د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د افغانستان دکورنیو چارو وزارت: (ISI) پر هوايي ډګر د حملې پلان جوړ کړی و


د افغانستان دکورنیو چارو وزارت وايي پاکستاني استخبارات،وسله وال طالبان او حقاني شبکه هڅه کوي چې د راکټي او ډله ییزو حملو په ترسره کولو سره د کابل له هوايي ډګر څخه الوتنې بندې کړي.

ددغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د کابل پر هوايي ډګر د پنجشنبې ورځې له ډله ییزې حملې وروسته خبریالانو ته وویل، د پاکستان استخباراتي ادارې یا آی اس آی ددې حملې پلان جوړ کړی و.

« مونږ فکر کوو چې د کراچۍ له حملو وروسته مشخصې کړۍ ، په خاصه توګه حقاني شبکه ، وسله وال طالبان او آی اس آی هڅه لري چې زمونږ هوايي ډګر تر برید لاندې ونیسي. د کراچۍ پر هوايي ډګر له حملو وروسته له هغه میدان څخه الوتنې بندې شوې او دا شوم اهداف دوی ځان ته تعین کړل چې عین حملې د کابل پر نړیوال هوايي ډګر هم وکړي څو له دې ډګر څخه نړیوالې الوتنې بندې شي.»

کابو دوه میاشتې وړاندې یو شمیر وسله والو کسانو د کراچۍ پر نړیوال هوايي ډګر حمله وکړه چې تر اوسه هم له دې ډګر څخه الوتنې نه کیږي.

که څه هم پاکستان پر افغان حکومت تور پورې کړ چې د کراچۍ پر نړیوال هوايي ډګر د دوو میاشتو مخکې حملو کې لاس لري خو افغان چارواکو دا تورونه په کلکه رد کړل.

دلته په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د سهار په څلور نیمو بجو یوې پنځه کسیزه وسله والې ډلې د قصبې په سیمه کې د یوه نیمه کاره ښارګوټي له یوې ودانۍ څخه پر هوايي ډګر ډزې وکړې.

چارواکي وايي افغان پوځیان وتوانیدل له پنځو ساعتونو مخامخ جګړې وروسته دا پنځه کسان په داسې حال کې له منځه یوسي چې نه ملکیانو او نه هم پوځیانو ته کوم زیان اوښتی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم په یوه خبري کنفرانس کې د کابل پر هوايي ډګر دا حمله وغندله او وې ویل، چې د روژې په میاشت کې داسې حملې د توجیه وړ نه دي.

« پاکستان پر افغانستان حمله په کلکه غندي. مونږ ددې پيښې له قربانیانو سره د خپلې غمشریکې مراتب وړاندې کوو او ټپيانو ته عاجله شفا غواړو.هیڅ کار دا تاوتریخجن عمل نه شي توجیه کولی، هغه هم د روژې په مبارکه میاشت کې.»

له بلې خوا افغان پوځي کارپوه عتیق الله امرخیل ازادي راډیو ته وویل د کابل پر هوايي ډګر په حملې کې د پاکستان پر استخباراتي ادارې سربېره ایران هم لاس درلود.

« دا واضح خبره ده چې خارجیان قوي لاس لري. پلان هغوی ورکوي. دا ټول کارونه د هغوی دي. آی اس آی ده که د ایران سپاه پاسداران ده دا د همغو کار دی. دوی دقیق خلک دي چې نظامي تیوري باندې پوهیږي. اهداف تشخیصولای شي. په نظامي کې اهداف ډیر مهم دي.مخصوصا هوايي ځواک چې ډېر مهم شمیرل کیږی دا هدف له بیرون ورکړل شوی و.»

د کابل پر هوايي ډګر د پنجشنبې ورځې ډله ییزې حملې مسوولیت چې له امله یې له دې ډګر څخه الوتنې وځنډیدې وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی.

افغان کارپوهان وايي تر څو چې د افغان پوځیانو استخباراتي او کشفي ادارې پیاوړې نه شي ورته حملې به دوام لري.

صفي الله ستانکزی ازادي راډیو کابل

XS
SM
MD
LG