د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

عبدالله: په راتلونکي حکومت کې دانتخاباتو دبشپړ ګټونکي یا بایلونکي مسئله مطرح نه ده


د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله وایي؛ چې د ده او اشرف غني احمدزي ترمنځ د شوې موافقې له مخې؛ په راتلونکي حکومت کې باید د کامل ګټونکي او کامل بایلونکي موضوع مطرح نه وي.

عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته د هغو سیاسي او تخنیکي موافقو په اړه معلومات ورکړل؛ چې له خپل سیال اشرف غني احمدزي سره یې کړې دي.

نوموړي وویل، چې دواړه کاندیدان د هیواد ملي ګټو ته په کتو او د خلکو د ذهنونو د آرامېدو لپاره د ملي وحدت حکومت په جوړېدو سلا شول.

عبدالله زیاته کړه، چې په سیاسي موافقه کې یې د راتلونکي حکومت له جوړښت سربیره ځینې نور مسایل هم شامل دي:

"دواړو لوریو دا ضرورت احساس کړی، چې د رایو له تفتیش او د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته داسې حکومت او حالت رامنځ ته شي، چې دواړو لورو ته د ګټنې حالت وي؛ نه د کاملې ګټې او نه د کامل بایلیدو حالت؛ دا ضرورت دواړو لوریو احساس کړی دی."

ښاغلي عبدالله وویل، چې د تخنیکي موافقې له مخې، د ټولو رایو له تفتیش وروسته باید دواړه کاندیدان د انتخاباتو نتیجه ومني.

عبدالله وویل، چې خپل څارونکي یې هم د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مرکزي او ساحوي دفترونو ته لیږلي؛ ترڅو د رایو د تفتیش او د صندقونو د انتقال بهیر وڅاري.

سیاسي څیړونکي هم د عبدالله عبدالله دغه خبرې ګټورې بولي؛ خو زیاتوي چې دواړه کاندیدان باید کړې ژمنې په عمل کې هم په ځای کړي.

د سیاسي چارو څیړونکي حاجي سید داود ازادي راډیو ته وویل؛ چې د عبدالله له دې خبرو داسې ښکاري؛ چې دواړه کاندیدان په تخنیکي او سیاسي برخه کې سره سلا شوي.

خو نوموړی زیاتوي، چې خلک باید دې ته منتظر شي؛ چې د انتخاباتو له نتیجو وروسته څومره دغه خبرې عملي کیږي.

له دې وړاندې اشرف غني احمدزي هم د دغو تخنیکي او سیاسي موافقو په اړه خبرې کړي او وېلي یی دي، چې دواړه کاندیدان په دې سلا شوي، چې د ملي وحدت یو پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته کړي.

XS
SM
MD
LG