د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۱

شمالي وزيرستان: د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريد ٨ مشکوک وسله وال ووژل


د امريکا د متحده ايالاتو بې پيلوټه الوتکو يو ځل بيا د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر يوه مرکز بريد کړى، چې دوى ته يې پکې دره مرګ ژوبله اړولې.
د شمالي وزيرستان د ځايي چارواکيو په وينا، د امريکا بې پيلوټه الوتکو د شنبې په ورځ افغان پولې ته نزدې د شمالي وزيرستان په دتاخېل کې د مشکوکو وسله والو پر يوه مرکز بريد وکړ، چې په ترڅ کي يې د لومړنيو راپورونو له مخې لږ تر لږه ٨ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
دوى همداراز وايي، د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو په سيمه کې د وسله والو پر يوه مرکز پرله پسې دوه توغندي وويشتل، چې د وسله والو مرکز پکې په بشپړه توګه له منځه لاړ.
دا په روان ٢٠١٤م کال کې پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو ٦ بريد دى. تر دې مخکې د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په اوږدو کې د امريکا متحده ايالاتو د پاکستان په غوښتنه پر شمالي وزيرستان د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بند کړي وو.
فرانسپريس خبري اژانس د شمالي وزيرستان د يوه حکومتي چارواکي په حواله، چې نوم يې نه دى اخيستى وايي، په دتاخېل کې د امريکا بې پيلوټه الوتکو په تازه بريد کې د پاکستاني وسله والو طالبانو د تحريک د دوو مهمو قومندانانو په ګډون او ددې ډلې پنجابي وسله وال وژل شوي دي.
دا بريد په داسې وخت کې شوى، چې په دغه سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو پراخ پوځي عمليات روان دي او د پاکستان پوځي مقامات ادعا کوي، چې ددغو عملياتو په اوږدو کې يې ميرانشاه او مير علي نزدې ٨٠ سلنه سيمه له ترهګرو پاکه کړې.
خو د پاکستان د سياسي چارو يو شمېر څارونکي بيا په دې باور دي، چې په سيمه کې اوس هم د القاعدې او حقاني شبکې غړي موجود دي، ځکه خو امريکا پرې د بې پيلوټۀ الوتکو بريدونه ډېر کړي دي.
د سياسي او قبايلي چارو کارپوه شميم شاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:
" تېرو ورځو کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ويلي دي، چې د پاکستان او د امريکا ددې ډرون په حقله هېڅ قسمه رابطه نشته، دا د امريکې خپل هدفونه دي. زموږه دا معلومات دي، چې کوم د امريکې کومې ډرون حملې کړي دي، زياتره يې په دتاخېلو کې دي، نو په دې وجه معلومېږي، چې په دې سيمه کې د القاعدې او د حقاني شبکې وسله وال پټ شوي دي، ځکه خو پرې د امريکا ډرون بريدونه کوي."
د تيرې چهارشنبې په ورځ هم د شمالي وزيرستان په دتاخېل کې د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو بريد کړى و، چې لږ تر لږه ١٨ مشکوک وسله وال پکې وژل شوي وو.
پاکستانيو ځواکونو د جون له ١٥مه نېټې راهيسې په شمالي وزيرستان کې پراخ پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي، چې په سيمه کې به دا عمليات د کورنيو او بهرنيو وسله والو له توپير پرته دوام ولري. دوى ادعا کوي، چې په دغو پوځي عملياتو کې يې تر د دمه د کورنيو او بهرنيو وسله والو په ګډون لږ تر لږه ٤٤٧ وسله وال وژلي ، خو خپلواکو او ځايي سرچينو لا تر دې دمه د پاکستاني پوځ ددغې ادعا پخلى نه دى کړى.
راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG