د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۳۶

"ټولې رایې باید د ۱۶ منل شویو معیارونو له مخې وڅېړل شي"


د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله نن سره ولیدل.

دغه کتنه چې د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله په کور کې ترسره شوې؛ تر ډيره د انتخاباتو د رایو د تفتیش او څارنې پر مکانیزم خبرې شوې دي.

ویل کیږي چې، د دغو دوو کاندیدانو ترمنځ په دویم ځلي خبرو اترو کې توافق شوی چې؛ د انتخاباتو د تفتیش مرحله به په ۱۶ منل شویو معیارونو د دوی، د ملګرو ملتونو سازمان او د انتخاباتو د خپلواک کمیسون له خوا ترسره شي.

د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم ویاند سید اقا فاضل سنچارکي ازادي راډيو ته وویل چې؛ د دغو دواړو کاندیدانو ترمنځ د نورو مسایلو ترڅنګ د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د دارلانشا د کارونو د پرمخ بیولو لپاره د یوه شخص د ګمارلو پرسر هم خبرې شوې دي.

نوموړي وویل، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم توافق کړی چې؛ وحید عمر د یوې میاشتې لپاره د خپل استازي په توګه د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د دارلانشا د چارو د پرمخ بیولو لپاره وپیژني.

خو ښاغلي سنچارکي تر ډيره ټينګار وکړ چې؛ د دواړو کاندیدانو ترمنځ د جمعې په ورځ تر ډيره د انتخاباتو د دویم پړاو د رایو تفتیش او شفافیت په اړه خبرې شوې:

"دا خبرې په دې برخو کې متمرکزې وې؛ د چیک لستونو په اړه، همدارنګه کومې برخې چې مخکې په پام کې نیول شوې وې؛ چې تقریباً په شپاړسو معیارونو کې دي، خو په ټوله کې د نن ورځې خبرې ډير ارزښت ناکې وي او دواړه لوري د همکارۍ په یوه فضاه کې خبرې وکړي."

په عین حال کې د تحول او تداوم ټيم ویاند طاهر زهیر هم ازادي راډيو ته وویل چې؛ د جمعې ورځې په خبرو کې دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د انتخاباتو د دویم پړاو د رایو په شفافیت او ښه تفتیش په اړه خبرې کړي:

" مهم ټکی چې پر هغې د نظر توافق موجود دی او هیڅ کوم د نظر اخلاف په کې نه لیدل کیږي؛ د رایو تفتیش دی چې مخکې پرې توافق شوی؛ دا پروسه همدارنګه دوام لري او د دواړو لوریو تایید په کې اخیستل شوی."

وروسته له هغې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کابل ته راغی؛ د انتخاباتو د دواړو کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي لانجه هواره شوه او دواړو کاندیدانو د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب توافق وکړ چې؛ د جمهوري ریاست د دویم پړاو ټولې رايې به له سره تفتیش کیږي.

ویل کیږي چې، دواړه کاندیدان به په نزدې ورځو کې د انتخاباتو په سرنوشت او په هیوا د کې د ملي وحدت حکومت پرجوړیدو هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG