د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۰

"پر ډیورنډ پوله د پاکستان له لوري د اغزن سیم د لګولو او خندک کېندلو کارونه بند شوي"


د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر محمد اکرم خپلواک

د سرحدونو قومونو اوقبایلو چارو وزارت وايي؛ د پکتیکا د تروه ولسوالۍ اړوند د پاکستان له خوا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې داغزن سیم لګول او د خندکونو د کیندلو کارونه د خلکو او افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

د سرحدونو قومونو اوقبایلو چارو وزیر محمداکرم خپلواک د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځیانو غوښتل چې؛ د ماشینونو او بلډوزرو په وسیله دغه کار پیل کړي، چې اوس بند شوی دی.

ښاغلي خپلواک وویل، چې دغه خبره یې څو وارې د افغانستان، پاکستان او ایساف په درې اړخیزه غونډه کې مطرح کړې؛ خو تل یې پاکستاني چارواکو پر وړاندې بې پروايي کړې:

"تاسې په جریان کې یاست یوڅه وخت وړاندې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې او څه وخت مخکې د پکتیکا په تروو ولسوالۍ کې داسې یواقدام شوی وو چې؛ له غبرګون سره مخ شو او دا کاربند شوی دی او همدارنګه افغان امنیتي ځواکونو د دې کار پروړاندې کلک دریځ غوره کړی و."

د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې تېره اونۍ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه؛ چې له ډیورنډ کرښې سره په اوږدو کې د پاکستان د خندک ایستلو او د اغزن سیم د تاوولو کار له نږدې وڅیړي او خپل کاري راپور یادې شوراته وړاندې کړي.

د سرحدونو قومونو ا و قبایلو چارو وزارت د معلوماتو په اساس له دې وړاندې پاکستاني پوځیانو د کرښې په اوږدو کې د کندهار په معروف او دننګرهار په ګوښتې ولسوالۍ کې هم په ورته عمل لاس پورې کړې و؛ چې د خلکو او افغان امنیتي ځواکونو له شدید غبرګون سره مخ شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو عمومي قوماندان وايي؛ دا ډول ستونزې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تل د پاکستاني ځواکونو له خوا رامنځ ته شوې دي.

د سرحدي پولیسو عمومي قوماندان محمد شفیق فضلي ازادۍ راډیوته وویل چې؛ تل یې دا ډول ستونزې د سیمې د سپین ږیرو په منځګړیتوب حل کړې دي:

"تاسې ته معلومه ده، چې پخوا هم موږ او پاکستاني لوري ترمنځ جګړه شوې وه؛ چې موږ یو تن په کې شهید شو او د هغوی کار موږ بند کړ، په شملزو کې هم ورته کار شوی و، هلته مو سپینږیري ولېږل او هغه ستونزه مو حل کړه؛ اوس هم په یوشمېر سیمو لکه وړمۍ او شملزو کې خندقونو کاږي په دې باندې کار روان دی او انشاالله دا ستونزه به هم حل شي."

د افغانستان دسرحدي پولیسو قوماندان وايي؛ د دواړو هېوادو نو د قوانینو له مخې، که کوم هیواد ډیورند کرښې ته نږدې تاسیسات جوړول غواړي؛ نو باید له صفري نقطې څخه درې کیلو متره فاصله ولري.

د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان وايي پاکستان د افغانستان پر خاوره د راکټونو په توغولو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم لګولو او خندک کېندلو سره غواړي افغانان محتاج پاته شي او د پرمختګ مخه یې ونیول شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG