د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

لوېديځو ورځپاڼو په افغانستان کې د نظام پر بدلون زيات تمرکز کړى


نشنل خپرونه لیکي، د متحدوایالاتو د بهرنیوچارو وزیر جان کري د افغانستان لپاره یوه طرح جوړه کړې چې له مخې یې د یوه ځواکمن ولسمشر په لاس کې د قدرت د تمرکز مودل په پارلماني نظام چې صدراعظم لري بدلېږي او په دې توګه په قدرت کې یوڅه توازن رامینځ ته کېږي.

خپرونه لیکي، ښاغلي کري کابل ته د سفر پرمهال د انتخاباتو په وړاندې یوه بله پرته غوټه هم پرانیسته. اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله یوبل په انتخاباتو کې په درغلۍ تورن کړي وو. عبدالله چې په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشرحامدکرزي په وړاندې هم ماتې خوړلې وه حتی ګواښ وکړ چې یو موازي حکومت به جوړ کړي.

خو کري وکولای شوای دواړه کاندیدان په دې قانع کړي چې د ملګروملتونو تر څارنې لاندې د ټولو رایو تفتیش ته غاړه کېږدي.

نشنل لیکي، دا د ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ادارې یوه تېروتنه وه چې افغانستان ته یې د امریکا په څېر یو ریاستي نظام چې ولسمشر پکې پراخ صلاحیتونه لري غوره کړ او د هغه د مشرۍ لپاره یې حامدکرزی وټاکه، خو د خپرونې په وینا د کرزي تجربې وښوده چې د یوه شخص په لاس کې د قدرت له تمرکز څخه ښايي ناوړه استفاده وشي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمینځ د وروستي توافق په اړه د نړۍ څو معتبرو ورځپاڼو هم یولړ تبصرې خپرې کړي. د مثال په توګه نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د توافق له مخې د انتخاباتو بایلونکی یا د هغه استازی به د نوي حکومت اجراییه مشر وي چې د صلاحیتونو حدود به یې وروسته معلومېږي.

د ورځپاڼې په وینا د دې توافق هدف بایلونکي اړخ او د هغه پلویانو ته ډاډ ورکول دي چې په راتلونکي سیاسي سیسټم کې به پراخه ونډه ولري. نیویارک ټایمز لیکي، ویل کېږي چې کاندیدانو همداراز منلې ده چې تشدد او ګواښونه به بندوي او د اصلاحاتو پر اجنډا به کار پیلوي. د ورځپاڼې په وینا په دې اجنډا کې په لېرې راتلونکي کې د دولتي نظام د بدلون توافق هم شامل دی، خو د یوه پارلماني نظام د جوړېدو په اړه توافق تراوسه نه دی شوی او د سیسټم بدلون ښايي یوڅه لانجمن کار وي.

خو وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه یوبل نظر لري. د ورځپاڼې لیکوال ډن مورفي لیکي چې تراوسه دا یوازې یوه نظریه ده او دا به ګرانه وي که ووايو چې دا کار به وشي کنه، خو دا به په ولسمشر پورې تړلې خبره وي چې آیا د خپلو صلاحیتونو کمېدل مني کنه.

آسترالیایۍ ورځپاڼه کنبېرا ټایمز دا خبره څېړلې ده چې ولې عبدالله عبدالله فکر کوي چې غولول شوی. ورځپاڼه لیکي، په انتخاباتو کې د درغلیو شکونه یوازې دوه ساعته وروسته له هغه زیات شول چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر احمدیوسف نورستاني وویل، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې څه باندې اوه میلیونه خلکو رایې ورکړې.

دا اعلان ځکه د شکونو باعث شو چې څو خپلواکو سرچینو وویل، په دوهم پړاو کې د لومړي پړاو په پرتله د خلکو ګډون پیکه و، او همداراز منتقدانو ویل، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له تخنیکي پلوه دا وړتیا نلري چې د رای ورکوونکو شمېر سمدستي معلوم کړي.

همداراز په راپورونو کې ویل کېدل چې د هېواد په جنوبي ولایاتو کې په دوهم پړاو کې ډېرشمېر خلکو ګډون کړی. د مثال په توګه په خوست کې چې د مرکزي احصاییې د ارقامو له مخې د وګړو شمېر یې پنځه لکه او شپږ پنځوس زرو ته رسېږي، څلور لکه خلکو رایې ورکړې وې.

د کنبېرا ټایمز مطلب زیاتوي د حل هغه لاره چې دواړه کاندیدان یې لږترلږه اوس مهال ارام کړي دي د ملګروملتونو تر څارنې لاندې د ټولو رایو تفتیش دی او هدف یې دا دی چې ښاغلی عبدالله چې د پراخو درغلیو تور لګوي او خپله ماتې نه مني قانع شي.

همداراز د دې لپاره چې د انتخاباتو بایلونکی کلکه ضربه ونه ویني، د ملي وحدت د یو حکومت د جوړېدو وړاندیز شوی. دا حکومت به یو ولسمشر او د ځینو صلاحیتونو لرونکی صدراعظم ولري.

خو د ورځپاڼې لیکوال زیاتوي، په داسې یوه هېواد کې چې امکانات يې ډېر محدود دي د ټولو رایو تفتیش ښايي ستونزمن کار وي او دا هم معلومه نه ده چې پاکې رایې به له ناپاکو هغو څنګه جلا کېږي.

کانبېرا ټایمز په پای کې د یوه امریکايي مقام وینا رااخیستې ده چې وايي، که څه هم د تېرې شنبې په ماښام کابل ته د جان کري د سفر پرمهال ټولو آرامه سا واخیسته، خو اصلي او ستونزمن کار تراوسه په مخکې پروت دی. لیکوال زیاتوي حتی که لوژستیکي او تخنیکي ستونزې له پامه وغورځوو، سیاسي بهیر بیاهم پرځای پاتې دی.

XS
SM
MD
LG