د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۴

"د هلمند د امنیه قومندانۍ په رهبري کې بدلونونه راوړل شوي"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د هلمند د سنګین ولسوالۍ دامنیتي وضعیت له څیړنې وروسته پریکړه وشوه چې؛ د دې ولایت د امنیه قومندانۍ د رهبرۍ په کچه باید ځینې بدلونونه راولي.

د دې وزارت د راپور له مخې د هلمند امنیه قوماندان عبدالقیوم باقي زوي پرځای،د دې قومندانۍ د امنیت پخوانۍ امر جمعه ګل همت د هلمند د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل؛ دغه ګام یې په هلمند ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه والي په هدف پورته کړی:

"د کورنیو چار وزوارت په سنګین ولسوالۍ کې له جګړو وروسته د امنیتي وضعیت د څرنګوالي په هدف د قابلیتونو په ځانګړې توګه د رهبرۍ په اړه څیړنه وکړه او پریکړه پردې شوه چې؛ د کارونو د ښوالي لپاره په رهبري کې ځینې تغیرات رامنځ ته شي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د هلمند پخوانی امنیه قوماندان یو تجربه لرونکي افسر یاد کړ او وايي چې، په دولتي پوسټونو کې ادلون بدلون یو طبعي او معمول امر دی.

د دې وزارت د معلوماتو په اساس له دې نه وړاندې ښاغلي باقي زوی د غزني په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې د امنیه قوماندان په توګه دندې ترسره کړې او په پام کې ده، چې دی په راتلونکې کې په یوه نوې دنده وګمارل شي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو ځینې استازي د حکومت دغه اقدام بې ګټې بولي او وايي چې، په امنیه قومندانۍ کې تغیرات د هلمند ستونزه نه شي حل کولای.

د ولسي جرګې غړي عبدالحی اخند زاده ازادي راډیو ته وویل؛ حکومت باید د دې پرځای د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د پولیسو ستونزې حل کړې وای:

"دغه شرایط چې اوس په هلمند کې دي چې؛ هلته جګړه روانه ده، دغو تغیراتو او بدلون ته اړتیا نه و، هلته زیاتې ستونزې وې چې، باید په پام کې نیول شوې وای هلته د پولیسو کمښت و، تشکیل بشپړ نه و، په ورته وخت کې باید سیمه ییزو پولیسو ته هم پاملرنه شوې وای."

د راپورونو له مخې نږدې یوه میاشت وړاندې د هلمند ولایت د نوزاد، سنګین، موسی کلا او کجکي ولسوالیو کې لسګونو وسله والو پر افغان امنیتي ځواکونو پراخې حملې وکړې.

افغان امنیتي چارواکي وايي چې، د دې حملو په ځواب کې حکومتي ځواکونو وسله والو مخالفانو ته د رانه زیانونه اړولي او د دې ولسوالۍ یوشمېر سیمې یې له وسله والو پاکې کړې دي.

خو په ولسي جرګه کې د هملند د خلکواستازي بیا وايي؛ چې اوس هم په شدت سره په سیمه کې جګړه روانه ده او افغان امنیتي ځواکونو کومه لاس ته را وړنه نه لري.

ویل کیږي چې د دې جګړو له امله لسګونه،افغان امنيتي ځواکونه،بې ګناه ملکي وګري او وسله وال مخالفان وژل شوي او همدرانګه د جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG