د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۳۰

خبرونه

په کونړ کې د وسله والو طالبانو په حمله کې یو سرحدي پولیس وژل شوی

په کونړ کې د وسله والو طالبانو په حمله کې یو سرحدي پولیس وژل شوی او یو بل هم ټپي شوی دی.

د کونړ امنیه قومندان جنرال عبدالحبیب سیدخیل ازادۍ راډیو ته وویل، دغه پيښه تیره ورځ ناوخته په سرکاڼو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

نوموړي په یاده پيښه کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د یوه بل خبر له مخې تیره ورځ پاکستاني ملیشې د دانګام ولسوالۍ په ګوریګا سیمه کې د ډیورڼد کرښې د صفري نقطې څخه ۵۰۰ متره د افغانستان خاورې ته راوښتي دي.

د کونړ امنیه قومندان زیاته کړه چې؛ پاکستانیو ملیشو له افغان چوپانانو څخه ۱۵۰ څاروي له ځان سره وړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د خوست د سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکي: د سپېرې سړک دې اساسي جوړ شي

د خوست د سپیرې ولسوالۍ سړک

د خوست د سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکي غوښتنه کوي چې یادې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک چې خوست او پکتیکا ولایتونه هم سره نښلوي، په اساسي ډول ورغول شي.

دوی زیاتوي، وروستیو ورښتونو د دې سړک ځینې برخې ویجاړې کړي او که ژر جوړ نه شي، نو د موټرونو د تګ او راتګ په مخ به وتړل شي.

د سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکی نور محمد ازادي راډیو ته وویل، په تېرو شلو کالونو کې نه یوازې د یادې ولسوالۍ بیارغونې ته پام نه دی شوی، بلکې اساسي سړک يې هم تر ډېره خام پاتې شوی دی.

دی زیاتوي: "د سپيرې د تنګي اوسېدونکو دې سړک ته په تیرو شلو کالونو کې هېڅ کار نه دی شوی، که هر څومره مو غوښتنه کوله، غږ مو چا نه اورېده، یوازې دا لویدلی ځای نه دی چې دا جوړ شي، اساسي غوښتنه مو دا ده چې دې سړک ته باید استنادي دیوالونه جوړ شي، څو چې دا خلک له دې ستونزو او مشکلاتو څخه خلاص شي."

بل لوري ته طالب چارواکي د سپېرې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې پرځای بولي او زیاتوي چې د سړک د ویجاړو شوېو برخو په رغولو يې کار پیل کړی او د ټول سړک د اساسي جوړولو سروې هم ترسره شوې ده.

ددې ولایت لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو رئیس مولوي احمدالله احمد وايي، له ښاره بهر د سړکونو ساتنه او رغونه د دوی له دندو څخه دي، خو په اوس وخت کې د وسایطو د نشتون ستونزه لري.

ده وویل، که وسایط ورکړل شي، نو دوی به د سړکونو هرې زیانمنې برخې رغونې ته ژر، ژر رسېدنه کوي.

دی وايي: "د خوست ولایت د ټولګټو چارو ریاست وسایط په تېر نظام کې سوځیدلي دي، نو موږ وسایل نه لرو، په اړه مو په کراتو د ولایت مقام څخه هم غوښتنه کړې ده او له دې سره-سره مو د وزارت څخه هم غوښتنه کړې ده، وزارت موږ سره وعده کړې ده، انشاالله وسایط به راکړي او انشاالله په اینده کې به د ښه خدمت جوګه وګرځو. "

د سپیرې ولسوالي شااوخوا پنځوس کیلومتره لېرې د خوست ښار په سویل لویدیځ لوري کې پرته ده چې ډېری سیمې يې غریزې دي او خلک يې د غرونو په نارو او درو کې اوسېږي.

بایډن وایي، د ده په باور روسیه ښایي پر اوکراین برید وکړي

د روسیې او اوکراین ګډ بیرغونه

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د ده په باور روسیه ښایي پر اوکراین برید وکړي خو د ده په خبره روسي ساري یې ولادیمیر پوتین تراوسه د دغه برید په اړه پرېکړه نه ده کړې.

بایډن چې پرون یې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه د دندې د یوه کال د پوره کېدو په لومړني خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې، دغه راز څرګنده کړه چې که روسیه دغه برید وکړي نو له سختو اقتصادي پایلو سره به مخامخ شي.

بایډن زیاته کړه، پر اوکراین برید به د روسیې لپاره یو ناورین وي چې مسکو ته به ډېر ځاني، اقتصادي او سیاسي زیانونه واړوي.

د لویډیځ او روسیې ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې روسیې شااوخوا سل زره پوځیان له اوکراین پولې سره ځای پرځای کړل.

مسکو پر اوکراین د برید احتمال رد کړی، خو کیف د روسیې پر وړاندې له لویدیځه د وسلو د مرستې غوښتنه کړې ده.

په دې ترڅ کې د بریتانیا مرستې د تېرې شنبې په ورځ کیف ته ورسېدې.

روسیې په ۲۰۱۴ کال د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه جلا او له خپلې خاورې سره ملحق کړه.

د کابل هوایي ډګر ته څېرمه پر یوه کور برید؛پنټاګون یې ویډیو خپره کړې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

پنټاګون هغه ویډیو له محرمیت څخه ایستلې او خپره کړې چې د کابل هوایي ډګر ته څېرمه پر یوه کور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید څرنګوالي ښکاره کوي.

په دې برید کې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په وروستیو ساعتونو کې وشو، لس ملکي وګړي ووژل شول.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دغې ویډیو یوه کاپي د امریکا د مرکزي قواوو د قوماندانۍ پر وړاندې د حقوقي دعوا د معلوماتو د ازادي د یوه قانون له مخې ترلاسه کړې او هغه یې په خپله وېب پاڼه کې ایښي.

دا لومړی ځل دی چې د دغه برید په اړه چې د اګسټ په ۲۹ وشو، ویډیویي تصاویر خپریږي. پنټاګون چې په لومړي سر کې یې د دغه برید دفاع کوله وروسته یې هغه یوه تراژیکه تېروتنه وبلله.

د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې دغه ۲۵ دقیقه یي ویډیو کې دوه MQ-9 ریپر ډرون الوتکې، له برید مخکې، د برید په حال کې او له هغه وروسته د برید د ځای صحنې ښکاري. په دې کې ښکاري چې توغندي د یوه کور په حویلي کې پر یوه موټر لګیږي. په تصاویرو کې د حملې ځای ته نژدې یو شمېر کسان هم ښکاري چې ګرځي راګرځي.

د امریکا پوځ ویلي و چې حمله یې په هغه سخت دریځي کړې وه چې دوی ګومان کاوه په افغانستان کې به د اسلامي دولت ډلې یا داعش پورې تړلی وي او ممکن د کابل هوایي ډګر ته نژدې چې ورڅخه د خلکو د ایستلو بهیر لا روان و، بم چاودنه وکړي.

تر دغه برید درې ورځې مخکې په دې هوایي دګر کې په یوه انتحاري حمله کې چې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی و، ۱۳ امریکایي سرتیري او له ۱۶۰ زیات افغانان ووژل شول.

د امریکا د مرکزي قواوو قوماندانۍ وروسته ومنله چې پر هغه ډریور یې چې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی هغه د اسلامي دولت ډلې یا داعش سره اړیکه نه ده درلوده بلکې د زمري احمدي په نوم له یوې امریکایي موسسې سره یې کار کاوه.

بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه د پرېکړې دفاع وکړه

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې له دې پرته بله هېڅ لاره نه وه.

بایډن چې پرون چهارشنبې (د مرغومي ۲۹مه) یې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه د دندې د یوه کال د پوره کېدو په لومړني خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې، هغو انتقادونوته چې پرده د دغو ځواکونو د ایستلو په خاطر شوي وویل، د خپلو اقداماتو په خاطر به بښنه ونه غواړي.

دی وايي: "له شلو کلونو وروسته له افغانستانه د وتلو لپاره هېڅ ساده لاره نه وه او نه هم ممکنه وه چې دغه کار به کله وکړئ. زه د هغه څه په خاطر چې کړي مې دي بښنه نه غواړم. زه خپلو هغو سرتیرو، ښځو او سړیو ته ډېر اندیښمن وم چې د کابل هوایي ډګر کې په لیکه کې په یوه تروریستي برید کې ووژل شول."

