ګڼو نړیوالو ورځپاڼو د کابل په هوایي ډګر باندې د وروستي برید په هکله لیکنې خپرې کړي دي.
وسله والو مخالفینو په دغه برید کې له ورڅیرمه یوه تعمیر څخه په هوايي ډګر باندې د راکټ اندازونو فیرونه وکړل او له افغان امنیتي ځواکونو سره ونښتل.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، دغه برید وښودل کله چې بهرني ځواکونه د روان کال ترپایه له افغانستانه بهر شي؛ نو افغان ځواکونه به ګڼو ستونزو سره مخامخ وي.
ورځپاڼه لیکي، د افغانستان نازک سیاسي وضعیت هم د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هېواد دثبات په هکله اندیښنه رامینځ ته کوي.
واشنګټن پوسټ لیکي چې، په عین حال کې د افغانستان انتخاباتي ارګانونو د جمهوری ریاست د دوم پړاو د انتخاباتو چې د درغلیو تورونو زیانمن کړل؛ د ټولو رایو شمیرنه پیل کړې.
د ورځپانې په وینا، انتخاباتي لانجې هیواد په قومي بریدونو د ویش له خطر سره مخامخ کړی و.
واشنګټن پوسټ یو بل رپوټ هم خپور کړی چې؛ وايي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مصارفو خاص مفتش د پنجشبې په ورځ خپل یو لیک کې خبرداری ورکړ؛ چې د امریکا پوځي انجنیرانو د افغان ځواکونو لپاره سلګونه داسې تاسیسات جوړ کړي چې؛ د اور په مقابل کې مقاومت نه لري.
ورځپاڼي په فراه ولایت کې د ملي اردو د سیار په غونډه کې د یوه تعمیر عکس خپور کړی چې؛ څو ځایه یې اور اخیستی او لمبې ترې پورته کیږي.
جان سوپکو په خپل لیک کې زیاتوي امریکایی انجنیرانو د دې لپاره چې د سږکال ترپایه د افغان ځواکونو تاسیسات بشپړ کړي؛ بیړه کړې او له داسې موادو يې کار اخیستلی چې؛ ژر اور اخیستلای شي.
دغه واقعیت د امریکا خاص مفتش اندیښمن کړی؛ خو په دی ډیر په غوصه شوی چې؛ یوه امریکایي جنرال ورته ویلي چې: د امریکا اردو نه شي کولای دغه ټول تاسیسات له سره جوړکړي.
تورن جنرال "مایکل آر آیر" د امریکایي پوځ د یوې فرقې قوماندان په خپل یادداشت کې لیکلي چې؛ په دغو تاسیساتو کې معمولاً ځوان او تکړه افغان عسکر ځای پرځای کیږي چې؛ د ناببره حالاتو څخه ژر ځان ژغورلی شي.