دواړو هیوادو پر ګډه پوله تګ راتګ کوي.

د افغانستان لپاره د چین نوي ټاکل شوي استازي دا امکان نه دی رد کړی چې؛ ښايي ایغور وسله وال په دې هیواد کې وي:

"تر کومه ځایه چې زه پوهیږم، یو شمیر ایغور وسله وال د تروریزم پر ضد په نړیواله مبارزه کې له منځه ولاړل. یو شمېر نور امریکا ونیول او ګوانتنامو ته يې ولیږدول. خو د هغوی څومره کسان اوس په افغانستان کې پاتې دي؟ ماته یې شمیر نه دی معلوم."

د رپوټونو په حواله، د افغانستان لپاره د چین نوي ټاکل شوی استازی ښايي د سه شنبې په ورځ کابل ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG