د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

نور: د کاندیدانو ترمنځ د نظر اختلاف پر رایو پاڼو د لاسلیک مساله ده


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست د دوهم پړاو انتخاباتو د رایو د تفتیش بهیر له پرون مازدیګره راهیسې درول شوی دی.

د دې کمېسیون ویاند نورمحمد نورد یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د تفتیش پروسه د رایو د باطلولو پر سر د دواړو انتخاباتي ټیمونو د څارونکو ترمنځ د اختلاف له امله ځنډول شوې ده.

د رایو د بیا تفتیش د پیل په اړه د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو، ملګرو ملتونو او انتخاباتو خپلواک کمېسیون ترمنځ د بندو دروازو ترشاه خبرې روانې دي.

د انتخاباتو د کمېسیون ویاند نورمحمد نور وايي، د رایو د تفتیش په سر د دواړو کاندیدانو د انتخاباتي ټیمونو ترمنځ د شنبې د ورځې له ماسپښین راهیسې اختلاف پیدا شوي او دغه پروسه یې ځنډولې ده.

ښاغلي نور چې د یکشنبې د ورځې په غرمه یې خبریالاتو ته په کابل کې خبرې کولې وویل، هغه وخت به د رایو بیا تفیش پیل کړي چې رامنځ ته شوې ستونزه حل شي:

″تېره ورځ څلور بجې دیرش دقیقې د رایو د تفتیش پروسه په رسمي ډول پای ته ورسېده د دوی ترمنځ داختلاف ټکې درایو په پاڼه کې د لاسلیک مساله وه چې یوه کاندید انتخاباتي ټیم ټینګار کاوو هغه رايي پاڼه بې اعتباره ده چې؛ لاسلیک په کې نه وي او بل ټیم مخالف نظر درلود، نو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او ملګرو ملتونو دغه مساله له دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټمیونو سره مطرح کړه.″

د ښاغلي نور په خبره د رامنځته شوي جنجال له امله د یکشنبې ورځې په اول شفټ کې د رایو تفتیش کارونه درول شوي.

هغه زیاته کړه، که چېرې نن ورځ د رایو بیا تفتیش پیل شي، نو نږدې پنځوس ټیمونه به په دویم شفت کې په بل هنګر کې تفتیش پیل کړي.

د جمهوري ریاست د ټولو رایو د بیا تفتیش پروسه د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شوه.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې تر اوسه د رایو نږدې ۴۳۵ صندوقونه بیا تفتیش شوي دي.

بل خوا د انتخاباتو یو شمېرناظر بنسټونو وايي، چې د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونه باید لا له وړاندې په شوي توافق عمل وکړي او پرې نږدي چې د دوی اعتراضونه د رایو د تفتیش پروسه وځنډوي.

د افغانستان د انتخاباتو د څار ادارې رییس جانداد سپين غر له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

″ډېر د افسوس ځای دی ولې دواړه خواوې د هغه مکانیزم په سر چې لا له وړاندې توافق کړی دوی موافقه کړې په تفتیش کې اعتراض کړای شي او اعتراض د ملګرو ملتونو ناظرینو په مشوره او نورو تجربو په پام کې نیولو سره حل کوي له بده مرغه دوی دغه مکانیزم نه ملاتړ نه دی کړی.″

ښاغلي سپین غر وویل، د دواړو ټیمونو ترمنځ راپیدا شوې ستونزه د هغو رایو پاڼو د باطلولو په اړه ده چې خط خوره شوي او نوموړي ټینګار وکړ چې د دې ستونزې په حل کې له نړېوالو ناظرینو نه باید استفاده وشي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د رایو د بیا د تفتیش پروسه د دواړو کاندیدانو د ۵۵۹ څارونکو او دغه راز د لسګونه مدني فعالانو او نړېوالو څارونکو له خوا څارل کېږي.

راپور:رحمت الله ″افغان″

پخواني:
د ټولو رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر د دواړو کاندیدانو د انتخاباتي ټيمونو ترمنځ د یو لړاختلافاتو له امله له پرون مازدیګر راهیسې دریدلی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په رایو پاڼو کې د ټیک مارک پرځای لاسلیک هغه موضوع ده، چې دواړه انتخاباتي ټیمونه یې په اړه مخالفت لري:

″پرون پروسه پرڅلور نیمو بجو رسمآ پای ته ورسیده، د دواړو کاندیدانو ترمنځ د نظر اختلاف پر رایې پاڼو باندې د امضا مساله وه، چې یوه انتخاباتي نهاد ویل با اعتبار ګڼل، خو بل نهاد مخالف نظر درلود ″.

د ښاغلي نورپه وینا د انتخاباتو د کمیسیون او د یوناما د استازو ترمنځ د دغې ستونزې د حل لپاره خبرې اترې روانې دي، خو معلومه نه ده، چې څه وخت به بیرته د تفتیش دغه بهیر پیل شي.

ښاغلي نورزیاته کړه، تر اوسه د رایو شاوخوا ۴۳۵ صندوقونه تفتیش شوي دي.

XS
SM
MD
LG