د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۴۱

"حامدکرزي موږ له هغه زیات پیژندلو، څومره چې موږ دی پیژانده"


په افغانستان کې د ناټو ځواکونو یو پخوانی قوماندان وایي، جمهور ریس حامد کرزی د پاکستان په وړاندې د امریکا له سیاسته خوشاله نه دی.

په واشنګټن کې د سولې په انسټیټوټ کې په یوه ناسته کې چې د کرزي میراث په نوم جوړه شوې وه جنرال جان الن وویل، کرزي موږ له هغه زیات پیژندلي وو، څومره چې موږ دی پیژانده.

جنرال الن چې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو قوماندان وه، وویل جمهور رییس کرزي په افغانستان کې له قومونو څخه ښه پیژندګلوي درلودله.

د جان الن په وینا ښاغلي کرزي به خورا پیچلي ستونزې داسې حلولې چې دوی به یې توان نه درلود.

ښاغلي الن د سولې په انستیتیوت کې د خبرو پرمهال کرزی یو ملت خوښونکی او وطنپال افغان بللی دی.

XS
SM
MD
LG