جو بایډن زیاته کړه، د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرېکړې له مخې باید دغه ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د مې د میاشتې تر پایه له افغانستانه وتلي وای او که موږ غوښتي وای چې هلته پاتې شي نو باید د شلو زرو او ۲۵ زرو ترمنځ نور ځواکونه مو باید دې هېواد ته استولي وای.

د امریکا د ولسمشر بایډن د پرېکړې له مخې ټول امریکایي ځواکونه د تېرکال د اګسټ تر۳۱مې پورې له افغانستانه ووتل، خو تر وتلو دوه اوونۍ مخکې یعنې د اګسټ په پنځلسمه یې طالبانو کابل ونیو.

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله نن پاکستان سره مخ کیږي

د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله

د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله به نن پنجشنبه (د مرغومي ۳۰مه) د پاکستان پر وړاندې د مسابقې میدان ته راووځي.

دا په وېسټ انډیز کې د کرکټ تر نولسو کلونو د کشرو لوبډلو په نړیوال جام کې د افغانستان دوهمه سیالي ده.

وړمه ورځ (سې شنبې) افغان لوبډلې پاپونیوګینې ته په ۱۳۳ منډو ماتې ورکړه.

د افغانستان او پاکستان د کرکټ تر نولسو کلونو د کشرو لوبډلو سیالي به د افغانستان په وخت د مازدیګر په ۵ بجې د وېسټ انډیز په تاروبا لوبغالي کې پیل شي.

تر نړیوال جام مخکې د پاکستان تر نولسو کلونو کشرې لوبډلې په اسیايي جام کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

کابل کې د ایران سفیر له حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره ولیدل

حامد کرزی او عبدالله عبدالله

په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې د عالي شورا له مخکیني مشر عبدالله عبدالله سره په تهران کې د ایراني چارواکو او طالبانو د وروستۍ کتنې په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه کښلي چې د ایران له سفیر سره یې په تهران کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او ایراني چارواکو ترمنځ د تېرې اوونۍ د کتنې په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ماښام له یوه پلاوي سره تهران ته لاړ او د ایران له بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره سره وکتل.

طالب پلاوي د ایران په منځګړیتوب د هرات له پخواني والي اسماعیل خان او د ملي مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره هم خبرې وکړې، خو راپورونه وايي چې کوم جوړجاړي ته ونه رسېدل.

کونړ کې د یوه طالب قوماندان په ګډون۴ تنه ووژل شول

د افغانستان په نقشه کې د کونړ ولایت

په کونړ کې پرون چهارشنبې(د مرغومي ۲۹مه) د طالبانو د یوه قوماندان په شمول ۴ تنه ووژل شول.

د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي نجیب الله د جرمني خبري اژانس ته وویل، په نرنګ ولسوالۍ کې پر یوه موټر چې د طالبانو یو قوماندان او ملکیان په کې سپاره وو، د یوه سړي په ډزو د ۴ تنو د وژل کېدو ترڅنګ ۹ تنه نور ژوبل شول.

طالبان وايي چې حمله کوونکی د سیمې یوه کور ته پناه یووړه او کله چې د کور خاوند د قاتل له ورسپارلو ډډه وکړه، هغه ووژل شو او حمله کوونکی ونیول شو.

طالب چارواکي وايي چې له حمله کوونکي څخه تحقیقات روان دي.

ویل کېږي چې ممکن د دې برید انګېزه شخصي دښمني وي.

د کونړ یوه قومي مشر بیا ویلي، دې پېښه کې د ۴ طالبانو په شمول ۶ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.

یوه بل قومي مشر ویلي چې حمله کوونکي تر دې پخوا څو ځلي داعش او بیا طالبانو ته اوښتی، خو په وروستیو کې طالبانو ته تسلیم شوی و.

دغه قومي مشر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، دا خبره رد کړه چې ګنې حمله د شخصي دښمنۍ پر اساس شوې ده. د ده په باور که حملې د شخصي دښمنۍ انګېزه لرله، نو پر یوه تن به یې ډزې کړې وې نه پر ګڼو.

