د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

فلسطین: د اسراییلو په تازه حملو کې نژدې نوي تنه وژل شوي


ولسمشربارک اوباما پرون د اسراییلو صدراعظم ته وویل د امریکا د بهرنیو چارو وزیربه ډېر ژرمصر ته ولاړ شي څو په غزه کې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ اوربند ټینګ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ په غزه کې د اسراییلو پوځي عملیات روان دي او په پرونیو جګړو کې درنه مرګ ژوبله پېښه شوه.

فلسطیني چارواکي وايي، اسراییلو څه کم نوي فلسطینیان وژلي او اسراییلي چارواکي وايي دیارلس سرتېري یې د حماس ډلې له خوا وژل شوي.

په همدې حال کې د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون د اسراییلو د توغندیو او توپونو په ډزو په غزه کې د لسګونو فلسطینیانو وژنه یو بېرحمانه عمل بللی او غندلی یې دی.

بان چې منځني ختیځ ته د سفر په لومړي پړاو کې پرون په دوحه کې خبرې کولې د اسراییلو د تېرو دوو اونیو د عملیاتو چې په نتیجه کې یې څه باندې څلورسوه فلسطینیان ووژل شول د سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه.

پرون د تېرو دوو اونیو جګړو ترټولو خونړۍ ورځ وه. د اسراییلي چارواکو په وینا دیارلس تنه اسراییلي سرتېري د حماس ډلې له خوا ووژل شول خو فلسطیني چارواکي بیا وايي، اسراییلي پوځ لسګونه فلسطینیان چې اکثرملکیان دي وژلي.

د راپورونو له مخې اکثر فلسطیني قربانیان د هغو یو ساعته عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول چې اسراییلي ځواکونو له اسراییلو سره د غزې سرحد ته نژدې په شجاعیه سیمه کې ترسره کړل. راپورونه وايي، چې یوازې په دې سیمه کې شپېته کسان ووژل شول چې ډېره برخه یې ملکي وګړي وو.

د فلسطیني چارواکو په وینا په غزه کې د اسراییلي پوځ د نژدې دوو اونیو عملیاتو په ترڅ کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېره ۴۲۵ ته رسېدلې په داسې حال کې چې دوه زره نور ټپیان دي خو د اسراییلو له لوري اتلس سرتېري او له غزې توغول شویو توغندیو یو ملکي وژلی دی.

د اسراییل د پوځ لوی درستیز بېني ګنتز Benny Gantz د شنبې په ورځ وویل چې د حماس له لوري د اسراییل پر قلمرو د راکټي حملو د بندولو په مقصد پوځي عملیات به دوام وکړي:

″موږ د پوځي عملیاتو د ځمکنۍ برخې د پراخولو په پړاو کې یو. دا پړاو هم د دښمن د ځپلو او هم یې د ظرفیتونو د له مینځه وړلو لپاره په پوره زور او بریالیتوب په غزه کې پیل شو.

زموږ نیت دادی چې د دې عملیاتو پراختیا ته د اړتیا تروخته دوام ورکړو. زموږ قواوې په جګړه کې ښکېلې دي او ښايي سختې شېبې په مخکې وي.″

په همدې حال کې ولسمشر بارک اوباما د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته په ټلفوني خبرو کې ویلي دي چې په غزه کې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د اوربند ټینګولو د هڅو په ترڅ کې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري ډېرژر مصر ته سفر کوي.

خو په دې اړه د سپینې ماڼۍ په بیان کې چې پرون خپور شو د کري د سفر نېټه نه ده ښودل شوې. په بیان کې چې د اوباما او نتنیاهو د ټلفوني خبرو لیکلې بڼه خپره شوې راغلي چې اوباما د فلسطینيانو او په تېره د ملکي وګړو د تلفاتو د شمېرې پر زیاتېدو او د اسراییلي سرتېرو پر مرګ ژوبله اندېښنه څرګنده کړه.

په تېرو څلورو ورځو کې دا دوهم ځل دی چې دواړه مشران په خپلو کې ټلفونی خبرې کوي.

د اوربند مخکینۍ غوښتنه مصر کړې وه چې حماس رد کړه. غزه د فلسطیني قلمرو هغه سیمه ده چې د حماس تر ولکې لاندې ده.

XS
SM
MD
LG