د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

د اوکراين بېلتونپال وايي د ماليزيا هوايي شرکت د الوتکې توربکس يې موندلى


د اوکراين په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو مشر وايي د ماليزيا هوايي شرکت د نسکورې شوې الوتکې تور بکس يا (بلک باکس) موندل شوى او د ملکي هوايي چلن نړيوال سازمان ته به يې وسپارل شي.

الکساندر بوروداني چې ځان د دونيڅک په خپل سر د اعلان شوي جمهوريت صدراعظم ګڼي نن يوه کنفرانس ته وويل روس پلوه بېلتونپالو تور بکس ته ورته د الوتکې يوه پرزه موندلې.

بوروداني وويل د ياغيانو جنګياليو تور بکس ته ورته دغه پرزه دونيڅک ته چې د بېلتونپالو په کنټرول کې دى، انتقال کړې ده.

د بېلتونپالو نورو مشرانو بيا په تېرو درېيو ورځو کې څو ځلې د دغه بکس د موندلو ادعاوې کړې خو وروسته يې بېرته رد کړې دي.

بېلتونپال ځواکونه د روسيې پولې ته څېرمه توريز ښارګوټي ته نژدې سيمه په خپله ولکه کې لري، د ماليزيا دغه الوتکه په همدې ځاى وويشتل شوه او ٢٩٨ تنه سورلۍ يې ووژل شوه.

راپورونه وايي د وژل شويو کسانو له جملې د ١٩٦ کسانو مړي د پېښې له ځايه بل ځاى ته انتقال شوي دي. دغه مړي تر اوسه په هغه ځاى کې پراته وو.

د ځينو راپورونو له مخې څرګنده نه ده چې دغه مړي چېرې انتقال شوي دي. خو رويټرز خبري اژانس وايي، د رېګاډو کارکوونکو ادعا کړې چې ځينې مړي د توريز ښارګوټي د رېلګاډي په تمځاى کې د واګونونو يخچالونو ته انتقال شوي دي.

د اوکراين د اضطراري خدماتو د ادارې وياندې نتاليا بېسترو بيا وويل، دولتي کارکوونکو او ياغيانو ١٩٦ مړي راټول کړل، خو د هغې په خبره ياغيانو وروسته دغه مړي يوه نامعلوم ځاى ته يووړل.

د روسيې ټلويزيوني چينل روسيه ٢٤ راپور ورکړى، چې دغه مړي د دونيڅک د مړو د ساتلو خاص ځاى ته انتقال شوي دي.

د ماليزيا هوايي شرکت دغه الوتکه چې د شا و خوا لسو زرو مترو په ارتفاع له امستردام نه کوالالمپور ته روانه وه، تېره پنج شنبه د اوکراين په ختيځ کې وويشتل شوه.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي دغه الوتکه په اوکراين کې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سيمې نه په توغول شوي ميزاييل ويشتل شوې ده.

XS
SM
MD
LG