د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

هالنډي کارپوهان اوکراین کې د الوتکې د سقوط ځای ته ځي


د هالنډي کارپوهانو یوه ډله نن د اوکراین په ختیځ کې د اندونیزیا د هوايي چلند د الوتکې د سقوط ځای ته ځي.

دا مسافر وړونکې الوتکه د تیرې پنجشنبې په ورځ د اوکراین په ختیځ کې وویشتل شوه او لږترلږه ۱۹۲ هالندي وګړي په کې ووژل شول.

د هالند صدراعظم نن وویل، د پيښې له ځایه خپرو شویو عسکونو ټکان ورکړی ځکه څرګندیږي چې د پيښې د قربانیانو په وړاندې خورا بې باکي کیږي.

مارک روت وویل چې؛ د وژل شویو هالنډیانو د جسدونو لیږدولو ته پرهرڅه لومړیتوب ورکوي او د دوی کارپوهان به د جسدونو د پيژندلو هڅه وکړي:

″د پيښې له ځایه په عکسونو ټکان راکړی ځکه لیدل کیږي چې د دې غمیزې په ځای کې په بې احترامۍ او د بشپړو څيړنو د اصولو خلاف چلند کیږي.

جسدونه او د مړو شویو خلکو وسایل ظاهرا، لا هم د الوتکې تر ټوټو او کثافاتو لاندې دي.″

مارک روت وویل، لږترلږه د قربانیانو وسایل چې د پښې په ځای کې موندل کیږي، باید د هغوي کورنیو ته وسپارل شي.

د استرالیا صدراعظم توني ابوت هم نن وویل چې؛ د پيښې په وړاندې سر – سري چلند کیږي او داسې نه ګڼل کیږي چې یو لوی ناورین پيښې شوی وي.

د استرالیا صدراعظم د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې کړې دي:

″د پوتین ټولې خبرې ښې وې. اوس به وکتل شي چې عمل یې هم د خبرو په څير ښه ثابت شي.″

د مالیزیا د هوايي چلند په الوتکه کې دیرش اسټرالیایي وګړي هم سپاره وو.

د امنیت شورا دپلوماتانو پر ټویټر ویلي، چې نن به د لیتوانیا، اسټرالیا او فرانسې د وړاندیز پراساس د الوتکې د سقوط ځاي ته د خپلواکو څيړونکو د ورتګ د اجازې پر طرحه رایي ګیري وشي.

رپوټونه وايي، دوه سوه مړي او د جسدونو ټوټې چې پرون د پيښې په ځاي کې را غونډ شوي وو ، په څلورو یخچالونو کې ځای پرځای شوي دي.

د اوکراین د صدراعظم مرستیال ولادیمیر ګرویسمن ویلي لږترلږه دوه سوه نړیوال څارونکي ور رسیدلي دی او موندل شوي جسدونه به د خارکیف ښار یوه لابراتوار ته ولیږدول شي:

″که څيړونکو هغې سیمې ته د ورتګ پریکړه وکړه موږ د هغوي د لیږدولو او د څيړنې لپاره د ټولو ضروري موادو د برابرولو بشپړه تیاري لرو خو د بیلتون غوښتونکو په تر کنټرول لاندې سیمه کې د هغوي امنیت د اندیښنې عمده مسله ده ځکه د اوکراین حکومت یې هلته د امنیت ډاډ نه شي ورکولاي.″

د فرانسې خبري اژانس د اوکراین د اضطراري حالاتو د ادارې په حواله وايي چې ټول ۲۵۱ مړي او د جسدونو ټوټې تراوسه را غونډ شوي دي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان یوه ویاند د اوکرایني څيړونکو په حواله ویلي چې یو شمیر جسدونه سوځيدلي او ښايي له پيژندګلوۍ وتلي دي.

د مالیزیا د هوايي چلند د الوتکې تر سقوط دری ورځې وروسته هم نړیوالو څيړونکو ته محدوده اجازه ورکړ شوې وه چې د پيښې ځاي ته ورشي.

د بریتانیې، فرانسې او جرمني مشرانو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې او پر هغه یې غږ کړی چې له خپل نفوذه کار واخلي څو د اوکراین په ختیځ کې وسله وال نړیوالو څیړونکو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

خو په دونتیڅک کې د بیلتون غوښتونکو وسله والو لخوا د اعلان شوي جمهوریت صدراعظم الکساندر بروداي رد کړې چې بیلتون غوښتونکي د نړیوالو څيړونکو په کار کې مداخله کوي.

بروداي ټینګار کړی چې مړي، د الوتکې توره ډبه [بلک باکس] او نور تخنیکي وسایل به د مالیزیايي څيړونکو ډلې ته وسپارل شي:

″زه درته ویلای شم چې د الوتکې ځیني تخنیکي وسایل موږ پيدا کړي چې فکر کوو د الوتکې توره ډبه [بلک باکس] به هم په کې وي او ټول دونیڅک ته لیږدول شوي. ټول زما تر کنټرول لاندې دي او د ځانګړو سازمانونو استازو ته منتظر یو چې دا وسایل ورته وسپارو.″

د اوکراین د ملي دفاع او امنیت شورا مشر پرون ویلي وو چې د الوتکې د سقوط شاوخوا دیرش کیلومتر مربع ځاي څيړنو ته ځانګړی شوی دی.

XS
SM
MD
LG