د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

"مالیزیایۍ الوتکه د بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سيمې نه ویشتل شوې"


U.S. -- U.S. President Barack Obama speaks about the situation in Ukraine from the White House in Washington, July 18, 2014.
U.S. -- U.S. President Barack Obama speaks about the situation in Ukraine from the White House in Washington, July 18, 2014.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي؛ اسناد او مدارک ښيي چې د اوکراين په ختيځ کې د ماليزيا هوايي شرکت الوتکه په هغه توغندي ويشتل شوې چې؛ د بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سيمې نه توغول شوى و.

روسيه د دغو بېلتونپالو ملاتړ کوي.

ښاغلي اوباما چې پرون په واشنګټن کې خبرې کولې؛ وويل، بېلتونپالو په دوامداره توګه له روسيې داسې وسلې چې په هغو کې د الوتکو ضد وسلې هم شاملې دي، ترلاسه کړي:

”موږ پوهېږو چې دغو بېلتونپالو ته له روسيې ثابت ملاتړ وررسېدلى. په دې ملاتړ کې وسلې، روزنه، درنې وسلې او د الوتکو ضد وسلې شاملې دي.“

د امريکا ولسمشر زياته کړه، اوکراين، روسيه او روس پلوه بېلتون غوښتونکي بايد پر يوه بېړني اوربند سلا شي او د ماليزيا هوايي شرکت د الوتکې د ويشتل کېدو د قضيې د نړيوالې څېړنې په چارو کې مداخله ونه کړي:

”روسيه، روس پلوه بېلتون غوښتونکي او اوکراين بايد يوه بېړني اوربند ته غاړه کښېږدي. په اسنادو او مدارکو کې دې لاسوهنه نه کېږي. څېړونکي دې ته اړتيا لري چې، د پېښې ساحه وګوري. د دې لپاره چې د الوتکې وژل شوې سورلۍ ژر تر ژره د دوى کورنيو ته وسپارل شي جدي کار ته اړتيا ده.“

بارک اوباما وويل، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين په اوکراين کې پر ناکرار وضعيت زيات کنټرول لري او د بېلتون غوښتونکو د مهار لپاره چې په وسلو سمبال او د روسيې په ملاتړ روزل شوي؛ بايد اقدام وکړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون د رايو په اتفاق سره د ماليزيا هوايي شرکت د ويشتل شوې الوتکې په اړه د بشپړو او خپلواکو نړيوالو څېړنو غوښتنه کړې.

روس پلوه بېلتون غوښتونکو پرون د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د څارونکو مخه ونيوله چې؛ غوښتل يې د پېښې ساحه تفتيش کړي.

د دې الوتکې د سقوط له کبله ټوله سورلۍ چې ٢٩٨ کسان وو وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG