د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

د خوست په موسی خېلو کې ۱۴ وسلوال وژل شوي


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې نن د جمعې به ورځ سهار وختي د موسی خېلو د سور کلي په سیمه کې د ملي اردو پر یوه امنیتي پوسته برید شوی، چې په کې ۱۴ وسلوال وژل شوي دي.

د خوست د ولایت مقام څخه مشال راډيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په د وسلوالو په دې برید کې د ملي اردو یو سرتیری هم وژل شوی او ۶ نور برسیرن ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د وسلوالو څخه یوه اندازه سپکه او درنه وسله هم د ملي اردو ځواکونو لاسته لویدلې ده.

د خوست د ولایت مقام مشرتابه د یاد برید غندنه کړې او دا کار يې د دین، ولس او سولې د دښمنانو کار بللی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روژې د مبارکې میاشتې په دې شپو ورځو کې دا ډول بریدونه د هغو کسانو له خوا ترسره کیږي، چې اسلامي او بشري عواطف نه لري.

یاده دې وي دا په تېره یوه اونۍ کې دویم ځل دی، چې د خوست ولایت په مربوطاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسلوالو له لوري ډله ییز بریدونه ترسره کیږي.

د تېرې سه شنبې ورځې په سهار د یاد ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د سرحدي پولیسو پر امنیتي پوسته هم برید شوی وو، چې د جګړې په ډګر کې د ۳۴ وسلوالو جسدونه پاتې شوي ول.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG