د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

ملګروملتونو د رایو د تفتیش د بهیر د بیا پیلېدو هرکلى وکړ


یوناما د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو رایو د تفتیش د بهیر د بیا پیلېدو هرکلۍ کړی.

د یوناما یوې ویاندې ازادۍ راډیوته وویل، ملګري ملتونه هیله لري چې دا بهیربه په ټاکلې موده کې پای ته ورسېږي.

په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې نن به د رایو د تفتیش لپاره نورو ټیمونو ته دنده وسپارل شي.

د رایو د تفتیش بهیر پر رای پاڼو د لاسلیک د تشخیص او اعتبار پر سر د لانجې له کبله ځنډېدلی و، خو پرون ماسپښین پیل شو.

یوناما د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ټولو رایو د تفتیش د بهیر د بیا پیل د هرکلي ترڅنګ هیله لري چې دا بهیر به په ډېر زور او قوت سره پرمخ ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما یوې ویاندې ازادۍ راډیو ته وویل، چې نه یوازې ملګري ملتونه بلکې د افغانستان ټول خلک سترګې په لار دي چې د رایو د تفتیش بهیر ژرترژره ختم او نتیجه یې روښانه شي.

د یوناما ویاندې نیلاب مبارزله دواړو انتخاباتي ټیمونو وغوښتل چې په راتلونکي کې دې هم د اختلاف او یا د ناوړه تفاهم په صورت کې ستونزې په خبرو اوارې کړي.

د رایو د تفتیش بهیر د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شو او د دواړو ټیمونو ترمینځ د اختلاف له کبله د شنبې په مازیګر ودرول شو خو پرون بیا پیل شو.

د دواړو انتخاباتي ټیمونو ترمینځ د اختلاف ټکی څه و، او څنګه حل شو.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي وویل، چې د تفتیش د بهیر د چټکولو لپاره په پام کې ده نن نورې ډلې هم په کار وګمارل شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر مخکې ویلي و، چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ټولو رایو د تفتیش بهیر ښايي په یوه میاشت کې بشپړ شي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو دواړو کاندیدانو- اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د متحدوایالاتو د بهرنیوچارو د وزیر جان کري په منځګړتوب موافقه وکړه چې؛ د دوهم پړاو انتخاباتو ټولې رایې به تفتیش کېږي او ګټونکی کاندید به د ملي وحدت حکومت جوړوي.

XS
SM
MD
LG