د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

مظاهره چیان: ښکیلې غاړې دې په جګړو کې ملکي خلکو ته پام وکړي


په کابل کې لسګونو محصلینو په جګړو کې د ملکي تلفاتو د زیاتیدو په ضد لاریون وکړ او د جګړې له ښکیلو غاړو یې وغوښتل چې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.

لاریون کوونکو له حکومته هم وغوښتل چې د ملکي تلفاتو عاملین ونیسي او لازمه سزا ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې د روژې په مبارکه میاشت کې په پکتیکا، هلمند، کندهار او ځیني نورو ولایتونو کې په موټر بم چاودنو او مخامخ جنګونو کې لسګونه ملکي کسان وژل شوي دي.

دغه لسګونه محصلین د دوشنبې په ورځ د ملي شورا مخې ته راټول شوي وه او له حکومته یې وغوښتل، چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې د جنګ له ټولو خواوو او د بمي چاودنو له عاملینو وغوښتل چې د ملکي کسانو وژنه بس کړي او ټولې خواووې باید د دوامداره سولې لپاره کار وکړي.

دې محصلینو د لاریون په پای کې یو پریکړه لیک هم ولوست، چې یوه برخه یې د سید فرهاد هاشمي له خوا داسې ولوستل شوه:

″موږ د ټولو خواوو څخه غواړو چې د ملکي وګړو له وژلو هرڅومره چې زر وي ډډه وکړي.

د ولسي جرګې څخه هم زموږ جدي غوښتنه دا ده چې په اجرایې قوه فشار رواړي چې د تروریستي حملو عاملین او د ماشومانو، ښځو او بې ګناه سړیو قاتلین ونیسي او ورته جزا ورکړي.″

دوی په خپلو څرګندونو کې له حکومت او سوداګرو وغوښتل، چې د پکتیکا د وروستۍ پیښې په ګډون د جګړې د نورو قربانیانو له کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.

په دې وروستیو کې په پکتیکا،هلمند، کندهار او ځیني نورو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړو، ماینونو او انتحاري حملو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېرغړو د محصلینو سره په لاریون کې برخه واخیسته او دوی ته یې ژمنه ورکړه چې د اجراتو په اړه به ددوی غوښتنې د ولسي جرګې تر تالاره او بیا حکومتي مسولینو ته ورسوي.

د دې جرګې یوې غړي فاطمې عزیز په سیمه کې ازادۍ راډیو ته وویل:

″واقعا د دوی غږ د اوریدلو وړ ده او باید چې واوریدل شي زه په دې فکر یم چې د افغانستان حکومت، پارلمان او د افغانستان ټول خلک باید یو بل ته لاس ورکړي او د هغې ظلم په وړاندې چې نن د افغانانو په وړاندې کیږي ودریږي.

دا غوښتنه ما په پارلمان کې شریکه کړې او بیا به هم ستاسې غږ ورسوم.″

له دې وړاندې ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG