د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

معتصم: طالبان په افغانستان کې بیا واک ته نه شي رسیدلای


امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د جمهوري ریاست د دوهم دورانتخاباتو د رایو د بیاڅیړنې د ورو حرکت او ځنډ په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

که چېرې د رایو څیړنه یا بیا شمېرنه په همدې ډول روانه وي، نو د اګست میاشتې تر وروستیو پورې به هم ترسره نه شي.

ورځپاڼه لیکي:

د جمهوري ریاست د ټولو رایو څیړنه یا بیا شمېرنه له پیل وروسته، له خنډونو سره مخامخ شوه او د دواړو ټیمونو استازي سلا نه شول چې ناپاکې رایي څنګه تشخیص او باطلې کړي.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، د اتو میلونو رایو دا څیړنه د کاندیدانو ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرجان کري په منځګرتوب د شوي توافق پر اساس، د پنجشنبې په ورځ پیل شوې ده.

د توافق له مخې، دواړو کاندیدانو ژمنه کړې چې رایي به د دوي د استازو او مستقلو نړېوالو څارونکو له خوا د ملګروملتونو تر څار لاندې څیړل کیږي. خو په طرزالعمل کې دا مساله نه ده روښانه شوې چې رایي به د کومو معیارونو له مخې باطلیږي. ځیني څارونکي او د کاندیدانو ملاتړې وایي، دا عملیه قوي نه ده.

وال سټریټ ژورنال د عبدالله عبدالله د ټیم د یوه غړي خبره راخیستې چې وایي، دا یوه ډرامه ده. خلکو ډير ژر د ارامۍ احساس وکړ.

خو ورځپاڼې د اشرف غني احمدزي د ټیم د یوه غړي فیض الله ذکي خبرې هم راخیستې چې وایي:

د شنبې په ورځ چې د رایو د څیړنې په عملیه کې کوم ځنډ رامنځ ته شو، هغه یوازې یوه تفریح وه. ذکې وایي، په مجموعې ډول د رایو د څیړنې عملیه د قناعت وړ ده.

ډیلي ټیلګراف:

انګلستان چاپ، ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د طالبانو د یوه جګ پوړې مشر آغاجان معتصم دا خبره د سرلیک په ډول لیکلې چې: طالبان په افغانستان کې بیا واک ته نه شي رسیدلای.

ورځپاڼه لیکي:

اغا جان معتصم د افغانستان د شخړې په اړه یو قاطع او جدي نظر څرګند کړی او وایي، طالب وسله وال له دي وروسته داسې کوم ملاتړ نه لري چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسیږي.

ډیلي ټیلګراف زیاتوي، د طالبانو دغه مشر د پاکستان ایکسپرس تربیون ورځپاڼې سره مرکه کې دا هم ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به طالب وسله وال خپل مشروعیت له لاسه ورکړي او یو ځل بیا یي دا خبره تکرار کړه چې د افغانستان ستونزه باید د خبرو او مذاکرو له لارې حل شي.

ډیلي ټیلګراف وړاندې ليکي:

د طالبانو مشراغا جان معتصم دا څرګندونې په ډیرحساس وخت کې کړي دي. د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ د رایو د بیا شمېرنې یا څیړنې لانجه روانه ده او طالبانو په دې وروستیو کې حملو ته زور ورکړی دی.

خو معتصم په دې باور دی چې دا مهال شرایط د ۱۹۹۶ م کال په پرتله ډير توپیر لري.

طالبانو هغه مهال امینتي خلا ډکه او په کابل کې یي واک تینګ کړی و. خو دا مهال نړۍ د افغانستان د ملي پوځ او حکومت ملاتړ کوي او له طالبانو سره د افغانستان د خلکو ملاتړ هم نشته. د اغاجان معتصم په وینا، په ۱۹۹۶م کال کې افغانانو ځکه د طالبانو ملاتړ کړی و چې دوي له جګړه مارانو څخه بیخي په تنګ شوي وو.

ډیلي ټیلګراف د اغا جان معتصم د خبرو په دوام کې لیکي:

طالبان خپله جګړه د بهرنیانو په موجودیت کې توجیه کوي، خو که بهرنیان له دې هېواده ووځي او بیا هم طالبان جګړو ته دوام ورکړي، په هغه صورت کې به د دوي جګړه د اسلام پرضد عمل وبلل شي.

XS
SM
MD
LG