د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

غازي: وروسته له درې کلونو "نوی کابل بانک" دواړو سیسټم ته برابر شو


د نوي کابل بانک چارواکي غواړي چې؛ د دې بانک سرنوشت په دولتي یا هم د خصوصي سکتور په چوکاټ کې معلوم شي.

د دې بانک ریس د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د نوي کابل بانک میاشتني درې لکه ډالره مصرف چې د دولت له بودیجې ورکول کیږي ممکن د هېواد په اقتصاد منفي اغیزه وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وایي، چې دوی به ډير ژر د نوي کابل بانک په اړه جوړه شوي طرح د وزیرانو شورا اقتصادي کمیټې ته وړاندې کړي.

د دې طرحې له مخې به د وزیرانو شورا اقتصادي کمیټه پریکړه وکړي، چې نوی کابل بانک خصوصي کړي او که په دولتي چوکاټ کې پاته شي.

د نوي کابل بانک چارواکي وایي، چې دا بانک د دواړو دولتي او خصوصي سیستمونو تطبیق ته چمتو دی او د سرنوشت په اړه یې باید ژر تر ژره پریکړه وشي.

ددې بانک ریس مسعود موسی غازي د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې نوی کابل بانک باید نور خصوصي سکتور ته وسپارل شي، یا په دولتي چوکاټ کې په دې شرط پاته شي، چې لګول شوي محدودیتونه ترې لرې شي.

ښاغلي غازي وویل، که نوی کابل بانک له دې وروسته د پانګونې او قرضې ورکولو جواز واخلي نو کولای شي انکشاف وکړي.

ښاغلی غازي وایي، چې اوس مهال د نوي کابل بانک میاشتني مصارف درې لکه ډالرو ته رسیږي او د هغه په وینا دا پیسې د دولت له بودیجې ورکول کیږي.

هغه وویل، که دا پروسه دوام وکړي نو کولای شي د هېواد په بودیجه ناوړه او منفي اغیزه وکړي.

د نوي کابل بانک دا مسول په دې باور دی، چې خصوصي سکتور ته د دې بانک د سپارلو د تیاریو په خاطر دی بانک په تیرو دریو کلونو کې د پانګونې خورا ښه فرصتونه له لاسه ورکړي دي.

د یادونې وړده چې څه موده وړاندې په خصوصي سکتور د خرڅلاو لپاره، نوی کابل بانک داوطلبی ته وړاندې شو، خو د هغو دوه کمپنیو پیشنهادات چې د دې بانک اخیستونکي وو د وزیرانو شورا له خوا رد شول.

له هغې وروسته دا مسله د کابینې اقتصادي کمیټې ته وړاندی شوه ترڅو د دولت یا خصوصي سکتور په چوکاَټ کې د نوي کابل بانک د ساتلو په اړه پریکړه وکړي.

د افغانستان بانک چارواکي وایې، چې د دې لپاره چې د نوي کابل بانک د خرڅلاو په وخت کې خصوصي سکتور ته کومه ستونزه پیدا نشي دې بانک ته د پانګې اچولو او قرض اجازه نده ورکړل شوي.

د افغانستان بانک مرستیال خان افضل هډه وال ازادی راډیو ته وویل دا مسله ددی سبب شوه چې تر دې مهاله د نوي کابل بانک مصارف ډير او عواید یې کم شي.

په ورته وخت کې د افغانستان دمالیی وزارت چارواکي وایې چې د نوي کابل بانک په اړه به دوه طرحې چې یوه د نوموړي بانک د خصوصي کیدو او بله هم په دولتي چوکاټ کې د نوي کابل بانک د فعالیتونو په اړه ده په نزدی راتلونکي کې د وزیرانو شورا اقتصادی کمیټې ته وسپارل شي.

د مالیې وزارت د خزاینو ریس ازادی راډیو ته وویل که نوی کابل بانک خصوصي سکتور ته وسپارل شي نو ښه پرمختګ کولای شي خو که دولت وغواړي چې دا بانک پر مخ بوځي نو ډيرې پانګونې ته ضرورت شته چې د هغې په وینا د دولت سره د دومره بودیجې امکانات کم دي.:

″طرح تیاره ده او دا طرح د کابینې اقتصادي کمیټې ته لیږل کیږي،اقتصادي کمیټه به هدایت ورکړي چې ایا بانک وساتل شي او که بیا خصوصي کیدو ته وړاندې شي.

مونږ په دې اړه خپلې څیړنې کړي او ویلي مو دي چې چې که بانک خصوصي شي نو ښه پرمختګ به وکړي او کمپنې هم حاضرې دي چې په دې کې اویا ملیونه ډالره پانګونه وکړي.

خو که دولت وغواړي چې دا بانک خپل کړي نو طبعا چې اول د بازاد د اقتصاد له مخې صحیح نده او دویم دا چې پانګونې ته ضرورت لري.″

د یادونې وړده چې په افغانستان کې اوس مهال د دریو دولتي بانکونو تر څنګ شپاړس خصوصي بانکونه هم فعالیت لري.

خو ویل کیږي، چې د ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې چې کابل بانک سقوط وکړ د خلکو باور د بانکداری په سیستم کم شوی دی.

په ۲۰۱۰ میلادي کال کې کی کابل بانک هغه مهال د بحران په لوري ولاړ چې له دی بانک څخه په غیر قانوني ډول د سلګونو ملیونو ډلرو د وتلو راپور خپور شو.

له دې سره چې د افغانستان د مالیی وزارت چارواکي ډاډ ورکوي چې د نوي کابل بانک په اړه جوړه شوي طرحه به ډير ژر د وزیرانو شورا اقتصادي کمیټې ته ولیږي خو داسې ویل کیږي چې د نوي کابل بانک په اړه به د تصمیم نیولو پریکړه په ډیر احتمال راتلونکي حکومت ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG