د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

جنرال اسداله: د ۳۹شمېرې په اړه رامنځته شوي ذهنیت عواید کم کړي


د افغانستان د ترافیکو مسئولین وایي، د ځینو خلکو له خوا موټرو ته د ۳۹ نمبر پلیټ د نه اخستو له امله، د دوی عواید کم شوي دي.

د کابل د ترافیکو مدير د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، ځیني خودغرضه کسان غواړي چې د خپلو ناروا ګټو په خاطر ځیني موټرلرونکي د ۳۹ نمبر له اخیستلو منع کړي.

ده له رسنیو، دیني عالمانو او خلکو وغوښتل چې د دې ناوړه فرهنګ د مخنیوي لپاره دې، د خلکو د ذهنونه روښانه کولو ته هڅې وکړي.

د کابل د ترافیکو مسئولین وایي، سره له دې چې ۳۹ شمېره د شریعت، فرهنګ او مدني اصولو له مخې هیڅ بدوالی نه لري، خو ځیني خلک نه غواړي چې خپلو موټرو ته د ۳۹ لرونکي شمېرې نمبر پلیټ ولګوي.

د کابل د ترافیکو مدیرجنرال اسداله د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دې ذهنیت د دوې په اداري چارو منفي اثر کړی او په عوایدو کې کموالی راوستی دی:

″د ترافیکو اداره یوه خدماتي اداره ده چې په کال کې دولت ته شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ عاید ورکوي.

تر اوسه باید دولت ته څه کم یومیلیارد افغانۍ رسیدلی وای خو دا چې ځیني خلک ۳۹ نمبر پلیټ نه اخلي، په دی عوایدو کې کمی راغلی دی″

د ترافیکو مدیر دا هم وویل، په یولک موترو کې دوه زره، څلورسوه او نهه دیرش داسې نمرې جوړیږي چې ۳۹ نمره یې د پلیټ په سر، منځ او یا په پای کې واقع کیږي، نو څرنګه چې دا نمرې مسلسلې او د دولت په ادارو کې راجستر شوي، بدلول یي ناممکن دي.

ده له رسنیو، دیني عالمانو، مدني ټولنو او خلکو هیله وکړه چې د دې بې معنی او بې مفهومه ذهنیت په لیرې کولو کې د تبلیغاتو له لارې، له موږ سره مرسته وکړي.

خلک وایي، ځیني موترپلورونکي د ۳۹ نمبر په هکله د موټرو خاوندانو ته منفي تبلیغات کوي چې موتر ځیني په کمه بیه ترلاسه کړي.

د کابل ښار یوه اوسیدونکی اخترمحمد ازادۍ رادیو ته وویل:

″د یو ښاري په توګه زما په نظر دا شمېره نه شرعي، نه حقوقي، نه مذهبي، ریښه لري بلکې یو تبلیغ او توطیه ده چې ځینو خلکو د خپلو ګټو لپاره خپره کړې ده.

په قرانکریم او د ژوند په ټولو معاملو کې ۳۹ نمره شامله ده، باید ویي منو.″

دا مسئله څه موده مخکې هم راپورته شوې وه، خو دیني عالمانو یې په هکله ویلي وو چې په قران شریف کې ۳۹ نمبر ایت، ډیر ارزښتناکې مسئلی تشریح کړي دي او هر څوک چې د دې نمرې په هکله ناوړه تبلیغات کوي، هیڅ بنیاد نه لري.

له دې وړاندې یو شمېرځوانانو هم په ټولنیزو سایټونو له هغې ډلې فیس بوک کې ددې شمېرې په وړاندې مبارزه پیل کړې وه او د خپلو پروفایلونو په تصویرکې یې نهه دیرش شمېره لګولې وه.

اوس هم ټوله هیله له ځوانانو، دیني علماوو او د ښونځیو ښوونکو ده چې ددې ناوړه ذهنیت په وړاندې مبارزه وکړي او دغه ستونزه له منځه یوسي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG