د هلمند چارواکي وايي، د سنګين ولسوالۍ په ځينو برخو کې چې د وسله والو مخالفانو مقاومت روان دى، د افغان قواوو پوځي عمليات لا هم دوام لري.
د دې ولايت مسوولين وايي، په سنګين کې د تېرې يوې مياشتې جګړې په نتيجه کې تر ٦٠ زيات ملکيان او شا و خوا ٣٥ افغان سرتېري وژل شوي او تر ٣٨٠ زيات وسلوال ټپيان شوي دي.
د دولت د وسله والو مخالفانو د وژل شويو شمېر لا دقيق معلوم نه دى.
د هلمند ولايتي اداره وايي، د جګړې له کبله له بېځايه شويو کورنيو سره يې د مرستو لړۍ پيل کړې ده.
صالح محمد صالح د هلمند د والي له وياند عمر ځواک څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه وکړه، په سنګين او ورڅېرمه ولسواليو کې وروستى امنيتي وضعيت څنګه دى؟