د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل د پنج شنبې په ورځ شپيته کلنه شوه.
دا د اروپايي اتحادیې [اوسپنیزه ښځه] بلل کیږي.
خو دا اوسپنیزه ښځه د کمونست شوروي تر کنټرول لاندې ختیځ جرمني کې ، په نولس سوه څلور پينځوس [میلادي] کال کې د هامبورګ ښار د یوه عادي مذهبي مشر لور وه.
د میرکل د رسمي ویب پاڼې په حواله، د دې پلار د پروتستانتو مسیحیانو راهب وو او د یوې مدرسې مشري یې هم کوله.
د میرکل مور په خټه پولندۍ او د دوي په کلي ټمپلین کې د انګلیسي او لاتین ژبو ښوونکي وه.
د اروپايي اتحادیې د ستر اقتصادي قوت ، جرمني دې مقتدرې مشرې په ابتداییه کې ساینس لوستی، تحقیق یې کړي او په فزیک کې یې د دکتورا تر کچې زده کړې کړې دي.
دا په جرمنیانو کې په اسانه ژبه د خبرو او عام فهمو سیاسي کړنلارو او په اروپایانو کې د ساده جامو او سختو سیاستونو په خاطر پلویان او منتقدان لري.
میرکل له تیرو څوارلس کلونو راهیسې د جرمني د کرسشن ډیموکرات ګوند غړې او له ۲۰۰۵ [میلادي] کال راهیسې د جرمني صدراعظمه ده.
انګیلا میرکل اوله جرمنۍ ښځه ده چې په خپل هیواد کې د صدرات پر چوکۍ کښیني او د جرمني د هغو رهبرانو له نسله ده چې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته او په ختیځ کې زیږیدلې دي .
زیات کسان داسې ګڼي چې انګیلا مرکل په غیر رسمي ډول د ټولې اروپايي اتحادیې رهبري د میرکل په لاس کې ده.
فوربس مجلې سږکال انګیلا مرکل د نړۍ تر ټولو مقتدره ښځه وبلله.