ملګري ملتونه: د افغان مېرمنو بې روزګاري ۱۶ سلنه زیاته شوې

افغان مېرمنې

د ملګروملتونو د کار نړیوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغان مېرمنو بې روزګاري په سلو کې ۱۶ زیاته شوې ده.

د دې ادارې پر اساس، اټکل کېږي چې په روان ۲۰۲۲ کې د افغان ښځو بې روزګاري ۲۲ سلنې ته زیاته شي.

د کار د نړیوالې ادارې په وینا، د ۲۰۲۱ کال په وروستیو درېيو میاشتو کې په افغانستان کې نژدې ۵ سوه زره کاري فرصتونه له لاسه وتلي او اټکل کېږي چې د روان ۲۰۲۲ تر نیمايي پورې به ۹ لکه نور کاري فرصتونه له منځه لاړ شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ښځې له کاره منع شوې او په دې هېواد کې اقتصادي او بشري بحران پراخ شو.

امریکايي پولیسو یو دوه تابعیته د بندیزونو د سرغړونې په تور نیولی

ارشیف، امریکايي پولیس

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو پولیسو یو دوه تابعیته ایرانی – امریکايي د ایران پرضد د امریکا د بندیزونو د سرغړونې په تور نیولی دی.

د متحدو ایالاتونو د عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ۴۴ کلن کامبیزعطار کاشاني د جنورۍ په ۱۴مه د ایران مرکزي بانک ته د وسایلو او ټکنالوژۍ د لېږلو له هڅې وروسته په شیکاګو ښار کې ونیول شو.

امریکا د ایران د مرکزي بانک په شمول د دغه هېواد پر یو شمېر دولتي ادارو د وسایلو او خدماتو پلور په دې خاطر منع اعلان کړی چې د تروریستي ډلو لپاره کار کوي.

که کامبیز کاشاني محکوم شي، تر ډېره سزا یې ۲۰ کاله حبس او یو میلیون ډالره جریمه ده.

د روسیې ولسمشر له خپل ایراني ساري سره په مسکو کې ولیدل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ایراني ساري ابراهیم رييسي سره

په داسې حال کې چې د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د تاریخي اټمي موافقې د احیا لپاره خبرې روانې دي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون چهارشنبې(دمرغومي ۲۹مه) له خپل ایراني ساري ابراهیم رييسي سره په مسکو کې ولیدل.

محافظه کار ملا ابراهیم رييسي چې تېر کال د ایران ولسمشر شو، ویلي چې د دوو راتلونکو لسیزو لپاره د دوو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ د اسنادو طرحه یې مسکو ته وړاندې کړې ده.

ريیسې ویلي چې ایران له روسیې سره د اړیکو د پراختیا لپاره هېڅ محدودیت نه لري.

پوتین د سوریې د بحران په شمول په نړیوالو مسالو کې د دوو هېوادونو د همکارۍ هرکلی وکړ.

مسکو او تهران په خپل منځ کې غښتلې سیاسي، اقتصادي او پوځي اړیکې لري او د سوریې په کورنۍ جګړې کې د بشار الاسد کلک متحدان دي.

د امریکا ۲ مخابراتي شرکتونه هوايي ډګرونو ته نږدې د '۵G' انټرنیټ ځنډوي

ارشیف، عکس تزیني بڼه لري

د امریکا دوو سترو مخابراتي شرکتونو 'اې. ټي.اېنډ. ټي' او 'ورایزن' موافقه وکړه چې د الوتکو په پروازونو کې د خنډ د نه پېښېدو په خاطر به هوايي ډګرونو ته نژدې د انټرنیټ د پنځم نسل یا فایف جي کارول وځنډوي.

دغو دوو کمپنیو د موبایل ټېلیفونونو لپاره فایف جي انټرنیټي خدمات چمتو کړي چې د لسګونو میلیونو خلکو لپاره د انټرنیټ سرعت د پام وړ لوړوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې پرېکړې هرکلی وکړ، ویې ویل چې دا اقدام د مسافرو په سفر کې د خنډ مخه نیسي او په عین حال کې دا امکان برابروي چې څه باندې ۹۰ سلنه بې سیمه انتنونه له پروګرام سره سم کار ته دوام ورکړي.

خو له دې سره-سره د امریکا د هوايي ملکي چلن فدرالي ادارې ویلي چې د فایف جي د خدماتو په نتیجه کې نوي محدودیتونه لاهم د الوتنو په پروګرامونو کې ستونزې پېښوي.

د امریکا یوه هوايي شرکت ډیلتا ویلي، د فایف جي د خدماتو پیل مثبت بدلون دی خو د فایف جي انټرنیټ پرازیتونه د الوتکو پر ځینو حساسو الو لکه په ارتفاع سنجوونکې باندې منفي اغېز کولی شي.

د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې ماین چاودنه؛ یو کس مړ او بل ټپي دی

د افغانستان نقشه

د کونړ مرورې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې یو تن وژلی او یو يي ټپي کړی دی

په کونړ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبان سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف د پېښې په اړه تېر ماخوستن ازادۍ رادیو ته وویل، ماین په مرورې ولسوالۍ کې د سورلیو په یو سراچه موټر چاودېدلی او په کې ۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

حنیف وایي:" د مرورې ولسوالۍ کې د سورلۍ پر یو موټر ماین چاودلی دی،یو تن په کې مړ دی او بل په کې ټپي دی.تراوسه موږ دغه معلومات ترلاسه کړي دي."

په کونړ کې دا دوهمه پېښه ده چې د نهو ساعتونو په جریان کې رامنځ ته کېږي،لومړۍ پېښه تېره ورځ لس نیمې بجې په نرنګ کې د شخصي دښمنۍ له امله پر یو موټر وسله وال برید و چې په کې د طالبانو په ګډون ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او ماښام اوو بجې بیا په مرورې ولسوالۍ کې پر یو سراچه ډوله موټر د سرک غاړي ماین چاودنه وه چې په کې یو تن وژل شوی او بل ټپي دی.

له قزاقستانه د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت سازمان د سرتیرو ایستل بشپړ شول

روسي سرتیري

له قزاقستانه د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت سازمان د سرتیرو ایستل بشپړ شول.

د قزاقستان حکومت په الماتي کې له مرګونو مظاهرو وروسته له دغو سرتیرو غوښتي و چې د امنیت او نظم د ټینګښت لپاره ورشي.

دغلته د جنورۍ په لومړیو کې د تېلو د بیو د لوړوالي پر ضد مظاهرې پيل شوې چې وروسته یې لمن ټول هېواد ته ورسېده او په تاوتریخوالي واوښتې.

په قزاقستان کې د روسیې سفیر الکسي بورو دافکین او د ډله ییز امنیت سازمان یوه مسؤل ویلي، د سولې د ساتنې عملیات پای ته ورسېدل.

قزاقستان ته د روسیې، ارمنستان، قرغزستان، تاجکستان او قزاقستان سرتیري استول شوي وو.

د روغتیا سازمان مشر:کرونا وبا د نړۍ په هېڅ ځای کې پای ته نږدې شوې نه ده

تدروس ادهانوم ګبریسوس

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس وایي،کرونا وبا د نړۍ په هېڅ ځای کې هم پای ته نږدې شوي نه ده.

نوموړي دا څرګندونې پرون په جینوا کې د ډبلیو اېچ او په مرکز کې خبریالانو ته وکړې.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کرونا د نوې بڼې اومیکرون پېښې په بیړه د خپرېدو په حال کې دي او پرې د اخته کسانو شمېر بې ساری ښودل شوی دی.

ګبریسوس ویلي، اومیکرون د بستري کېدو او مړینې لامل کېدلی شي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله سبا له پاکستان سره لوبه کوي

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله سبا د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې له پاکستان سره لوبه کوي.

دا لوبه د ویست انډیز په تاروبا لوبغالي کې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په وخت ماښام پنځه بجې پېلیږي.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له پاپو نیو ګېني لوبډلې د ۱۳۵ منډو په توپیر وګټله او اوس د خپلې دویمې لوبې لپاره تیاری نیسي.

له پاکستان وروسته افغان لوبډله له زمبابوې سره لوبه کوي او که د خپل ګروپ مخکښه لوبډله شي، د نړیوال جام کواټر فاینل سیالیو ته لار کولای شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG