د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

افغانستان د خپل فضایي حریم د خوندیتوب په اړه اندیښنه لري


افغانستان په اوکرایین کې د الوتکي د سقوط تر پیښي راوروسته د خپل فضایي حریم د خوندیتوب په اړه اندیښنه لري.

د افغانستان دهوايي چلند مسوولین اندیښنه لري چې؛ که د افغانستان امنیتي بحران دوام ولري؛ ښایي ډیر ژر به نړیوال هوايي شرکتونه دغه هیواد ته خپل پروازونه وځنډوي.

د افغان چارواکو دا اندیښنې داسې مهال راپور ته کیږي چې؛ د هند سپایس جټ شرکت افغانستان ته د خپلو الوتنو د ځنډولو اعلان کړی.

دغه پیښه ظاهراً په کابل کې د پنجشنبه د ورځې دهغه ډله ییز برید سره تړل کیږي چې؛ وسوالو طالبانو له کومې بریا پرته ترسره کړ؛ خو د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند د وزارت مسولین وايي؛ د خپل هیواد امنیت او د فضایي حریم نه خوندیتوب اندیښمن کړي دي.

د دغه وزارت ویاند حکمت اله قوانچ آزادي راډیو ته وویل؛ چې که دغه ستونزه دوام وکړي؛ نو ښایي د افغانستان کورني او بهرني پروازونه اغیزمن شي.

"په څو وروستیو ورځو کې د کابل نړیوال هوايي ډګر د وسله والو مخالفینو له لوري څو ځلې تر بریدونو لاندې راغلی چې؛ دا په مستقیم ډول پر کورنیو او بهرنیو پروازونو اغیز کولی شي. که چیرې وضعیت همداسې دوام وکړي، نو طبعاً نړیوال شرکتونه به په دغه هیواد کې خپل پروازونه وځنډوي."

ښاغلی قوانچ وايي، دغه ستونزه یې له امنیتي ارګانونو سره شریکه کړې او په جدې ډول د دې ستونزي پر کمولو کار کوي.

ځینو نړیوالو شرکتونو له دې ویرې چې ښایي د مالیزیایي الوتکي په څیر به وویشتل شي؛ د اوکرایین په ختیځ کې له هغو سیمو څخه چې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو په لاس کې دي؛ لاره بدلوي.

له دې سره داسې اندیښنې راپورته شوي چې دغه شرکتونه ښایي د افغانستان په څیر د جګړو له زونونو سره هم ورته چلند وکړي.

طالبان تر ډیره سپکې وسلې لري او دومره وړتیا نه لري چې، له لوړي ارتفاع څخه الوتکي راوغورځوي؛ خو وسله وال طالبان په پرله پسې ډول د کابل پرهوايي ډګر بریدونه کوي او دې دغه هیواد ته د ورتلونکو سوداګریزو شرکتونو ویره ډیره کړي ده.

د افغانستان د ټرانسپورت اوهوايي چلند وزارت هغه آوازې هم نه ردوي چې؛ وايي، ترکیش ایرلاین، فلای دُبی او امارات هم غواړي چې د امنیتي حالاتو تر سمېدو پوري افغانستان ته خپل پروازونه وځنډوي. خو د دغو شرکتونو مسوولینو وړاندې رویترز ته ویلي چې؛ تر اوسه داسې پلان نه لري او زیاتوي چې دا مهال افغانستان ته د دوی پروازونه په منظم ډول تر سره کیږي.

بل خوا د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته په کتو چې د هند د نیمه قارې او منځني آسیا ترمنځ پروت دی؛ دا به هغو شرکتونو ته چې د آسیا او اروپا تر منځ الوتني کوي، ستونزمنه وي چې له دې لارې ډډه وکړي. د افغانستان هوايي حریم د نړیوالو فضایې پرګرامونو لپاره ډیر مهم بلل کیږي.

راپور: فریبا ظاهر

XS
SM
MD
LG