د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۲۸

امریکايي سناتوران: نه غواړو افغانستان د عراق غوندې شي


د افغانستان د انتخاباتو کړکیچ او د عراق وروستيو حالاتو د امریکا وکیلان او د هغوی سیمه ییز متحدین دې فکر ته اړ ایستي چې؛ وايي ولسمشر بارک اوباما باید له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتیرو پر ایستلو له سره غور وکړي.

د ولسمشر اوباما د وروستي اعلان له مخې به امریکایې سرتیري تقریباً ټول د ۲۰۱۶ کال تر پایه افغانستان څخه ووځي.

سپینه ماڼۍ وايي، د افغانستان حالات له عراق سره چې د امریکایي سرتیرو تر وتلو وروسته سمدستي له فرقه یې شخړو سره مخامخ شو؛ توپیر لري.

شاوخوا لس تنه جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټو سناتورانو د پنجشنبه په ورځ په کانګرس کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو موضوع مطرح کړه.

د دوی بحث دا و، چې داسې ژر له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل ډیر خطر لري، په تیره بیا په داسې وخت کې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ستونزې لا ندي هوارې شوي.

د افغان ځواکونو لاسته راوړنې:

اسوشیېټډ پرس خبري آژانس لیکي چې؛ د دغو سناتورانو ویره دا ده چې؛ افغان ځواکونه له ټولو لاسته راوړنو سره سره ښایي تر ۲۰۱۶ کال وروسته په یوازې سر د جګړو لپاره آماده نه وي.

دغه سناتوران نه غواړي چې؛ افغانستان د عراق په لوري روان شي.

ولسمشر اوباما په می میاشت کې خپل پلان داسې مهال اعلان کړ چې؛ هغه وخت سني وسله والو د عراق ډیرې سیمې نه وې نیولې.

د ولسمشر اوباما د پلان له مخې به شاوخوا ۲۰۲۰۰ امریکایي سرتیري تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې له افغانستان څخه ووځي؛ چې په دې سره به په هغه هیواد کې ۹۸۰۰ امریکایي سرتیري پاته شي.

دغه شمېره به هم د ۲۰۱۵ کال تر پایه په تدریج سره راکمه شي او د ۲۰۱۶ تر پایه به یوازې زر امریکایي سرتیري پاته شي چې؛ هغه به هم په کابل کې د امریکا د سفارت ساتنه کوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ستونزه باید حل شي؛ افغان امنیتي ځواکونه باید په پرله پسې ډول پرمختګ وکړي او د ۲۰۱۷ کال تر پایه دومره پیاوړي وي؛ چې په افغانستان کې د زرو امریکایي سرتیرو همکاري ورته کافي وي
ډانفورډ

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکایي ځواکونو لوړ پوړي قومندان جنرال جوزف ډانفورډ هم تیره اوونۍ د امریکا د سنا د پوځي چارو کمیټې ته همدا اشاره کړې وه چې؛ دی او نور پوځي قومندانان غوره نه بولي چې؛ امریکا تر ۲۰۱۶ کال وروسته خپل تقریباً ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي.

که څه هم جنرال ډانفورډ د ۳۵۲۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه چې؛ د ۲۰۱۳ کال په جون کې یې د خپل هېواد امنیتي چارې په لاس کې واخستې او د ولسمشرۍ انتخاباتو پر مهال د تاوتریخوالي په مقابل کې ودرېدل.

دغه امریکایي قومندان سناتورانو ته په خبرو کې زیاته کړه چې؛ افغانستان اړتیا لري چې، خپل استخباراتي نظام بیا ورغوي او خپل هوايي ځواک پیاوړی کړي.

ډانفورډ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو دمخه ځيني اهداف مهم وبلل چې؛ باید ترسره شي.

دی وایي، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ستونزه باید حل شي؛ افغان امنیتي ځواکونه باید په پرله پسې ډول پرمختګ وکړي او د ۲۰۱۷ کال تر پایه دومره پیاوړي وي؛ چې په افغانستان کې د زرو امریکایي سرتیرو همکاري ورته کافي وي "هغه هم په کابل کې د امریکا په سفارت کې دیره وي".

د افغان ځواکونو کموالی باید حل شي؛ امریکا او نور هیوادونه باید د افغان حکومت، امنیتي ځواکونو او پرمختیایې پروژو سره مرسته وکړي؛ د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې شي او دا چې دواړه هیوادونه دا وړتیا او اراده ولري چې، له تروریزم سره مبارزه وکړي.

د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه اندیښنه:

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر سناتور روبرت مینینز وویل؛ د اوباما د اعلان له لومړي سره له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه اندیښنه لري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما ځانګړی استازی جیمز ډوبنز وايي؛ په سیمه کې نور هیوادونه هم د څو نورو کلونو لپاره په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي ماموریت د دوام ملاتړ کوي او د ده په وینا، دا کار ښایې د و لسمشرپر اهدافو او پلانونو اغیز وکړي.

پاکستان، ازبکستان او چین ټولو ویره ښودلې چې، د ناټو او امریکا ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان ښایي د افراطي وسله والو لپاره یو پټن ځای شي.

هند هم ویره ښودلې چې، ښایي هغه مهال به افغانستان د تروریستانو د روزنې په یوه مرکز بدل شي.

روسیه د نشه یي موادو د قاچاق او ایران او پاکستان د نورو کډوالو د ورباریدو له کبله اندیښمن دي.

تیره اوني د پاکستان یوه لوړ پوړي دفاعي چارواکي واشنګټن ته په خپل سفر کې اسوشیېټډ پرس خبري آژانس ته ویلي وو چې؛ واشنګټن ته له دې پیغام سره ورغلی چې "پاکستان له امریکایي ولسمشر څخه غواړي چې؛ پر خپل دغه پلان نوی غور وکړي."

XS
SM
MD
LG