د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۳۵

د ځینو هېوادنو مشران: د مالیزیایۍ الوتکې د سقوط په اړه باید څیړنې وشي


د ژغورنې کار کوونکي، پولیس او د یوه کان کیندونکو پرون د اوکرایین په ختیځ کې د هغې مالیزیایي الوتکې دوهم تور بکس هم وموند چې؛ له شاوخوا درې سوه مسافرو سره رالویدلې ده. خو دم ګړی دا معلومه نه ده چې په دوهم تور بکس به څه وشي.

د الوتکې ټوټي او د مسافرو مړي په سیمه کې تر لسو کیلو مترو پورې رالویدلي او ښیي چې، الوتکه پر ځمکې تر لګېدو دمخه چاودلې او ټوټه شوې ده.

روسي پلوه بیلتون غوښتونکو ویلي چې؛ نړیوال څارونکی کولی شي، د پیښې په سیمه کې پلټنې وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اوکرایین له ولسمشر پټرو پروشینکو سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې؛ له سیمې څخه باید د سقوط شواهد او نښې لېرې نه شي.

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر اوباما د پلټنو په چارو کې د مرستې وړانديز کړی. ولسمشر اوباما او د هالند لومړي وزیر مارک روت دغه راز د پیښي سیمې ته د لاسرسي پر اړتیا موافقه کړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین هم په خپلواکه توګه د پښې په اړه د پلټنې غوښتنه کړې ده. پوټین او متحده ایالاتو دغه راز دواړو په اوکرایین کې د اوربند غوښتنه کړې چې؛ دغه پلټنې په سمه توګه ترسره شي.

ملګرو ملتونو هم د دې پیښي په اړه د نړېوالې پلټنې سپارښتنه کړې او بریتانیا بیا د امنیت شورا د یوې بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.

د اوکرایین حکومت روسي پلوه بېلتون غوښتونکي تورنوي چې؛ الوتکه یې ویشتلې ده.

د کیف چارواکي وايي، دوی دوې ټلیفوني مکالمي ثبت کړي چې؛ ښیي بیلتون غوښتونکي د جولای پر اولسمه په همدې سیمه کې د یوې الوتکي د ویشتلو خبره کوي؛ چې وروسته بیا څرګنده شوه چې، دا مسافر وړونکې الوتکه وه.

په همدې حال کې د اوکرایین صدراعظم ارسیني یاڅینیوک نن په کیف کې خبریالانو ته وویل:

"دا د بشریت پر وړاندې جرم دی. له ټولو سرو کرښو تېرېدنه شوې ده."

د اوکرایین په ختیځ کې د بویینګ ۷۷۷ ډوله مالیزیایۍ الوتکې د لوېدو تر اعلان لږ وړاندې؛ د ډونیڅک د بیلتون غوښتونکو یوه مشر پر خپلې انټرنټي پاڼې لیکلي وو چې؛ د دوی ملګرو یوه الوتکه ویشتلې ده، خو او س دغه لیکنه انتټرنټ پاڼي څخه پاکه شوې ده.

"ایګور ګیرکین آکاسټریلکوف" په انټرنټي پاڼه او "کونتاکتي" چې یوه تر ټولو لویه روسي ټولنیزه رسنۍ ده؛ لیکلي وو:

"د توریز په سیمه کې یوه [اې. ان. ۲۶] ډوله الوتکه ویشتلې ده. دا الوتکه په یوه سیمه کې کان ته نژدې لویدلې ده. موږ خبرداری ورکړی و چې، زموږ پر هوايي حریم دې الوتنه نه کوي. موږ یو ویډیویي کلپ لرو چې دا موضوع ثابتوي. دغه الوتکه ټوټه ټوټه شوې ده. د اوسېدو سیمې نه دي زیانمنې شوي او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی."

د دغو څرګندونو سره په څنګ کې دوه ویډیویي کلپونه هم خپاره شوي چې؛ له یوه لیرې واټن څخه د نري دود لیکه ښیي.

د اې ان ۲۶ ډوله دوه ماشینه الوتکه چې پخواني شوروي جوړه کړې؛ د اوکرایین د پوځ له خوا کارول کیږي.

توریز د دونیڅک ختیځ ته په څلویښت کیلومترۍ کې پروت کوچنی ښار دی؛ چې دا الوتکه په کې رالویدلې ده.

بیلتون غوښتونکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین اوکرایین دې پیښي مسوول بولي. د اوکرایین د کورنیو چارو وزارت یوه سلاکار دغه الوتکه د بوک په نوم یوه توغندي چې له ځمکي هوا ته توغول کیږي؛ ویشتل شوې ده.

اوکرایین او روسیه دواړه دغه ډول راکټي سیسټم لري.

د اوکرایین په ختیځ کې بیلتون غوښتونکو په دې وروستیو کې ویلي چې؛ دغه راکټ اندازونه لري، خو نن هغوی د دغې وسلې درلودل نه مني.

په همدې حال کې د اوکرایین چارواکو اعلان کړی چې؛ د دغه هېواد د ختیځ پر فضا پروازونه ځنډول شوي دي.

د مالیزیا هوايي شرکت ویلي، په دې الوتکه کې شاوخوا ۱۵۴ تنه هالنډي وګړي ۲۷ اسټرالیایي، ۲۳ مالیزیایي، ۱۱ انډونیزیایي، ۶ بریتانوي، څلور آلماني، ۴ بلجیمي، ۳ فیلیپیني او یو کاناډایی دي. د نورو ۴۷ مسافرو هویت تر اوسه نه دی معلوم شوی. د الوتکي عمله ټول مالیزیایان وو.

دغه الوتکه په شاخوا لس زره متره ارتفاع کې له امسټرډام څخه د کوالالمپور په لور روانه وه.

XS
SM
MD
LG