د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

په خوست کې له وزیرستاني کډوالو نه ۶۰۰سپکې وسلې ترلاسه شوي


د افغانستان مشرانو جرګه وايي، چې په خوست ولایت کې له شمالي وزیرستانه راغلیو کډوالو شپږ سوه سپکې وسلې امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.

خوست ته د مشرانو جرګې له خوا د ورغلي پلاوي د څیړنو له مخې، د کډوالو یو شمېر قومي مشرانو ته د خوست امنیتي ارګانونو د وسلو جوازونه هم ورکړي دي.

سره له دې چې له شمالي وزیرستانه خوست ته کډه شویو کسانو ترمنځ د وسلو د موجودیت موضوع په وار وار د ولایت د لوړ پوړو چارواکو له خوا رد شوې، خو د مشرانو جرګې تحقیقاتي پلاوی وايي، چې دغو کډوالو د خوست امنیتي ځواکونو ته شپږ سوه سپکې وسلې سپارلي دي.

د مشرانو جرګې غړي نثار حارث د یکشنبې په ورځ د څیړنیز ریپوټ د خپرولو پر مهال وویل چې؛ د خوست امنیتي چارواکو د دغو کډوالو یو شمېر قومي مشرانو ته د وسلو د ساتلو کارټونه هم ورکړي دي.

نوموړي انتقاد وکړ، چې د مشرانو جرګې تحقیقاتي پلاوي ته د خوست د والي له خوا اجازه نه ده ورکړل شوې چې د هغه ولایت د ملي امنیت له رییس سره په دې اړه خبرې وکړي:

″د خوست مسوولینو تقریبآ ۶ سوه میله سپکې وسلې يې د دغو کډوالو څخه جمع کړې دي، همدارنګه د دغو کډوالو یو شمېر قومي مشرانو ته د دوي د شخصي خوندیتوب لپاره کارټونه هم توضیح شوې دي، متاسفانه چې د خوست والي موږ يې پرې نه ښودلو چې د خوست د امنیت له رییس سره وګورو، خو زموږ تعهد دا دی چې موږ د امنیت رییس کابل ته غواړو ترڅو په دې برخه کې جدي معلومات راکړي.″

ښاغلي حارث وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د خوست د ملي امنیت رییس د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وغوښتل شي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.

د دې تحقیقاتي پلاوي غړي وايي، چې د دوي د څيړنو پربنسټ د پاکستان له شمالي وزیرستانه راغلي کډوال عادي خلک دي او هغه راپورونه ناسم دي چې ممکن دغه کډوال له ترورستي ډلو سره لاس ولري.

خو له بلې خوا د مشرانو جرګې یو شمېرنورو غړيو اندیښنه څرګنده کړه چې افغان امنیتي ادارو ته د کډوالو له خوا د شپږسوه سپکو وسلو له تسلیمي ښکاري چې د کډوالو په منځ کې وسله وال مخالفان هم موجود دي.

دوي وايي، چې په هیڅ هېواد کې دا اجازه نشته چې کډوالو ته د وسلو د ساتلو کارټونه و ویشل شي.

د خوست د مطبوعاتي چارو سلاکار بریالی روان بیا وايي، چې د دغو کډوالو قومي مشرانو باندې هیڅ ډول وسلې نه دي ویشل شوي.

نوموړي همدارنګه هغه مساله هم رد کړه چې د دې ولایت د ملي امنیت له رییس سره د مشرانو جرګې د تحقیقاتي پلاوي له لیدنې سره د خوست والي مخالفت کړی:

″موږ د هیچا چا مخالفت نه دی کړی، چې له راغلي پلاوي سره دې لیدنه نه کوي، بلکه راغلي پلاوي بېلابېلې لیدنې درلودې او له ټولو حالتو څخه يې څیړنې ترسره کړي.″

نژدې دوه میاشتې مخکې د پاکستاني پوځ له عملیاتو وروسته د شمالي وزیرستانه نژدې 35 زره کورنۍ خوست ولایت ته مهاجرشول چې ورسره دا اندیښنې هم راپورته شوي چې ګواکې ځیني دغه کډوال به په وسلو سمبال وي.

خو یو شمېر کارپوهان وايي، داسې اندیښنې شته چې د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو له پیل سره به یو شمېروسله وال هم د کډوالو په منځ کې خوست ته راغلي وي.

خوست د پاکستان له شمالي وزیرستان سره یو سلو 48 کیلو متره پوله لري او د ترورستانو د راتګ ډير امکان پکې لیدل کیږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG