د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

پاکستان او ایران په افغانستان کې د تازه بریدونو مسوول وبلل شول


د لوی افغانستان د ولسي خوځښت په نوم یوه بنسټ د تروریستي بریدونو او ملکي تلفاتو د غندنې په هدف په کابل کې اعتراض وکړ.

د لوی افغانستان د ولسي خوځښت په نوم د یو بنسټ لسګونو غړیو په هېواد کې د تروریستي حملو ترڅنګ د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې وروستۍ انتحاري حمله هم په کلکو ټکو وغندله.

د دې بنسټ غړي د یکشنبې په ورځ د کابل په سینما پامیر سیمه کې را غونډ شوي وو او ادعا یې کوله، چې د ایران او پاکستان استخبارات د دې خونړۍ حملې مسوول دي.

د دې سازمان مشر ایمل څړوال آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې په هېواد کې روان تروریستي فعالیتونه؛ چې زیان یې ترډیره ملکیانو ته رسیږي؛ باید ودرول شي:

"موږ په افغانستان کې ټول ترهګریز اعمال په کلکو ټکو غندو؛ په ځانګړی ډول په تېره اونۍ کې د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ غمجنه پیښه غندو او د عاملینو د مجازاتو لپاره را ټول شوي یو؛ موږ له دولت څخه غواړو څو د دې پیښو مخنیوي وکړي."

بل خوا دې سازمان له افغان امنیتي ځواکونو نه خپل ملاتړ څرګند کړ او له حکومت څخه یې وغوښتل؛ څو امنیتي ځواکونه په بشپړ ډول تجهیز کړي او لازمې آسانتیاوي ورته برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ په دې وروستیو کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو له خوا انتحاري او وسله والې حملې زیاتې شوي او له دې امله سلګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دفاع وزارت مسوولینو له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو؛ چې په وروستۍ یوه نیمه میاشت کې په هلمند، لوګر، قندهار، بادغیس، فاریاب او پکتیکا د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي دي.

د لوی افغانستان ولسي خوځښت سازمان مسولینو له دې نه وړاندې هم د انتحاري حملو او په دو حملو کې د پاکستان او ایران د لاس لرلو په اړه داسې اعتراضي غونډې کړي دي.

بلخوا د ولسي خوځښت بنسټ وايي، چې په راتلونکي کې به هم دې دا ډول حملو د مخنیوي په خاطر د هېواد په نورو سیمو کې هم ورته اعتراضونه وکړي.

د دې بنست د عامه اړیکو مسوول عبدالقدیر متفي وویل:

"موږ سړکونو، لارو او کوڅو ته راوځو د دې پیښنو د غندلو لپاره، څو خلکو ته ووایو چې افغانستان زموږ ګډ کور دي؛ او باید حق یې پرځای کړو."

له دې نه وړاندې هم یو شمېر بنسټونو په کونړ کې راکټي حملې او په نورو ولایتونو هم د حملو په اړه اعتراضونه کړي او د بندولو غوښتنه یې کړي.

له دې اعتراضونو سره سره اوس هم په څرګند ډول ښکاري چې؛ په هېواد کې تروریستي حملې او د ملکي تلفاتو وژنې دوام لري.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG